۰:۰۰ / ۰:۰۰

قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

شپږم فصل

د مسیحیانو په خلاف دعوې

۱ کله چې په تاسو کې کوم یو د بل نه شکایت لري، هغه څنګه جرات کوي چې د دې په ځای چې د موضوع د حل دپاره د خدای خلکو ته ورشي، د هغو خلکو محکمې ته ورځي چې خدای نه پېژني؟ ۲ ایا تاسو نه پوهېږئ چې د خدای خلک به د دنیا قضاوت کوي؟ نو تاسو چې د دنیا قضاوت کوئ، ایا نه شئ کولای چې د کوچنیو قضیو په هکله قضاوت وکړئ؟ ۳ ایا تاسو نه پوهېږئ چې مونږ به د فرښتو قضاوت کوو؟ نو بیا بې له شکه تاسو کولای شئ چې د دې دنیا عادي شخړې حل کړئ. ۴ که چېرې تاسو داسې قضیې لرئ، نو هغه ولې هغو خلکو ته وروړئ چې په کلیسا کې ورته څوک په درنه سترګه نه ګوري؟ ۵ زه اوس تاسو نه دا پوښتنه کوم چې تاسو وشرمېږئ. ایا په تاسو کې دومره یو هوښیار کس نشته چې د ایماندارانو ترمنځ شخړې حل کړي؟ ۶ خو د دې په ځای یو ایماندار بل ایماندار محکمې ته بیایي او دا کار د بې‌ایمانه خلکو په مخکې کوي.

۷ په حقیقت کې په یو بل باندې دعوه کول بلکل ستاسو د ناکامۍ په معنی ده. نو د دې په ځای به دا ښه وي چې ځانونه مظلومان کړئ او دا باید ومنئ چې غولول شوي یئ. ۸ خو تاسو خپله یو د بل سره بدي او ټګي کوئ، حتی د خپلو ایماندارانو خویندو او ورونو سره هم. ۹ ایا تاسو نه پوهېږئ چې بدکاران به د خدای د پاچاهۍ وارثان نه شي؟ ونه غولېږئ! نه به په جنسي لحاظ بد‌اخلاقه، نه بت‌پرستان، نه زناکاران، نه لواطت کاران، ۱۰ نه غله، نه حریصان، نه شرابیان، نه هغه خلک چې نورو ته ښکنځلې کوي او نه به چلبازان د خدای د پاچاهۍ وارثان شي. ۱۱ په تاسو کې هم ځینې یې داسې وو. خو تاسې د څښتن عیسی مسیح په نوم او زمونږ د خدای د روح په وسیله ووینځل شوئ، پاک او سپېڅلي شوئ او عادل وګڼل شوئ.

د جنسي بد‌اخلاقۍ نه ځان وساتئ

۱۲ کېدای شي خلک ووایي: «زما دپاره هرڅه روا دي،» دا رښتیا دي، خو ټول شیان تاسو ته ګټور نه دي. «زما دپاره هرڅه روا دي،» خو زه نه پرېږدم چې کوم شی به زما نه غلام جوړ کړي. ۱۳ همدارنګه تاسو وایئ: «خوراک د خېټې دپاره دی او خېټه د خوراک دپاره،» خو خدای به دواړه له منځه یوسي. بدن د جنسي بد‌اخلاقۍ دپاره نه دی، بلکې د څښتن د خدمت دپاره جوړ شوی دی او څښتن د هغه ساتونکی دی. ۱۴ لکه څنګه چې خدای څښتن عیسی مسیح د مرګ نه بیا راژوندی کړ، نو مونږ به هم په خپل قدرت سره بیا راژوندي کړي. ۱۵ ایا په دې نه پوهېږئ چې تاسو د مسیح د بدن غړي یئ؟ ایا دا سمه ده چې زه د مسیح د بدن یو غړی واخلم او هغه د یوې بدلمنې ښځې د بدن غړی کړم؟ هېڅکله نه! ۱۶ ایا تاسو نه پوهېږئ چې که څوک د بدلمنې ښځې سره یوځای شي، نو د هغې سره یو بدن کیږي؟ ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

دواړه به یو بدن شي.

۱۷ خو څوک چې د څښتن سره یوځای شي، نو په روحاني توګه به د هغه سره یو شي.

۱۸ د جنسي بد‌اخلاقۍ نه وتښتئ. انسان چې هره بله ګناه کوي، هغه د بدن نه دباندې ده، خو څوک چې جنسي بد‌اخلاقي لري، نو هغه د خپل بدن په وړاندې ګناه کوي. ۱۹ ایا تاسو نه پوهېږئ چې ستاسو بدن د روح القدس کور دی چې په تاسو کې اوسیږي او هغه د خدای له خوا تاسو ته درکړل شوی دی؟ نو تاسو د خپل بدن خاوندان نه یئ، ۲۰ ځکه چې تاسو په بیه اخیستل شوي یئ. نو د خپل بدن څخه د خدای د جلال دپاره کار واخلئ.