۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

اَتم باب

دَ بُتانو دَ قُربانئ غوښے خوړلو په باب کښے

۱اوس دَ بُتانو دَ قُربانئ په حقله دا دے چه مُونږ خبر يُو چه مُونږ ټول عِلم لرُو، خو عِلم کبر پيدا کوى ليکن مينه دَ ترقئ باعث ده. ۲که څوک دا ګڼى چه زَۀ په څۀ پوهيږم نو څنګه چه پوهيدل په کار دى هغسے پرے تر اوسه نۀ پوهيږى. ۳خو څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى خُدائے هغه پيژنى.

۴نو دَ بُتانو دَ قُربانئ دَ غوښے دَ خوراک په باب مُونږ پوهيږُو چه بُت په دُنيا کښے هيڅ شے نۀ دے اَؤ سيوا دَ يو نه بل خُدائے نِشته. ۵سره دَ دے چه په مزکه اَؤ په آسمان ډير خُدايان بللے شى، دغه شان ډير خُدايان اَؤ مالِکان دى. ۶خو زمُونږ خو يو خُدائے دے، يعنے خُدائے پلار، چه دَ چا له طرف نه ټول څيزُونه دى اَؤ مُونږ دَ هغۀ دَ پاره ژوندى يُو، اَؤ يو مالِک دے، يعنے عيسىٰ مسيح دَ چا په وسيله چه دا ټول څيزُونه پيدا شول اَؤ مُونږ هم دَ هغۀ په وسيله ژوندى يُو. ۷خو ټولو ته دا پته نِشته بلکه دَ ځنو خو اوس هم دَ بُت پرستئ عادت دے، دَ دے دَ پاره هغه غوښه دَ بُت قُربانى ګڼى اَؤ خورى ئے اَؤ دَ هغوئ زړۀ چه کمزورے دے، هغه په خوراک پليت شى. ۸خوراک به مُونږ دَ خُدائے سره نۀ نزدے کوى. که وئے نۀ خورُو نو زمُونږ هيڅ نُقصان نِشته اَؤ که وئے خورُو نو هيڅ ګټه مُوٰ نِشته.

۹خو پام کوئ، داسے نۀ وى چه ستاسو آزادى په ايمان کښے دَ کمزورو دَ پاره دَ تيندک باعث نۀ شى. ۱۰ځکه که هغه سړے چه په ايمان کښے کمزورے دے، ستا په شان دَ عِلم خاوند په بُت خانه کښے په خوراک ووينى نو آيا هغه به زړۀ ور نۀ شى چه دَ بُتانو دَ قُربانئ غوښه وخورى؟ ۱۱مطلب دا چه ستا دَ عِلم په وجه به هغه کمزورے سړے، يعنے هغه ورور چه دَ چا دَ پاره چه مسيح مړ شو، هغه به هلاک شى. ۱۲اَؤ دغه شان تاسو به دَ وروُڼو ګُناه ګار شئ اَؤ دَ هغوئ کمزورے زړۀ به ژوبل کړئ اَؤ دَ مسيح ګُناه ګار به وګرزئ. ۱۳په دے وجه که زما دَ خوراک په وجه زما ورور تيندک خورى نو زَۀ به هيڅ کله هم غوښه ونۀ خورم چه دَ خپل ورور دَ پاره دَ تيندک سبب ونۀ ګرزم.