۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

نهم باب

دَ رسُول اِختيار

۱ولے زَۀ آزاد نۀ يم څۀ؟ رسُول نۀ يم څۀ؟ ما عيسىٰ نه دے ليدلے چه زمُونږ مالِک دے څۀ؟ تاسو په مالِک کښے زما دَ خدمت ميوه نۀ يئ څۀ؟ ۲که زَۀ دَ نورو دَ پاره رسُول نۀ يم نو ستاسو دَ پاره خو بيشکه يم ځکه چه تاسو په خپله په مالِک کښے زما په رسالت مُهر يئ.

۳څوک چه زما آزميښت کوى هغوئ ته زما دغه جواب دے، ۴آيا مُونږ ته دَ خوراک څښاک اِختيار نِشته څۀ؟ ۵مُونږ ته دا اِختيار نِشته څۀ لکه څنګه چه نور رسُولان اَؤ دَ مالِک ورُوڼه اَؤ کيفا کوى، مُونږ هم څوک ايمانداره خور په نِکاح واخلُو اَؤ دَ ځان سره ئے وګرزوُو؟ ۶يواځے زَۀ اَؤ برنبا دَ ژوند تيرولو دَ پاره په خوارئ مزدُورئ پړ يُو څۀ؟ ۷آيا تاسو دَ داسے فوځى په حقله آؤريدلى دى چه په فوځ کښے نوکرى کوى اَؤ دَ خپله جيبه خورى؟ څوک داسے دے چه دَ انګُورو باغ ولګوى اَؤ ميوه ئے نۀ خورى څۀ؟ يا څوک چه رمه څروى نو دَ هغے پئ نۀ څښى څۀ؟

۸آيا زَۀ دا خبره دَ بنى آدم دَ قياس په مُطابق کوم؟ يا تورات داسے نۀ وائى؟ ۹لکه چه دَ مُوسىٰ په تورات کښے ليکلى دى چه :  ”په غوبل کښے دَ غوائى خُلے ته کورے مه اچوه.“ ولے ستاسو دا خيال دے چه خُدائے دَ غوايانو فکر کوى څۀ؟ ۱۰يا خاص زمُونږ دَ پاره فرمائى؟ هو، دا ئے زمُونږ دَ پاره ليکلى دى ځکه چه مُناسب دى چه قُلبه کوُونکے په اُميد قُلبه وکړى اَؤ غوبل کوُونکے دِ دَ برخے دَ مُوندلو په اُميد غوبل کوى. ۱۱نو بيا چه مُونږ ستاسو دَ پاره رُوحانى څيزُونه وکړل نو آيا دا څۀ لويه خبره ده چه مُونږ ستاسو دَ مادى څيزُونو فصل وريبو؟ ۱۲چه دَ نورو په تاسو دا اِختيار شته نو آيا زمُونږ به دَ دے نه زيات نۀ وى څۀ؟

خو مُونږ دَ دے اِختيار نه کار وانۀ خستو خو مُونږ دَ هر څيز زغم کوُو چه زمُونږ له کبله دَ مسيح په زيرى کښے څۀ حرج نۀ وى. ۱۳آيا تاسو نۀ يئ خبر چه څوک چه دَ خُدائے دَ کور خدمت کوى، هغه دَ خُدائے دَ کور دَ نزرانے نه خورى اَؤ څوک چه دَ قُربانګاه خدمتګار دى، هغوئ دَ قُربانئ حصه مُومى؟ ۱۴دغه شان مالِک هم مُقرر کړى دى چه دَ زيرى آؤروُونکے دِ دَ زيرى په وسيله ګُزاره کوى.

۱۵خو ما خپل دَ دے حق نه چرے هم فائده وانۀ خسته اَؤ نۀ مے دا دَ دے دَ پاره وليکل چه زَۀ دَ دے نه فائده واخلم ځکه چه زما دَ پاره دَ دے نه مړ کيدل غوره دى. هيڅوک زما فخر بے ځايه کولے نۀ شى. ۱۶که زَۀ زيرے آؤروم نو په دى څۀ فخر نۀ کوم ځکه چه دا خو زما فرض دى. بلکه اَفسوس دے په ما، که زَۀ زيرے وانۀ وروم! ۱۷ځکه چه که دا په خپلے مرضئ وکړم نو زما دَ پاره اَجر دے، خو دا خپل فرض ګڼم ځکه چه خُدائے دا ما ته سپارلے دے. ۱۸نو بيا ما ته څۀ اَجر ملاويږى؟ دا چه زيرے آؤروم نو مُفت ئے آؤروم، ځکه چه کُوم اِختيار چه ما ته دَ زيرى په حقله حاصل دے دَ هغے په مُطابق دَ خپل حق نه پُوره فائده وانۀ خلم.

۱۹اګر که زَۀ دَ ټولو خلقو نه آزاد يم بيا هم ما ځان دَ ټولو خلقو غُلام کړو، دَ پاره دَ دے چه نور زيات خلق دَ مسيح دَ پاره راکښم. ۲۰زَۀ دَ يهُوديانو دَ پاره يهودى شوم چه يهوديان راکښم. ځکه چه هغوئ دَ مُوسىٰ دَ شريعت منُونکى دى، دَ هغوئ دَ رااړولو دَ پاره ما ځان دَ هغوئ دَ شريعت په شان کړو، سره دَ دے چه زَۀ دَ هغوئ دَ شريعت دَ لاندے نۀ يم. ۲۱دَ غير يهوديانو دَ پاره دَ غير يهُوديانو په شان شوم چه غير يهُوديان دَ مسيح دَ پاره راکښم، سره دَ دے چه دَ خُدائے په نزد بے شرعے نۀ يم بلکه دَ مسيح په شريعت يم. ۲۲دَ کمزورو دَ پاره کمزورے شوم چه کمزورے راکښم. زَۀ دَ ټولو خلقو دَ پاره هر څۀ جوړ شوم چه په څۀ نه څۀ سبب ځنے بچ کړم.

۲۳اَؤ زَۀ هر څۀ دَ زيرى دَ خاطره کوم چه زَۀ ټول دَ هغۀ برکتُونه حاصل کړم. ۲۴آيا تاسو نۀ يئ خبر چه په منډه کښے منډے خو ټول وهى ولے اِنعام يو ګټى؟ تاسو هم داسے منډه ووهئ چه وئے ګټئ. ۲۵اَؤ هر يو لوبغاړے دِ هر قِسم پرهيز کوى. هغه خلق خو دا څۀ دَ هغه سهرے دَ پاره کوى کُومه چه مړاوے کيږى، خو مُونږ ئے دَ هغه سهرے دَ پاره کوُو چه مړاوے کيږى نه. ۲۶نو بيا زَۀ هم دَ يو خاص مقصد په شکل کښے دغه شان منډه وهم، زَۀ دغه شان په سُوکونو جنګ کوم خو دَ هغۀ په شان نه چه باد په سُوکُونو وهى. ۲۷بلکه زَۀ خپل ځان وهم ټکوم اَؤ هغه په قابُو کښے ساتم ځکه چه داسے ونۀ شى چه نورو ته زيرے واؤروم اَؤ په خپله رد کړے شم.