چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ یو نبي چې الیاس نومېده او د جلعاد د تشبي څخه ؤ، اخاب پاچا ته وویل: «د اسراییلو د ژوندي څښتن خدای په نوم چې زه یې خدمت کوم، قسم خورم چې تر هغې پورې چې زه یې ونه وایم په راتلونکي څو کلونو کې به نه پرخه او نه به باران وي.» ۲ بیا څښتن الیاس ته وویل: ۳ «دا ځای پرېږده، ختیځ خواته لاړ شه او خپل ځان د اردن د سیند په ختیځ د کریت د خوړ په غاړه کې پټ کړه. ۴ د خوړ څخه به اوبه څښې او کارغانو ته مې حکم کړی دی چې هلته به ډوډۍ درته راوړي.» ۵ الیاس د څښتن حکم قبول کړ، لاړ او د اردن په ختیځ کې د کریت د خوړ په غاړه کې اوسېده. ۶ هغه به د خوړ اوبه څښلې او کارغانو به ورته هر سهار او هر ماښام ډوډۍ او غوښه راوړله.
۷ څه موده وروسته خوړ وچ شو، ځکه چې په هېواد کې باران نه ؤ. ۸ بیا هغه وخت څښتن الیاس ته وویل: ۹ «اوس د زرفت ښارګوټي ته چې صیدون ته نژدې دی، لاړ شه او هلته پاتې شه. ما یوې کونډې ښځې ته چې هلته اوسیږي حکم کړی دی چې خواړه درکړي.» ۱۰ نو الیاس زرفت ته لاړ او څنګه چې هغه د ښارګوټي دروازې ته ورسېده، یوه کونډه ښځه یې ولیدله چې د سوځولو لرګي یې راټولول. هغې ته یې غږ وکړ او ورته ویې ویل: «ایا ماته به په جام کې لږې اوبه راوړې چې ویې څښم؟» ۱۱ څنګه چې هغه روانه شوه چې اوبه راوړي، الیاس ورباندې غږ وکړ: «مهرباني وکړه لږه ډوډۍ هم راته راوړه.» ۱۲ هغې ځواب ورکړ: «زه ستا د ژوندي څښتن خدای په نوم قسم خورم چې ما سره هېڅ ډوډۍ نشته. ما سره په منګي کې یوازې یو موټی اوړه او په کوزړۍ کې لږ د زیتونو تېل پاتې دي. دلته راغلې یم چې د سوځولو دپاره یو څه لرګي راټول کړم، کور ته یې یوسم او د خپل ځان او د خپل زوی دپاره خواړه تیار کړم. دا به زمونږ اخرني خواړه وي او بیا به له لوږې مړه شو.» ۱۳ الیاس هغې ته وویل: «مه وېرېږه، کور ته لاړه شه او خپله ډوډۍ تیاره کړه. خو اول هغه څه چې درسره شته د هغې څخه یوه کوچنۍ ډوډۍ پخه کړه، ماته یې راوړه او بیا د خپل ځان او خپل زوی دپاره یو څه تیار کړه. ۱۴ ځکه چې د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: تر هغې ورځې پورې چې زه څښتن باران ونه وروم، د منګي اوړه او د کوزړۍ تېل به دې خلاص نه شي.»
۱۵ کونډه ښځه لاړه او څنګه چې الیاس ورته ویلي وو، هماغسې یې وکړل او هغوی درې واړو د ډېرو ورځو دپاره پوره خواړه درلودل. ۱۶ لکه څنګه چې څښتن د الیاس نبي په وسیله وعده کړې وه، د منګي اوړه او د کوزړۍ تېل خلاص نه شول.
۱۷ څه موده وروسته د کور د خاوندې، یعنې د کونډې زوی ناروغ شو. د هغه حال د بد څخه ډېر بد شو او اخر هغه مړ شو. ۱۸ هغې الیاس ته وویل: «ای د خدای نبي، ولې دې زما سره داسې وکړل؟ ایا د دې دپاره دلته راغلی یې چې زما ګناهونه خدای ته ور په یاد کړې او زما د زوی د مړینې سبب وګرځې؟» ۱۹ الیاس ځواب ورکړ: «زوی دې ماته راکړه.» الیاس هغه د مور د غېږې څخه واخیست، هغه یې په دوهم پوړ کې هغې کوټې ته یووړ چې هغه په کې اوسېده او په خپله بستره باندې یې څملاوه. ۲۰ بیا هغه څښتن ته فریاد وکړ: «ای زما څښتن خدایه، ولې دې په دې کونډې باندې چې زه ورسره اوسېږم دا غم راوست او د هغې زوی دې وواژه؟» ۲۱ بیا الیاس درې ځلې په هغه هلک باندې ځان وروغزاوه او زارۍ یې وکړه: «ای زما څښتن خدایه، دا هلک بېرته راژوندی کړه!» ۲۲ څښتن د الیاس دعا او زارۍ قبوله کړه، په هلک کې ساه راپیدا شوه او هغه بېرته راژوندی شو. ۲۳ الیاس هغه ماشوم راپورته کړ او لاندې یې راښکته کړ. هغه یې خپلې مور ته ورکړ او ویې ویل: «وګوره، ستا زوی ژوندی دی!» ۲۴ هغې په ځواب کې وویل: «اوس زه پوه شوم چې ته د خدای نبي یې او څښتن په رښتیا سره ستا په وسیله خبرې کوي.»