چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ ډېره موده وروسته، د وچکالۍ په درېم کال څښتن الیاس ته وویل: «لاړ شه او اخاب پاچا ته ځان وروښایه او زه به باران ووروم.» ۲ نو الیاس روان شو چې د اخاب سره وګوري. په سامره کې ډېره سخته قحطي وه ۳ او اخاب د خپلې ماڼۍ مسوول عوبدیا راوغوښت.
عوبدیا د څښتن څخه ډېر وېرېده. ۴ هغه وخت چې ایزابل هڅه وکړه چې د څښتن نبیان ووژني، عوبدیا سل تنه نبیان بوتلل، پنځوس، پنځوس تنه یې په دوه سمڅو کې پټ کړل او هغوی ته به یې خواړه او اوبه ور رسول.
۵ اخاب عوبدیا ته وویل: «راځئ چې په هېواد کې په ټولو چینو او خوړونو باندې وګرځو. کېدای شي چې یو څه واښه پیدا کړو، خپل اسونه او قچرې ورباندې ژوندي وساتو او د خپلو څارویو څخه یو څه له لاسه ورنه کړو.» ۶ نو هغوی موافقه وکړه چې څوک به د ځمکې کومه برخه د واښو دپاره لټوي. اخاب یوازې په یوه خوا لاړ او عوبدیا یوازې بلې خواته.
۷ کله چې عوبدیا په لاره روان ؤ، الیاس د هغه سره مخامخ شو. عوبدیا هغه وپېژانده، هغه ته د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او ویې ویل: «ای زما باداره الیاس، ایا په رښتیا سره دا تاسو یئ؟» ۸ هغه ځواب ورکړ: «هو. لاړ شه او خپل بادار ته ووایه چې الیاس دلته دی.» ۹ عوبدیا ځواب ورکړ: «ما څه ګناه کړې ده چې ته مې اخاب پاچا ته ورسپارې، ترڅو هغه ما ووژني؟ ۱۰ ستاسو د ژوندي څښتن خدای په نوم قسم خورم چې داسې قوم یا پاچاهي نشته چې اخاب ستاسو د لټولو دپاره هغه ځای ته یو کس نه وي لېږلی. هرکله به چې هغوی اخاب ته پیغام ورلېږه چې الیاس دلته نشته، نو اخاب به هغه پاچا مجبوراوه چې قسم وخوري: الیاس دلته نشته. ۱۱ خو اوس تاسو وایئ چې لاړ شه او ووایه: الیاس دلته دی. ۱۲ که چېرې زه لاړ شم او د څښتن روح تاسو یو نامعلوم ځای ته بوځي، بیا به څه کیږي؟ نو که چېرې اخاب ته ووایم چې تاسو دلته یئ او هغه مو پیدا نه کړي، نو ما به ووژني. دا مه هېروئ چې زه د هلکتوب څخه د څښتن نه ډېر وېرېدم. ۱۳ ای زما باداره، ایا تاسو نه دي اورېدلي چې کله ایزابل د څښتن نبیان وژل، ما څه وکړل؟ ما سل تنه نبیان په دوه سمڅو کې، یعنې په هره سمڅه کې پنځوس، پنځوس تنه پټ کړل او هغوی ته مې خواړه او اوبه ورورسول. ۱۴ اوس تاسو راته وایئ چې خپل بادار ته ورشه او ورته ووایه چې الیاس دلته دی. که چېرې زه دا کار وکړم، هغه به ما ووژني!» ۱۵ الیاس په ځواب کې وویل: «د ژوندي مطلق قادر څښتن په نوم چې زه یې خدمت کوم، قسم خورم چې نن به خپل ځان اخاب پاچا ته وروښایم.»
۱۶ نو عوبدیا اخاب پاچا ته ورغی او هغه یې خبر کړ او اخاب د الیاس د لیدنې او کتنې دپاره ور روان شو. ۱۷ کله چې هغه الیاس ولیده ورته ویې ویل: «ایا دا ته یې چې اسراییلیان ډېر زیات ځوروې؟» ۱۸ الیاس ځواب ورکړ: «زه ځوروونکی نه یم، بلکې ته او ستا د پلار کورنۍ ده. تاسو د څښتن حکمونه پریښي دي او د بعل د بتانو عبادت مو کړی دی. ۱۹ اوس د اسراییلو ټول قوم راوغواړه چې د کرمل په غره کې زما سره لیدنه او کتنه وکړي. د بعل څلور سوه پنځوس نبیان او د اشیره څلور سوه نبیان چې د ایزابل په دسترخوان باندې ډوډۍ خوري، راوله.»
۲۰ نو اخاب ټول اسراییلیان او د بعل نبیان راوغوښتل چې د کرمل په غره باندې سره راټول شي. ۲۱ الیاس د قوم مخې ته ورغی او ویې ویل: «تاسو به ترڅو پورې د دوو عقیدو ترمنځ زړه نازړه اوسئ؟ که چېرې څښتن خدای وي د هغه څخه پیروي وکړئ، خو که چېرې بعل خدای وي د هغه څخه پیروي وکړئ.» خو خلکو هېڅ ونه ویل. ۲۲ بیا الیاس هغوی ته وویل: «د څښتن د نبیانو څخه یوازې زه پاتې یم، خو بعل څلور سوه پنځوس نبیان لري. ۲۳ دوه غویان مونږ ته راولئ. د بعل نبیان دې یو غویی د خپل ځان دپاره غوره کړي، هغه دې ټوټې ټوټې کړي او په لرګیو باندې دې کېږدي، خو هغه ته دې اور نه اچوي. زه به د هغه بل غویي سره همداسې وکړم. ۲۴ بیا تاسو خپل خدای ته دعا او زارۍ وکړئ او زه به څښتن ته دعا او زارۍ وکړم. هر یوه چې اور راواستاوه، نو هغه رښتینی خدای دی.» نو بیا ټول قوم وویل: «دا ښه خبره ده.» ۲۵ نو الیاس د بعل نبیانو ته وویل: «څرنګه چې ستاسو شمېر زیات دی، نو لومړی تاسو یو غویی واخلئ او هغه تیار کړئ. خپل خدای ته دعا او زارۍ وکړئ، خو لرګیو ته اور مه اچوئ.» ۲۶ بیا هغوی هغه غویی چې هغوی ته ورکړل شوی ؤ واخیست، هغه یې تیار کړ او له سهار څخه تر غرمې پورې یې د بعل په نامه دعا او زارۍ وکړې. هغوی چیغې وهلې: «ای بعله، مونږ ته ځواب راکړه!» او د هغه قربانۍ ځای ګردچاپېره یې نڅاګانې کولې چې هغوی جوړ کړی ؤ، خو هېڅ ځواب رانغی.
۲۷ د غرمې په وخت الیاس په هغوی باندې ملنډې وهل پیل کړل او ویې ویل: «په لوړ اواز دعا وکړئ! ځکه چې هغه یو خدای دی! کېدای شي چې هغه په فکر کې ډوب شوی وي یا حاجت رفع کوي یا کېدای شي چې په سفر تللی وي! یا کېدای شي چې ویده وي او باید هغه راویښ کړئ.» ۲۸ نو هغوی په ډېر لوړ اواز سره چیغې ووهلې او د خپل رواج له مخې یې خپل ځانونه په تورو او نېزو باندې زخمیان کړل تر دې چې د هغوی د بدنونو څخه وینې وبهېدلې. ۲۹ غرمه تېره شوه او هغوی تر ماسپښینه پورې خپل د لېونتوب نبوت کاوه. خو نه کوم اواز واورېدل شو، نه چا ځواب ورکړ او نه چا کوم پام وکړ.
۳۰ بیا الیاس قوم ته وویل: «ماته رانژدې شئ.» هغوی ټول ورغلل او الیاس د څښتن هغه د قربانۍ ځای چې وران کړای شوی ؤ، بېرته جوړ کړ. ۳۱ الیاس دولس تیږې واخیستې، د یعقوب د زامنو د دولس قبیلو څخه د هرې قبیلې دپاره یوه یوه تیږه. یعقوب هغه سړی دی چې څښتن ورته ویلي وو چې «ستا نوم به اسراییل وي.» ۳۲ د دې تیږو څخه هغه څښتن ته د عبادت کولو دپاره د قربانۍ ځای ودان کړ. د هغه شاوخوا یې یو لوی لښتی وکینده، دومره لوی چې څوارلس لیتره اوبه په کې ځایېدلې. ۳۳ وروسته یې د قربانۍ په ځای باندې لرګي ځای په ځای کړل، غویی یې ټوټې ټوټې کړ او په لرګیو باندې یې کېښود. هغه وویل: «څلور منګي د اوبو څخه ډک کړئ او په نذرانې او لرګیو باندې یې توی کړئ.» هغوی همداسې وکړل ۳۴ او هغه وویل: «یوځل بیا داسې وکړئ» او هغوی همدا کار وکړ. هغه وویل: «د درېم ځل دپاره دا کار وکړئ» او هغوی همداسې وکړل. ۳۵ د قربانۍ د ځای ګردچاپېره اوبه جاري شوې او لښتی هم ډک شو.
۳۶ ماسپښین چې د قربانۍ کولو وخت ؤ، الیاس نبي د قربانۍ ځای ته رانژدې شو او دعا یې وکړه: «ای د ابراهیم، اسحاق او یعقوب څښتن خدایه، نن دا ثابته کړه چې ته د اسراییلو خدای یې او زه ستا خدمتګار یم او دا هرڅه مې د ستا په حکم کړي دي. ۳۷ ای څښتنه! ځواب راکړه، ماته ځواب راکړه، ترڅو خلک په دې باندې پوه شي چې ته څښتن خدای یې او ته یې چې هغوی بېرته خپل ځان ته را اړوې.» ۳۸ نو څښتن اور رانازل کړ او قرباني، لرګي، تیږې او خاوره یې وسوځوله او په لښتي کې یې اوبه وچې کړې. ۳۹ کله چې خلکو دا ولیدل، ځانونه یې په ځمکه باندې وغورځول او چیغې یې ووهلې: «څښتن، خدای دی! څښتن، خدای دی!» ۴۰ هغه وخت الیاس هغوی ته امر وکړ: «د بعل نبیان ونیسئ او یو هم مه پرېږدئ چې وتښتي!» هغوی یې ونیول او الیاس هغوی د قیشون خوړ ته ښکته کړل او هلته یې ووژل.
۴۱ الیاس اخاب ته وویل: «لاړ شه، وخوره او وڅښه، ځکه چې د سخت باران اواز دی.» ۴۲ کله چې اخاب روان شو چې څه وخوري او وڅښي، الیاس د کرمل د غره څوکې ته وخوت، هلته په ځمکه کښېناست او خپل سر یې د زنګنونو په منځ کې کېښود. ۴۳ هغه خپل خدمتګار ته وویل: «لاړ شه او د بحیرې خواته وګوره.» خدمتګار لاړ او بېرته راستون شو، ویې ویل: «څه شی مې ونه لید.» په دې توګه الیاس اووه ځلې هغه ولېږه. ۴۴ هغه په اووم ځل بېرته راغی او ویې ویل: «لږه ورېځ مې ولیدله چې د انسان د لاس څخه لویه نه وه او د بحیرې څخه راپورته کېدله.» الیاس خپل خدمتګار ته امر وکړ: «اخاب پاچا ته ورشه او ورته ووایه چې خپله جنګي ګاډۍ تیاره کړي او مخکې له دې چې باران هغه ایسار کړي، بېرته خپل کور ته ستون شي.»
۴۵ په ډېر لږ وخت کې اسمان په تورو ورېځو کې پټ شو، باد راوالوت او سخت باران پیل شو. اخاب خپلې ګاډۍ کې سپور شو او بېرته یزرعیل ته روان شو. ۴۶ څښتن الیاس ته قوت ورکړ، هغه خپل کالي په ملا پورې کلک وتړل او تر یزرعیل پورې په ټوله لاره کې د اخاب په مخکې ځغلېده.