چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ د سوریې پاچا بنهدد خپلې ټولې لښکرې سره راټولې کړې او د نورو دوه دېرشو پاچاهانو له خوا چې اسونه او جنګي ګاډۍ ورسره وې د هغه ملاتړ کېده، سامره یې کلابند کړه او په هغې باندې یې حمله وکړه. ۲ بنهدد ښار ته استازي ولېږل چې د اسراییلو پاچا اخاب ته ووایي: ۳ «خپل سره او سپین زر، خپلې ډېرې ښکلې ښځې او ماشومان دې ماته راوسپاره!» ۴ د اسراییلو پاچا په ځواب کې وویل: «ای پاچا زما باداره، څنګه چې تاسو وایئ، زه خپل ځان او هرڅه چې لرم، تاسو ته درسپارم.» ۵ وروسته بنهدد بیا استازي ورولېږل چې اخاب ته ووایي: «ما مخکې تاته ویلي وو چې خپل سره او سپین زر، خپلې ښځې او اولادونه دې ماته راکړه. ۶ خو سبا په همدې وخت به زه خپل درباریان ستا ښار ته درولېږم چې ستا ماڼۍ او ستا د درباریانو کورونه ولټوي. هرڅه چې د هغوی خوښ شي، هغه به واخلي او له ځان سره به یې یوسي.»
۷ اخاب پاچا د هېواد ټول سپین ږیري راوغوښتل او هغوی ته یې وویل: «ګورئ چې بنهدد جنجال جوړوي! هغه ماته پیغام رالېږلی دی چې خپلې ښځې او اولادونه، خپل سره او سپین زر هغه ته ورکړم او ما ومنله.» ۸ سپین ږیرو او ټولو خلکو ځواب ورکړ: «د هغه خبرو ته غوږ مه نیسئ! او د هغه غوښتنې ونه منئ.» ۹ نو اخاب د بنهدد استازو ته ځواب ورکړ: «زما بادار د سوریې پاچا ته ووایئ چې د هغه لومړنۍ غوښتنه منم، خو دوهمه غوښتنه یې نه شم منلی.» هغوی لاړل او بنهدد ته یې بېرته ځواب وروړ. ۱۰ بیا بنهدد اخاب ته یو بل پیغام ورولېږه: «زه به سامره بیخي له منځه یوسم، چې هلته دومره خاوره پاتې نه شي چې زما کسانو ته یو موټی هم ورسیږي. که چېرې ما دا کار ونه کړ، نو خدایان دې ما ووژني.» ۱۱ اخاب پاچا په ځواب کې وویل: «بنهدد پاچا ته ووایه چې رښتینی عسکر د جګړې څخه وروسته لافې وهي، له جګړې څخه مخکې نه.»
۱۲ بنهدد او نورو پاچاهانو په خپلو خېمو کې شراب څښل چې دا پیغام یې تر لاسه کړ. خپلو کسانو ته یې امر وکړ: «په سامرې باندې د حملې دپاره تیار شئ.» بیا هغوی د جګړې دپاره خپل سنګرونه ونیول.
۱۳ په هماغه وخت کې یو نبي اخاب پاچا ته راغی او ویې ویل: «څښتن داسې وایي: ته دا لوی لښکر وینې؟ تا به نن په هغوی باندې بریالی کړم او بیا به پوه شې چې زه څښتن یم.» ۱۴ اخاب پوښتنه وکړه: «دا کار به څوک وکړي؟» نبي په ځواب کې وویل: «څښتن داسې وایي: د سیمه ییزو حکمرانانو ځوانان عسکر به دا کار وکړي.» هغه پوښتنه وکړه: «څوک به جګړه پیل کړي؟» نبي ځواب ورکړ: «ته.» ۱۵ نو اخاب هغه ځوانان عسکر چې د سیمه ییزو حکمرانانو تر امر لاندې وو او د هغوی شمېر ټول دوه سوه دوه دېرش تنو ته رسېده، سره راټول کړل. بیا هغه د اسراییلو لښکر چې ټول اووه زره تنه وو، جګړې ته تیار کړل.
۱۶ د غرمې په وخت، په داسې حال کې چې بنهدد او د هغه سره دوه دېرش ملګرو پاچاهانو په خپلو خېمو کې شراب څښل او نشه کېدل، د اخاب لښکر جنګ ته راووتل. ۱۷ لومړی د سیمه ییزو حکمرانانو ځوانان عسکر مخکې شول. هغه جاسوسان چې بنهدد لېږلي وو، هغه ته یې خبر ورکړ چې د سامرې څخه یوه ډله عسکر راروان دي. ۱۸ بنهدد امر وکړ: «هغوی ژوندي ونیسئ! دا مهمه نه ده چې هغوی د جنګ دپاره راغلي دي یا د سولې دپاره.» ۱۹ هغو د سیمه ییزو حکمرانانو د ځوانو عسکرو د جګړې مشري کوله او د اسراییلیانو لښکر ورپسې وو. ۲۰ هر یو خپل مخالف کس وواژه. پاتې سوریایي عسکر وتښتېدل او اسراییلیان ورپسې شول. بنهدد په اس باندې سپور شو او د خپلو ځینو سپرو عسکرو سره وتښتېد. ۲۱ خو اخاب او د هغه عسکرو هغوی تعقیب کړل او د هغوی اسونه او جنګي ګاډۍ یې له منځه یووړې. اخاب او اسراییلي لښکرو سوریایانو ته دروند زیان ورورساوه.
۲۲ وروسته هغه نبي اخاب پاچا ته ورغی او ویې ویل: «بېرته لاړ شه، خپل ځواکونه قوي کړه او یو ښه پلان جوړ کړه، ځکه چې په راتلونکي پسرلي کې به بنهدد د سوریې پاچا یوځل بیا په تاسو باندې حمله وکړي.»
۲۳ په هماغه وخت کې، د بنهدد درباریانو هغه ته مشوره ورکړه: «د اسراییلو خدایان د غرونو خدایان دي، نو ځکه هغوی مونږ ته ماتې راکړه. خو که چېرې مونږ د هغوی سره په هواره ځمکه باندې وجنګېږو، نو مونږ به په رښتیا سره هغوی ته ماتې ورکړو. ۲۴ تاسو باید داسې کار وکړئ، هغه دوه دېرش پاچاهان لېرې کړئ او د هغوی په ځای د لښکرو قوماندانان وټاکئ. ۲۵ نو هغومره عسکر، اسونه او جنګي ګاډۍ تیارې کړئ، ترڅو ستاسو لښکرې د پخوا په شان قوي شي. مونږ به د اسراییلي لښکرو سره په هواره ځمکه باندې جګړه وکړو او هغوی ته به ماتې ورکړو.» بنهدد ومنله او د هغوی په مشورې باندې یې عمل وکړ.
۲۶ په راتلونکي پسرلي کې بنهدد خپلې لښکرې راټولې کړې او د افیق ښار ته روان شو چې له اسراییلو سره جګړه وکړي. ۲۷ اسراییلیان د جګړې دپاره راټول شول او د جګړې سامانونه یې واخیستل. هغوی روان شول او په دوو ډلو کې یې سوریایانو ته مخامخ خپلې خېمې ودرولې. ټوله سیمه د سوریایانو څخه ډکه وه، خو اسراییلیان د هغوی په پرتله لکه د وزو د دوه کوچنیو رمو په شان ښکاره کېدل.
۲۸ د خدای یو نبي د دې پیغام سره د اسراییلو پاچا اخاب ته ورغی او ورته ویې ویل: «څښتن داسې وایي: سوریایان فکر کوي چې زه د غرونو خدای یم او د هوارې خدای نه یم. نو زه به دا قوي لښکرې تاته تسلیم کړم، ترڅو ته او ستا خلک پوه شئ چې زه څښتن یم.» ۲۹ دواړه لښکرې په خپلو کمپونو کې د اووه ورځو دپاره یو بل ته مخامخ پاتې شوې. په اوومه ورځ جګړه پیل شوه او په هماغه ورځ اسراییلیانو سل زره سوریایي پیاده عسکر ووژل. ۳۰ د سوریایي لښکرو پاتې کسان بېرته افیق ته وتښتېدل، خو په اووه ویشت زرو تنو باندې د ښار دېوال راولوېد.
بنهدد هم د افیق ښار ته وتښتېد او د یو کور په دنننۍ کوټه کې پټ شو. ۳۱ د بنهدد درباریانو هغه ته وویل: «مونږ اورېدلي دي چې د اسراییلو پاچاهان زړه سواندي خلک دي. مونږ ته اجازه راکړئ چې د ویر کالي د خپلو ملاګانو څخه راتاو کړو، رسۍ ګانې په خپلو غاړو کې واچوو او د اسراییلو پاچا اخاب ته ورشو، کېدای شي چې هغه مو ژوندی پرېږدي.» ۳۲ هغوی د ویر کالي واغوستل او رسۍ ګانې یې په خپلو غاړو کې واچولې، بیا اخاب ته ورغلل او ویې ویل: «ستاسو نوکر بنهدد ستاسو څخه غواړي چې هغه ژوندی پرېږدئ.» اخاب پوښتنه وکړه: «ایا هغه تر اوسه پورې ژوندی پاتې دی؟ بنهدد ماته لکه د ورور په شان دی.» ۳۳ د بنهدد درباریانو دا یو نېک فال وګاڼه او کله چې هغه وویل: «ورور» هغوی سمدلاسه د هغه د خولې څخه خبره واخیستله: «تاسو سم وایئ! تاسو او بنهدد لکه د ورونو په شان یئ.» اخاب وویل: «لاړ شئ او هغه ماته راولئ.» کله چې بنهدد دباندې راووت، اخاب هغه په خپلې جنګي ګاډۍ کې سپور کړ. ۳۴ بنهدد وویل: «زه به هغه ښارونه چې زما پلار ستاسو د پلار څخه نیولي وو، بېرته درکړم او تاسو کولای شئ چې په دمشق کې د خپل ځان دپاره د سوداګرۍ یو مرکز جوړ کړئ لکه څنګه چې زما پلار په سامره کې جوړ کړی ؤ.» اخاب ځواب ورکړ: «که چېرې دا شرطونه پوره کړې، نو زه به تا خوشې کړم.» بیا اخاب د هغه سره د سولې تړون وکړ او اخاب بنهدد ته اجازه ورکړه چې لاړ شي.
۳۵ په دې وخت کې د څښتن په حکم د نبیانو د ډلې څخه یو نبي خپل ملګري ته وویل: «ما ووهه!» خو هغه د وهلو څخه انکار وکړ. ۳۶ نو نبي هغه ته وویل: «تا د څښتن د حکم څخه سرغړونه وکړه، څنګه چې زما څخه روان شې، یو زمری به تا ووژني.» څنګه چې هغه لاړ، یو زمری راغی او هغه یې وواژه. ۳۷ هغه نبي یو بل سړی راپیدا کړ او ویې ویل: «مهرباني وکړه، ما ووهه!» نو هغه سړي هغه وواهه او ټپي یې کړ. ۳۸ نبي لاړ او په خپل مخ باندې یې پټۍ کېښودله چې خپله څېره بدله کړي. بیا هغه لاړ، د سرک په غاړه ودرېده او انتظار یې کاوه چې کله به د اسراییلو پاچا تېریږي. ۳۹ کله چې پاچا تېرېده، نبي چیغې ووهلې: «اعلیحضرته! زه د جنګ په میدان کې وم چې یو چا ماته یو بندي راوست او راته ویې ویل چې هغه وساته. که چېرې هغه وتښتېده، نو یا به ووژل شې او یا به درې زره د سپینو زرو سکې ورکوې. ۴۰ خو زه په نورو کارونو کې بوخت شوم او هغه بندي وتښتېد.» اخاب ځواب ورکړ: «لکه څنګه چې تا خپله سزا وټاکله، هماغسې به وشي.» ۴۱ هغه سړي زر زر د خپل مخ څخه پټۍ وشکوله او پاچا هغه وپېژانده چې هغه د نبیانو له جملې څخه دی. ۴۲ نبي پاچا ته وویل: «څښتن داسې وایي: هغه بنهدد چې ما په مرګ باندې محکوم کړی ؤ، هغه دې ازاد کړ چې لاړ شي. په دې خاطر ته به د هغه په بدل کې او ستا لښکر به د هغه د لښکرو په بدل کې ووژل شي.» ۴۳ اخاب په قهر او خفګان سره بېرته خپل کور سامریې ته ستون شو.