چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ یو سړی چې نابوت نومېده، په یزرعیل کې د اخاب پاچا د ماڼۍ تر څنګ د انګورو باغ درلود. ۲ یوه ورځ اخاب وویل: «ای نابوته، ستا باغ زما د ماڼۍ په څنګ کې دی، هغه ماته راکړه چې د هغه څخه د سابو باغ جوړ کړم. زه به تاته د انګورو ډېر ښه باغ درکړم او یا که ته غواړې د هغه بیه به درکړم.» ۳ نابوت ځواب ورکړ: «دا باغ ماته د خپلو نیکونو څخه په میراث پاتې شوی دی. خدای دې نه کوي چې زه هغه تاته درکړم.» ۴ نو اخاب د هغه څه له امله چې نابوت ورته وویل په قهر او خفګان سره خپل کور ته لاړ. په خپله بستره کې پرېوت، دېوال ته یې مخ واړاوه او هېڅ شی یې ونه خوړل.
۵ د هغه ښځه ایزابل ورغله او پوښتنه یې ترې وکړه: «څه درباندې شوي دي؟ ډوډۍ ولې نه خورې؟» ۶ اخاب په ځواب کې وویل: «ما د نابوت یزرعیلي څخه وغوښتل چې خپل د انګورو باغ راباندې خرڅ کړي او یا د هغه په بدل کې بل باغ واخلي. خو هغه ونه منله چې خپل د انګورو باغ ماته راکړي.» ۷ ایزابل پوښتنه وکړه: «ایا ته د اسراییلو پاچا نه یې؟ د بسترې څخه راپورته شه او یو څه وخوره! مه پرېشانه کېږه، زه به د نابوت د انګورو باغ تاته واخلم.»
۸ بیا ایزابل یو څو لیکونه د اخاب له خوا ولیکل، د هغه مهر یې ورباندې ولګاوه او د هغه ښار سپین ږیرو او مشرانو ته یې واستول چېرته چې نابوت اوسېده. ۹ په لیکونو کې لیکلي شوي وو: «اعلان وکړئ چې خلک دې روژه ونیسي او راټول دې شي. بیا نابوت د غونډې په سر کې کښېنوئ. ۱۰ دوه لوچک خلک هغه ته مخامخ کښېنوئ چې تور ورباندې ولګوي چې هغه د خدای او پاچا سپکاوی کړی دی. بیا هغه د ښار نه دباندې بوځئ او سنګسار یې کړئ چې مړ شي.» ۱۱ کله چې هغوی د ایزابل لیکونه تر لاسه کړل، څه چې هغې غوښتي وو هغوی هماغسې وکړل. ۱۲ هغوی اعلان وکړ چې نن روژه ونیسئ. خلک راټول شول او نابوت یې د غونډې په سر کې کښېناوه. ۱۳ په دې وخت کې دوه لوچکان راننوتل او نابوت ته مخامخ کښېناستل. بیا هغوی په نابوت باندې تور ولګاوه چې هغه خدای او پاچا ته سپکاوی کړی دی، نو خلکو نابوت دباندې وویست او هغه یې سنګسار کړ او مړ شو.
۱۴ د یزرعیل مشرانو بېرته ایزابل ته پیغام ولېږه ویې ویل چې «نابوت سنګسار او ووژل شو.» ۱۵ څنګه چې ایزابل د هغوی پیغام تر لاسه کړ، هغې اخاب ته وویل: «اوس کولای شې چې د انګورو هغه باغ واخلې چې نابوت د هغه د خرڅولو څخه انکار کړی ؤ. هغه مړ شوی دی.» ۱۶ هغه وخت چې اخاب واورېدل چې نابوت مړ شوی دی، سمدلاسه روان شو چې د هغه باغ خپل کړي.
۱۷ څښتن الیاس نبي ته چې د تشبي څخه ؤ، وویل: ۱۸ «لاړ شه د اسراییلو د پاچا اخاب سره چې په سامره کې پاچاهي کوي، وګوره. هغه د نابوت د انګورو باغ نیولی دی او همدا اوس په دې باغ کې دی. ۱۹ لاړ شه او هغه ته ووایه چې زه داسې وایم: ای اخابه، تا نابوت په قتل ورساوه او د هغه جایداد دې ونیوه. په هماغه ځای کې چې سپیانو د نابوت وینه وڅټله، ستا وینه به هم وڅټي.»
۲۰ کله چې اخاب الیاس ولیده، هغه وویل: «ای زما دښمنه، اخر دې پیدا کړم.» الیاس ځواب ورکړ: «هو، پیدا مې کړې! ای اخابه، تا هغه بد کارونو ته ځان سپارلی دی چې څښتن ورڅخه کرکه کوي. ۲۱ نو څښتن تاته وایي: اوس به زه په تا باندې یوه بلا راولم. زه به تا او ستا د کورنۍ هر یو نارینه که هغه غلام وي یا ازاد، له منځه یوسم. ۲۲ ستا کورنۍ به د نباط زوی یروبعام پاچا او د اخیا د زوی بعشا پاچا د کورنیو په شان شي. ته د اسراییلیانو د ګناهکارۍ سبب ګرځېدلی یې، نو ځکه دې زما قهر راپارولی دی. ۲۳ همدارنګه د ایزابل په اړه څښتن داسې وایي: د هغې بدن به په یزرعیل کې سپي وخوري. ۲۴ ستا د هغو خپلوانو بدنونه چې په ښار کې مړه کیږي، هغه به سپي وخوري او په صحرا کې چې مړه کیږي، هغه به مرغان وخوري.»
۲۵ هېچا د څښتن د حکم څخه په سرغړونه کې د اخاب په اندازه داسې ټینګه اراده نه درلودله - او ایزابل هغه هڅاوه. ۲۶ تر ټولو بده خبره دا وه چې هغه د بتانو عبادت کاوه، لکه څنګه چې مخکې به اموریانو کاوه. څښتن هغوی له هغه هېواد څخه شړلي وو او دا هېواد یې اسراییلو ته ورکړی ؤ.
۲۷ کله چې اخاب دا خبرې واورېدلې، هغه خپل کالي وشکول او شپه او ورځ به یې د ویر کالي اغوستي وو. هغه خفه ؤ او روژه یې نیوله.
۲۸ څه موده وروسته، څښتن الیاس نبي ته وویل: ۲۹ «ته وینې چې اخاب ماته خپل ځان څومره عاجز کړی دی؟ ترڅو پورې چې هغه ژوندی وي زه به په هغه باندې بلا نه راولم. خو زه به د هغه د زوی د ژوند په دوران کې د اخاب کورنۍ په بلا اخته کړم.»