بل څپرکۍ

د پاچاهانو لومړی کتاب

دوه ویشتم فصل

اخاب ته د میکایا نبي خبرداری

(دوهم تواریخ ۱۸: ۲ - ۲۷)

۱ تر درې کالو پورې د اسراییلو او سوریې ترمنځ سوله وه. ۲ په درېم کال د یهودا پاچا یهوشافاط د اسراییلو د پاچا اخاب د لیدلو دپاره ورغی. ۳ اخاب د خپلو درباریانو څخه پوښتنه وکړه: «مونږ د دې هڅه ولې نه ده کړې چې د جلعاد راموت ښار بېرته له سوریې څخه ونیسو؟ هغه زمونږ دی.» ۴ بیا هغه د یهوشافاط څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته به زما سره راموت ته لاړ شې چې په سوریایانو باندې حمله وکړو؟» یهوشافاط ځواب ورکړ: «یوازې دا راته ووایه چې څه وکړم، زما لښکرې او اسونه ستا په خدمت کې دي. ۵ خو پرېږده چې لومړی د څښتن څخه پوښتنه وکړو.»

۶ اخاب نبیان راوغوښتل چې شاوخوا څلور سوه تنه وو او د هغو څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا زه په راموت باندې حمله وکړم که نه؟» نبیانو ځواب ورکړ: «هو، څښتن به ستاسو سره مرسته وکړي چې هغوی ته ماتې ورکړئ.» ۷ خو یهوشافاط پوښتنه وکړه: «ایا دلته کوم بل نبي نشته چې د هغه په وسیله مونږ د څښتن سره مشوره وکړو؟» ۸ اخاب ځواب ورکړ: «دلته یو بل نبي هم شته، یعنې د یمله زوی میکایا. خو زه د هغه څخه کرکه لرم، ځکه چې هغه هېڅکله زما په هکله ښه پېشګویي نه کوي او تل بده پېشګویي کوي.» یهوشافاط ځواب ورکړ: «داسې مه وایه.» ۹ بیا د اسراییلو پاچا یو درباري راوغوښت او ورته ویې ویل: «لاړ شه او زر میکایا زما حضور ته راوله!» ۱۰ اخاب او یهوشافاط دواړو خپل شاهانه کالي اغوستي وو او د سامرې د دروازې تر څنګ په درمند ځای کې په خپلو تختونو باندې ناست وو. ټولو نبیانو د هغوی په حضور کې پېشګویانې کولې. ۱۱ د کنعنه زوی صدقیا چې د نبیانو د ډلې څخه ؤ، د خپل ځان دپاره د اوسپنې څخه ښکرونه جوړ کړي وو، ویې ویل: «ای اخابه، څښتن وایي چې ته به د دې ښکرونو په وسیله په سوریایانو باندې حمله وکړې او هغوی به له منځه یوسې.» ۱۲ ټولو نبیانو دا ومنله چې اخاب دې په راموت کې په سوریایانو باندې حمله وکړي او دا یې هم وویل چې څښتن به د هغه سره مرسته کوي چې هغوی ته ماتې ورکړي.

۱۳ په همدې وخت کې هغه استازی چې د میکایا پسې تللی ؤ، هغه ته یې وویل: «ای میکایا، ټولو نبیانو د اخاب دپاره د بریالیتوب پېشګویي وکړه، اوس لاړ شه او د هغو خبره تایید کړه.» ۱۴ خو میکایا ځواب ورکړ: «زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم هرڅه چې څښتن ماته وایي زه به هماغه پاچا ته ووایم.» ۱۵ بیا میکایا اخاب ته ورغی او اخاب ورڅخه پوښتنه وکړه: «ای میکایا، ایا زه راموت ته د جګړې دپاره لاړ شم یا نه؟» میکایا ځواب ورکړ: «حمله ورباندې وکړئ، تاسو به بریالي شئ. څښتن به هغوی تاسو ته تسلیم کړي.» ۱۶ خو پاچا میکایا ته وویل: «څو ځلې باید زه تاته قسم درکړم چې یوازې هغه څه راته ووایه چې څښتن ویلي دي؟» ۱۷ میکایا ځواب ورکړ: «ما ولیدل چې اسراییلي عسکر د هغو پسونو په شان دي چې په غونډیو کې اخوا دې خوا ګرځي او شپون نه لري. څښتن وویل: دغه لښکر مشر نه لري. نو پرېږده چې هغوی په خیر سره خپلو کورونو ته لاړ شي.» ۱۸ اخاب، یهوشافاط ته وویل: «ما تاته ونه ویل چې هغه به زما په هکله هېڅکله ښه پېشګویي ونه کړي، هغه یوازې بده پېشګویي کوي؟» ۱۹ میکایا په ځواب کې وویل: «واوره چې څښتن نور څه وویل! څښتن مې په اسمان کې ولیده چې په خپل تخت باندې ناست ؤ او ټولې فرښتې د هغه ښي او چپ اړخ ته ولاړې وې. ۲۰ څښتن پوښتنه وکړه: ‹څوک کولای شي چې اخاب وغولوي چې هغه راموت ته لاړ شي او هلته ووژل شي؟› یو څو فرښتو یوه خبره او نورو بله خبره کوله ۲۱ نو په پای کې یوه ارواح رامخکې شوه، د څښتن په مخکې ودرېدله او هغه ته یې وویل: ‹زه کولای شم چې اخاب وغولوم.› ۲۲ څښتن ورڅخه پوښتنه وکړه: ‹څنګه؟› ارواح ځواب ورکړ: ‹زه به د اخاب په ټولو نبیانو باندې دروغ ووایم.› څښتن ځواب ورکړ: ‹ښه ده. اوس لاړه شه او هغه وغولوه. ته به بریالۍ شې.› ۲۳ ای اخابه! کټ مټ هماغسې وشول. څښتن ستا ټول نبیان دې ته مجبور کړل چې تاته دروغ ووایي، ځکه د څښتن اراده دا ده چې ستا په سر باندې بلا راشي.»

۲۴ بیا صدقیا میکایا ته نژدې شو، په څپېړه یې وواهه او پوښتنه یې ترې وکړه: «کله د څښتن روح زما څخه تللی دی او ستا سره یې خبرې کړې دي؟» ۲۵ میکایا ځواب ورکړ: «په هغه ورځ به په دې باندې پوه شې چې د یو کور په شاتنۍ کوټه کې پټ شې.»

۲۶ اخاب امر وکړ: «میکایا ونیسئ! هغه د سامرې والي آمون او شاهزاده یوآش ته ورولئ. ۲۷ هغوی ته ووایئ چې میکایا په زندان کې واچوئ او ترڅو پورې چې زه بېرته په خیر سره راستنېږم هغه ته یوازې ډوډۍ او اوبه ورکوئ.» ۲۸ میکایا وویل: «که چېرې ته په خیر سره بېرته راستون شوې، نو څښتن به زما په وسیله خبرې نه وي کړې.» بیا یې ټولو خلکو ته وویل: «ما چې څه وویل هغه هېر نه کړئ.»

د اخاب مړینه

(دوهم تواریخ ۱۸: ۲۸ - ۳۴)

۲۹ نو د اسراییلو پاچا اخاب او د یهودا پاچا یهوشافاط د خپلو لښکرو سره د جلعاد راموت ته روان شول. ۳۰ مخکې له دې چې هغوی جنګ ته لاړ شي، اخاب وویل: «ای یهوشافاطه! زه به خپله څېره بدله کړم، خو ته خپله شاهانه چپنه واغونده.» نو اخاب خپله څېره بدله کړه او جګړې ته لاړ.

۳۱ د سوریې پاچا د خپلو جنګي ګاډیو دوه دېرشو قوماندانانو ته امر وکړ: «پرته د اسراییلو له پاچا څخه د بل چا سره جګړه ونه کړئ.» ۳۲ نو کله چې هغوی یهوشافاط په خپله شاهانه چپنه کې ولیده، هغوی فکر وکړ چې هغه اخاب دی، نو هغوی په هغه باندې د حملې دپاره راوګرځېدل. خو کله چې یهوشافاط چیغې ووهلې، ۳۳ هغوی پوه شول چې هغه اخاب نه دی، نو د هغه د تعقیبولو څخه یې لاس واخیست.

۳۴ خو د جګړې په وخت کې یو سوریایي عسکر په سهوې سره یو غشی ګوزار کړ او هغه د اخاب د زغرو د کالیو په درز باندې ولګېده. اخاب د خپلې جنګي ګاډۍ چلوونکي ته وویل: «راوګرځه او ما د جګړې د میدان څخه وباسه، ځکه چې زه ټپي شوی یم.» ۳۵ جګړه ټوله ورځ سختېدله، اخاب په خپلې جنګي ګاډۍ کې تکیه وهلې وه او د هغه ځای څخه یې د سوریایانو لښکرې لیدلې. د هغه څخه وینه د ګاډۍ په ښکتنۍ برخه باندې توی شوه او د ماښام په وخت هغه ساه ورکړه. ۳۶ د لمر پرېواته په وخت کې د اسراییلو په لښکرو کې کوم یو نورو ته چیغې ووهلې: «په شا شئ! هر یو بېرته خپل ښار او وطن ته لاړ شئ!»

۳۷ په دې توګه اخاب پاچا مړ شو. د هغه مړی سامریې ته یووړل شو او هلته ښخ شو. ۳۸ هغوی د هغه جنګي ګاډۍ په سامره کې د یو ډنډ تر څنګ ووینځله، یعنې هغه ځای چې فاحشو به په کې خپل ځانونه وینځل. سپیانو د هغه وینه وڅټله. لکه څنګه چې څښتن ویلي وو، هماغسې وشول.

۳۹ نور هغه ټول کارونه چې اخاب د خپلې پاچاهۍ په وخت کې کړي وو، چې په هغو کې هغه ماڼۍ چې د فیلانو په غاښونو باندې یې ښکلې کړې وه او د ښارونو جوړول شامل دي، دا ټول د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۴۰ اخاب مړ شو او د هغه زوی اخزیا د هغه په ځای پاچا شو.

د یهودا پاچا یهوشافاط

(دوهم تواریخ ۲۰: ۳۱ - ۲۱: ۱)

۴۱ د اسراییلو د پاچا اخاب د پاچاهۍ په څلورم کال د آسا زوی یهوشافاط د یهودا پاچا شو. ۴۲ یهوشافاط د پنځه دېرشو کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او هغه په اورشلیم کې پنځه ویشت کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم عزوبه وه چې د شلحي لور وه. ۴۳ هغه د خپل پلار آسا په شان هماغه کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې سم وو، خو سیمه ییز عبادتځایونه وران نه شول او خلکو هلته نذرانې وړاندې کولې او خوشبویي یې سوځوله. ۴۴ یهوشافاط د اسراییلو د پاچا سره هم سوله وکړه.

۴۵ د یهوشافاط د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې او د هغه زړورتوب او جګړې د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۴۶ هغه ټول پاتې لواطت کاران او فاحشې چې د ده د پلار په پاچاهۍ کې په بتخانو کې یې خدمت کاوه، له منځه یووړل.

۴۷ په هغه وخت کې د ادوم په هېواد کې پاچا نه ؤ، نو د یوې ټیټې رتبې درباري به په هغه هېواد باندې حکومت کاوه. ۴۸ یهوشافاط بحري کشتۍ ګانې جوړې کړې چې د سرو زرو د واردولو دپاره اوفیر ته لاړې شي. خو هغه په عصیون جابر کې ماتې شوې او هېڅکله لاړې نه شوې. ۴۹ د اخاب زوی اخزیا یهوشافاط ته داسې وړاندیز وکړ: «پرېږده چې زما د کشتۍ چلوونکي ستا د کشتۍ چلوونکو سره لاړ شي.» خو یهوشافاط د هغه وړاندیز ونه منلو. ۵۰ یهوشافاط مړ شو او د خپل نیکه داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د یهوشافاط زوی یهورام د هغه په ځای پاچا شو.

د اسراییلو پاچا اخزیا

۵۱ د یهودا د پاچا یهوشافاط د پاچاهۍ په اوولسم کال، د اخاب زوی اخزیا د اسراییلو پاچا شو او هغه دوه کاله په سامره کې پاچاهي وکړه. ۵۲ اخزیا د خپل پلار اخاب، د خپلې مور ایزابل او همدارنګه د یروبعام پاچا په شان څوک چې د اسراییلو د خلکو د ګناهکارۍ سبب شو، هغه هم د څښتن په وړاندې ګناه وکړه. ۵۳ اخزیا د بعل خدمت او عبادت کاوه. لکه څنګه چې د هغه پلار کړي وو، د اسراییلو څښتن خدای یې ډېر په قهر کړ.

بل څپرکۍ