۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سموئيل اول کِتاب

دېرشم باب

د عماليقيانو خِلاف جنګ

۱ نو درې ورځې پس داؤد او د هغۀ سړى صِقلاج ته راورسېدل او پته ورته ولګېده چې عماليقيانو د يهوداه جنوبى علاقه نيولې ده او په صِقلاج يې حمله کړې ده. هغوئ ښار سوزولے وو ۲ او ټولې زنانه او ټول ماشومان نيولى وُو، هغوئ څوک وژلى نۀ وُو، خو چې کله تلل نو ټول يې د ځان سره بوتلل. ۳ کله چې داؤد او د هغۀ سړى راورسېدل، نو هغوئ ته پته ولګېده چې ښار سوزولے شوے وو او د هغوئ ښځې، زامن او لوڼه بوتلے شوى وُو. ۴ داؤد او د هغۀ سړو ژړا شروع کړه او تر هغې پورې يې نۀ بس کوله چې د هغوئ د ژړا زور ختم شو. ۵ د داؤد دوه ښځې، اخينوعم او ابى‌جيل هم بوتلے شوې وې. ۶ داؤد اوس په سخته خطره کښې وو، ځکه چې د هغۀ ټول سړى د خپلو بچو په وجه سخت غصه وُو او هغوئ هغه سنګسارول غوښتل، خو مالِک خُدائ د داؤد خُدائ پاک د هغۀ ايمان مضبوط کړو. ۷ داؤد د اخيمُلک زوئ ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”پېش بند ما له راوړه.“ نو ابياتار ورله پېش بند وروړو. ۸ داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ د هغوئ په فوجيانو پسې لاړ شم څۀ؟ زۀ به هغوئ ته ورورسېږم؟“ نو هغۀ جواب ورکړو، ”ورپسې لاړ شه، تۀ به ورورسېږې او قېديان به ترې نه خلاص کړې.“ ۹ نو داؤد او د هغۀ شپږ سوه سړى روان شول او چې هغوئ د بسور ولې ته ورسېدل، نو څۀ هلته پاتې شول. ۱۰ داؤد د څلورو سوو سړو سره په خپله مخه روان وو، هغه نور دوه سوه سړى ډېر زيات ستړى وُو چې د ولې نه نۀ شُو اوړېدلے نو هغوئ وروستو پاتې شول. ۱۱ د داؤد سړو په هغه مُلک کښې يو مِصرے زلمے وليدو او داؤد له يې راوستو. هغوئ ورله څۀ خوراک او اوبۀ ورکړې، ۱۲ څۀ اوچ اينځر او دوه موټى کشمش يې هم ورله ورکړل. کله چې هغۀ خوراک وکړو، نو هغه بيا تکړه شو، د هغۀ سره پوره درې ورځې د خوراک څښاک هيڅ هم نۀ وُو. ۱۳ داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ستا نېک څوک دے او تۀ د کوم ځائ يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ د مِصر يم او د يو عماليقى غلام يم. زما نېک زۀ درې ورځې مخکښې د ځان نه شاته پرېښے يم ځکه چې زۀ بيمار وم. ۱۴ مونږ د يهوداه په جنوبى حِصه کښې د چريتيانو علاقه او د کالب د قبيلې په علاقه باندې حمله کړې وه او صِقلاج مو سوزولے وو.“ ۱۵ داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ به ما د هغه لښکر پورې بوځې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”کۀ تۀ ما سره د خُدائ پاک په نوم وعده وکړې چې تۀ به ما نۀ وژنې او نۀ به مې خپل نېک ته حواله کوې نو زۀ به تا بوځم.“ ۱۶ نو داؤد يې ورله بوتلو. هغه فوجيان په هر ځائ کښې خوارۀ وارۀ وُو، خوراک څښاک يې کولو او د بې‌شمېره مالِ غنيمت خوشحالى يې کوله، چې هغوئ د فلستيانو او يهوداه په مُلک کښې نيولے وو. ۱۷ په ورپسې ورځ سحر وختى داؤد په هغوئ حمله وکړه او تر ماښامه پورې يې ورسره جنګ وکړو. د څلورو سوو زلمو نه بغېر چې هغوئ په اوښانو سوارۀ او لرې وُو، بل يو کس هم ونۀ تښتېدو. ۱۸ داؤد سره د خپلو دوو ښځو هغه هر يو کس او هر يو څيز بچ کړو چې عماليقيانو وړى وُو، ۱۹ يو څيز هم ورک نۀ شو کۀ هغه وړوکے وو يا غټ. داؤد ته د خپلو ټولو سړو زامن او لوڼه واپس مِلاو شول او هغه ټول مالِ غنيمت هم، کوم چې عماليقيانو وړے وو. ۲۰ هغۀ ټولې ګډې او څاروى واپس واخستل، د هغۀ سړو ټول څاروى د هغوئ په مخکښې روان کړل او هغوئ او وئيل چې، ”دا د داؤد مالِ غنيمت دے.“ ۲۱ نو داؤد هغه دوو سوو سړو له واپس لاړو چې هغوئ ډېر کمزورى شوى وُو او د تلو نۀ وُو او د بسور ولې سره وروستو پاتې وُو. هغوئ د داؤد او د هغۀ سړو سره مِلاوېدو دپاره وړاندې راغلل، داؤد هغوئ له ورَغلو او هغوئ ته يې تود هرکلے ووئيلو. ۲۲ خو څۀ خرابو او بې‌کاره سړو ووئيل کوم چې د داؤد سره تلى وُو، ”هغوئ مونږ سره لا نۀ ړل، نو مونږ به هغوئ له د مالِ غنيمت نه څۀ نۀ ورکوو. هغوئ دې خپلې ښځې او بچى ځان سره کړى او په خپله مخه دې ځى.“ ۲۳ خو داؤد ورته وفرمائيل، ”زما وروڼو، مالِک خُدائ چې مونږ له څۀ راکړى دى نو په هغې کښې شومتوب مۀ کوئ، هغۀ زمونږ حِفاظت وکړو او په لښکر باندې يې فتح راکړه. ۲۴ چې تاسو څۀ وايئ نو هغې ته هيڅ څوک هم نۀ راضى کيږى. هر څۀ به داسې تقسيميږى، هر څوک چې وروستو د سامان سره پاتې وى نو هغۀ ته به هم دومره حِصه ملاويږى چې څومره هغه کسان اخلى چې جنګ له تلى وى.“ ۲۵ داؤد دا قانون جوړ کړو او دا تر نن ورځې پورې په بنى اِسرائيلو کښې منلے شى. ۲۶ کله چې داؤد صِقلاج ته راواپس شو، نو هغۀ خپلو ملګرو له په مالِ غنيمت کښې د دې پېغام سره برخه ولېږله چې هغوئ د يهوداه مشران وُو، ”دا ستاسو دپاره په هغه مالِ غنيمت کښې تُحفه ده چې مونږ د مالِک خُدائ د دشمنانو نه اخستے دے.“ ۲۷ هغۀ دا تُحفه د بيت‌ايل خلقو، د يهوداه په جنوبى حِصه کښې د راما خلقو له او د يتير په ښارونو کښې خلقو له ولېږله، ۲۸ ورسره د عروعير، سِفموت، استموع، ۲۹ رَکل، د يرحمئيل او د قينى ښارونو له، ۳۰ او د حُرمه، د بورعسان، او د عتاک د ښارونو خلقو له، ۳۱ او د حبرون. هغۀ دا هغه ټولو ځايونو ته ولېږله چرته چې دے او د هغۀ سړى ګرځېدلى وُو.