۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

د سموئيل اول کِتاب

يو دېرشم باب

د ساؤل او د هغۀ د زامنو مرګ

۱ فلستيانو د جِلبوعه په غرۀ د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ وکړو. د بنى اِسرائيلو فوجيان د فلستيانو نه وتښتېدل او د بنى اِسرائيلو ډېر کسان مړۀ شول. ۲ خو فلستيان ساؤل ته نزدې ورورسېدل او د ساؤل درې زامن يې ووژل، يونتن، ابينداب او مُلکى‌شوَع. ۳ د ساؤل نه ګېرچاپېره جنګ ډېر سخت وو او هغه په خپله د دشمن په غشو باندې لګېدلے وو او سخت زخمى وو. ۴ هغۀ وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه، چې دا ناسنته فلستيان ما په تُوره ونۀ وهى او په عذاب مې نۀ کړى.“ خو هغه زلمے د داسې کولو په وجه سخت يرېدو. نو ساؤل خپله تُوره واخستله او خپل ځان يې پرې وروغورزولو. ۵ هغه زلمى ته پته ولګېده چې ساؤل مړ شو، نو هغۀ خپل ځان په خپله تُوره وروغورزولو او د ساؤل په څنګ کښې مړ شو. ۶ نو داسې ساؤل، د هغۀ درې زامن او هغه زلمے مړ شو، په هغه ورځ باندې د ساؤل ټول سړى مړۀ شول. ۷ کله چې د يزرعيل او د اُردن د سيند نمرخاتۀ بل طرف ته بنى اِسرائيليان خبر شول چې د بنى اِسرائيلو لښکر تښتېدلے دے او ساؤل او د هغۀ زامن وژلے شوى دى، نو هغوئ خپل ښارونه پرېښودل او وتښتېدل. نو فلستيان راغلل او دا ښارونه يې ونيول. ۸ په ورپسې ورځ باندې فلستيان د لاشونو لوټ کولو دپاره لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د درېو زامنو لاشونه وليدل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو. ۹ هغوئ د ساؤل سر پرې کړو او زغره يې ترې نه لرې کړه او ټول فلستيان ته يې پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو بُت‌خانو او د هغوئ خلقو ته دا زېرے ورسوى. ۱۰ بيا هغوئ د هغۀ وسلې د عستارات په بُت‌خانه واچولې او هغوئ د هغۀ لاش د بيت‌شان ښار په دېوال پورې په مېخونو ټک وهلو. ۱۱ کله چې په جِلعاد کښې د يبيس خلق خبر شول چې فلستيانو د ساؤل سره څۀ کړى دى، ۱۲ نو ښۀ بهادر سړى ووتل او ټوله شپه يې بيت‌شان ته مزل وکړو. هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه د ښار دېوال نه راکوز کړل او واپس يې يبيس ته يوړل او هلته يې وسوزول. ۱۳ بيا هغوئ هډُوکى يوړل او په ښار کښې يې د غز د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې هغوئ روژه ونيوله.

بل څپرکۍ