د اول سموییل کتاب

څلورم فصل

۱سموییل به د اسراییلو ټول قوم ته د خدای خبرې رسولې.

فلسطینیان د لوظ صندوق په زوره نیسي

اسراییلیان د فلسطینیانو سره د جنګ دپاره روان شول، اسراییلیانو په ابن عزر او فلسطینیانو په افیق کې خپلې خېمې ودرولې. ۲فلسطینیانو خپل ځواکونه د اسراییلو سره د مقابلې دپاره ځای په ځای کړل. څنګه چې جګړه شروع شوه، نو اسراییلیانو د فلسطینیانو له خوا ماتې وخوړه، د جنګ په ډګر کې نژدې څلور زره اسراییلیان ووژل شول. ۳کله چې ژوندي پاتې شوي کس بېرته کمپ ته راستانه شول، نو د اسراییلو سپین ږیرو وویل: «ولې نن ورځ څښتن فلسطینیان پرېښودل چې مونږ ته ماتې راکړي؟ راځئ چې د شیلوه څخه د څښتن د لوظ صندوق راوړو، ترڅو هغه زمونږ سره لاړ شي او مونږ د دښمنانو څخه وژغوري.» ۴نو عسکرو شیلوه ته خپل استازي ولېږل چې د مطلق قادر څښتن د لوظ صندوق راوړي چې هغه د اسماني مخلوقاتو دپاسه په تخت باندې ناست دی. او د عیلي دوه زامن حفني او فینحاس د لوظ د صندوق سره راغلل.

۵کله چې د لوظ صندوق راورسېده، نو اسراییلیانو په داسې لوړ اواز سره د خوشحالۍ چیغې ووهلې چې ځمکه ولړزېدله. ۶څنګه چې فلسطینیانو دا چیغې واورېدلې پوښتنه یې وکړه: «د عبرانیانو په کمپ کې دا چیغې د څه دپاره دي؟» کله چې فلسطینیان پوه شول چې د څښتن د لوظ صندوق د عبرانیانو کمپ ته راوړل شو، ۷هغوی ووېرېدل او ویې ویل: «یو د خدایانو څخه کمپ ته راغی. مونږ په کړاو کې اخته کېږو! د دې څخه مخکې هېڅکله داسې پېښه نه وه شوې. ۸افسوس زمونږ په حال! څوک به مونږ د دې قدرمندو خدایانو د لاسونو څخه خلاص کړي؟ دا هغه خدایان دي چې مصریان یې په دښته کې په ډول ډول بلا ګانو باندې ووهل. ۹ای فلسطینیانو زړور اوسئ! د مېړنو په شان وجنګېږئ هسې نه چې مونږ د عبرانیانو غلامان شو، لکه څنګه چې دوی زمونږ غلامان وو. نو د مېړنو په شان جنګ وکړئ!»

۱۰نو فلسطینیانو سخت جنګ وکړ. اسراییلو ماتې وخوړله او هر یو خپل کور ته وتښتېد. دا ډېره لویه وژنه وه یعنې دېرش زره اسراییلي عسکر ووژل شول. ۱۱د خدای د لوظ صندوق ونیول شو او د عیلي زامن حفني او فینحاس دواړه ووژل شول.

د عیلي مړینه

۱۲په هماغه ورځ د بنیامین د قبیلې یو سړی د جنګ د میدان څخه وتښتېد او شیلوه ته لاړ. د هغه کالي شلېدلي وو او په خپل سر باندې یې خاورې اچولې وې. ۱۳کله چې هغه راورسېد، عیلي په خپلې چوکۍ باندې د سرک په غاړه ناست ؤ. په ځیر یې کتل، ځکه چې د هغه زړه د خدای د لوظ صندوق دپاره لړزېده. کله چې هغه سړی ښار ته ورننوت او څه چې پېښ شوي وو بیان یې کړل، نو په ټول ښار کې چیغې شوې. ۱۴‏-۱۵عیلي اته نوي کلن ؤ او ړوند ؤ، خو د خلکو چیغې یې واورېدلې بیا یې پوښتنه وکړه: «دا شورماشور د څه دپاره دی؟» بنیامینی سړی زر عیلي ته ورغی. هغه ته یې وویل: ۱۶«زه همدا اوس د جنګ له میدان څخه راغلم او همدا نن له هغه ځای نه راتښتېدلی یم.»

عیلي پوښتنه وکړه: «ای زویه! څه پېښه شوې ده؟» ۱۷هغه سړي چې دا خبر یې راوړی ؤ ځواب ورکړ: «اسراییلیان د فلسطینیانو څخه تښتېدلي دي او لښکرو ته دروند زیان رسېدلی دی، ستا دواړه زامن حفني او فینحاس هم وژل شوي دي او د خدای د لوظ صندوق نیول شوی دی.» ۱۸کله چې هغه سړي د لوظ د صندوق یادونه وکړه، عیلي د خپلې چوکۍ څخه چې د ښار د دروازې په څنګ کې وه په شا وغورځېد. څرنګه چې هغه سپین ږیری او دروند سړی ؤ، ورمېږ یې مات شو او مړ شو. هغه څلوېښت کاله د اسراییلو مشر ؤ.

د فینحاس د کونډې مړینه

۱۹د عیلي انږور یعنې د فینحاس ښځه امیدواره وه او د هغې د اولاد د زېږېدلو وخت نژدې ؤ. کله چې هغې دا خبر واورېد چې د خدای د لوظ صندوق نیول شوی دی او د هغې خسر او مېړه مړه شوي دي، په هغې باندې د اولاد د زېږونې درد راغی او اولاد یې وزېږاوه. ۲۰څنګه چې هغه د مرګ په حال کې وه، هغو ښځو چې د هغې سره وې ویې ویل: «مه نا امیده کېږه، تا زوی وزېږاوه.» خو هغې ورباندې پروا ونه کړه او ځواب یې ورنه کړ. ۲۱هغې په هغه هلک باندې ایخابود نوم کېښود او دا یې څرګنده کړه: «د خدای جلال د اسراییلو څخه لاړ.» دا یې ځکه وویل چې د خدای د لوظ صندوق نیول شوی ؤ او د هغې خسر او مېړه مړه شوي وو. ۲۲هغې وویل: «د خدای جلال د اسراییلو څخه لاړ، ځکه چې د خدای د لوظ صندوق نیول شوی دی.»