د اول سموییل کتاب

پنځم فصل

د لوظ صندوق د فلسطین په ښارونو کې

۱ وروسته له دې چې فلسطینیانو د خدای د لوظ صندوق ونیوه، هغه یې د ابن عزر څخه د اشدود ښار ته یووړ. ۲ هغوی دا صندوق د خپل خدای یعنې د داجون بتخانې ته یووړ او د داجون په خوا کې یې کېښود. ۳ کله چې د اشدود خلک په راتلونکې ورځ د وخته پاڅېدل ویې لیدل چې د داجون بت د څښتن د لوظ صندوق په مخکې په ځمکې باندې پړمخې پروت ؤ! نو دوی داجون راواخیست او بېرته یې په خپل ځای کې کېښود. ۴ خو کله چې دوی په راتلونکي سهار پاڅېدل، داجون د څښتن د لوظ د صندوق په مخکې په ځمکې باندې بیا پړمخې لوېدلی ؤ! دا ځل د بت سر او لاسونه مات شوي وو او د دروازې په درشل کې پراته وو. یوازې د هغه بدن پاتې ؤ. ۵ په همدې خاطر د داجون کاهنان او عبادت کوونکي تر نن ورځې پورې په اشدود کې د داجون د بت خانې د دروازې په درشل باندې پښه نه ږدي.

۶ څښتن د اشدود خلکو ته درنه سزا ورکړه او هغوی یې سخت ووېرول. هغه د اشدود او د هغه د شاوخوا سیمو خلک د پړسوب په مرض اخته کړل. ۷ کله چې د اشدود خلکو دا پېښه ولیدله هغوی وویل: «د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق باید نور زمونږ سره پاتې نه شي، ځکه چې د هغوی خدای مونږ او زمونږ خدای داجون ته سزا ورکوي.» ۸ نو هغوی استازي ولېږل او د فلسطینیانو ټول پاچاهان یې یوځای راوغوښتل او د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق سره څه وکړو؟»

هغوی ځواب ورکړ: «هغه جت ته یوسئ» نو هغه یې د فلسطین بل ښار یعنې جت ته یووړ. ۹ خو وروسته له دې چې صندوق هلته ورسېده، څښتن هغه ښار ته هم سزا ورکړه او په هغوی باندې یې سخته وېره او وارخطایي راوستله. څښتن د هغه ښار ټول خلک د ځوانانو څخه نیولې تر زړو پورې د پړسوب په مرض اخته کړل. ۱۰ نو دوی د خدای د لوظ صندوق د فلسطین یو بل ښار عقرون ته ولېږه، خو کله چې صندوق هلته ورسېده خلکو چیغې ووهلې: «هغوی د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق د دې دپاره دلته راوړی دی چې مونږ ټول ووژني.» ۱۱ نو دوی د فلسطینیانو ټول پاچاهان بیا یوځای سره راوغوښتل او ویې ویل: «د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق ولېږئ، پرېږدئ چې هغه بېرته خپل ځای ته واستول شي، که نه، نو مونږ او زمونږ قوم به ووژني.» په ټول ښار کې وېره او وارخطایي وه، ځکه چې خدای هغوی ته ډېره درنه سزا ورکوله. ۱۲ هغه خلک چې مړه نه شول د پړسوب په مرض باندې اخته شول. خلکو د مرستې دپاره خپلو خدایانو ته چیغې ووهلې.