د تِسالونيکيانو په نوم د پولوس رسول اول خط

دوېم باب

په تِسالونيکيه کښې د پولوس رسول خِدمت

۱اے وروڼو او خوېندو، تاسو ته په خپله پته ده چې تاسو ته زمونږ راتلل بې‌فائدې نۀ وُو. ۲خو اګر کۀ چې مونږ په فيليپى کښې ډېر وکړېدو او بې‌عزته کړے شُو څنګه چې تاسو ته پته ده خو بيا هم مونږ په خُدائ پاک کښې دا زړۀ ورتيا وموندله چې تاسو ته مو د ډېرو مخالفتونو باوجود د خُدائ پاک زيرے درورسولو. ۳ځکه دا دعوت چې مونږ ورکوو دا د غلط يا ناپاک نيت نه نۀ دے او نۀ مونږ ستاسو د دوکه کولو کوشش کوُو، ۴بلکې څنګه چې خُدائ پاک مونږ د دې لائق وګڼلو او زيرے يې راته وسپارلو، هم دغه شان يې مونږ بيانوو، اګر چې دا مونږ د بنى آدمو د خوشحالولو دپاره نه بلکې د خُدائ پاک د خوشحالولو دپاره بيانوو، څوک چې زمونږ زړونه آزمائى. ۵ځکه چې تاسو ته پته ده او خُدائ پاک هم زمونږ ګواه دے چې نۀ خو مونږ په خپلو خبرو کښې خوشامندى کړې ده او نۀ مو څۀ لالچ کړے دے. ۶او نۀ مونږ د خلقو نه د عزت طمع کوُو، نۀ ستاسو نه، او نۀ د بل چا نه. ۷اګر چې د مسيح د رسولانو په توګه مونږ په تاسو بوج اچولے شو، خو مونږ ستاسو په مينځ کښې داسې نرمى وکړه لکه څنګه چې يوه مور د غېږې بچى له پئ ورکوى. ۸مونږ تاسو سره دومره مينه وکړه چې نۀ يواځې د خُدائ پاک زيرے مو تاسو سره شريک کړو بلکې خپل ځانونه مو هم ستاسو دپاره قربان کړل، ځکه چې تاسو په مونږ ډېر ګران وئ. ۹اے وروڼو او خوېندو، تاسو ته به زمونږ خوارى او تکليفونه ياد وى چې مونږ شپه او ورځ محنت وکړو او په تاسو مو بوج وانۀ چولو چې مونږ تاسو ته د خُدائ پاک زيرے اورولو. ۱۰تاسو ګواه يئ او خُدائ پاک هم ګواه دے چې تاسو ايماندارانو سره زمونږ سلوک څنګه د پاکوالى، د صداقت او د بې‌عېبۍ وو. ۱۱څنګه چې تاسو ته پته ده چې مونږ تاسو هر يو سره داسې سلوک وکړو څنګه چې يو پلار د خپلو بچو سره کوى، ۱۲تاسو ته به مو صلاح او ډاډګيرنه درکوله او درباندې به مو زور اچولو چې داسې ژوند تېر کړئ چې د خُدائ پاک خوښ وى، چا چې تاسو خپلې بادشاهۍ او لويئ ته رابللى يئ. ۱۳او د دې دپاره مونږ هم هر وخت د خُدائ پاک شُکر کوُو چې کله تاسو ته د خُدائ پاک کلام درورسېدو کوم چې تاسو زمونږ نه اورېدلے دے، نو تاسو دا قبول کړو د بنى آدم د کلام په طور نه بلکې د حقيقت په طور مو قبول کړو چې دا د خُدائ پاک کلام دے، او چې دا تاسو ايماندارانو کښې کار هم کوى. ۱۴اے وروڼو او خوېندو، تاسو د خُدائ پاک د هغه جماعتونو په نقش قدم شوئ کوم چې په يهوديه کښې په عيسىٰ مسيح کښې دى. ځکه چې تاسو هم د خپل قام د خلقو نه هغه تکليفونه وزغمل کوم چې هغوئ ته د يهوديانو نه رسېدلى وُو، ۱۵چا چې مالِک عيسىٰ او نبيان دواړه ووژل او مونږ يې هم وشړلو. هغوئ خُدائ پاک خفه کوى او د هر چا مخالفت کوى. ۱۶ځکه چې هغوئ مونږ غېر‌يهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.

د پولوس رسول د تِسالونيکيانو سره د بيا ملاقات خواهش

۱۷اے زما وروڼو او خوېندو، کله چې مونږ د لږې مودې دپاره ستاسو نه په جسمانى توګه جدا شُو نه چې د زړۀ نه، نو مونږ نور هم ډېر په شوق سره ستاسو د بيا ليدلو کوشش کوُو. ۱۸ځکه چې مونږ ټولو دا غوښتل چې ستاسو خوا له در شُو خو ما پولوس بار بار د راتلو کوشش وکړو خو شېطان زمونږ لار ونيوله. ۱۹د مالِک عيسىٰ مسيح په حضور کښې کله چې هغه بيا راشى زمونږ اُميد او خوشحالۍ او د فخر تاج څۀ دے؟ ولې هغه تاسو نۀ يئ څۀ؟ ۲۰آو، هم تاسو زمونږ جلال او خوشحالى يئ.