۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ تيموتيوس په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

دريم باب

دَ رهبرانو قابليت

۱دا خبره رښتيا ده چه څوک چه دَ جماعت دَ مشر جوړيدلو خواهش لرى نو هغه ښۀ کار غواړى. ۲نو ځکه دِ زمُونږ دَ جماعت مشر دَ اِلزام نه پاک، دَ يوے ښځے خاوند، بيدار، شريف، سم ميلمه دوست اَؤ دَ تعليم ورکولو لائق وى، ۳نۀ نشئ، نۀ جګړه مار، بلکه نرم مِزاج دِ وى اَؤ نۀ تکرارى اَؤ نۀ دولت طلبه، ۴چه دَ خپل کور په ښۀ شان بندوبست کوى اَؤ خپل بچى په ښے سنجيدګئ سره تابعدار ساتى. ۵که چرے يو سړے دَ خپل کور په بندوبست کولو نۀ پوهيږى نو دَ خُدائے دَ جماعت به څۀ ساتنه وکړى؟ ۶هغه دِ هيڅ کله هم نوے ايماندار نۀ وى، چه ونۀ پړسيږى، هسے نۀ چه دَ ابليس په شان سزا ومُومى. ۷اَؤ په کار دى چه دَ جماعت نه په بهر خلقو کښے دِ هم نيکنام وى، هسے نۀ چه په ملامتيا اَؤ دَ اِبليس په جال کښے پريوزى

دَ جماعت دَ خادمانو قابليت

۸هم دغه شان خادِمان دِ هم ادب ناک وى. دوه ژبى اَؤ شرابيان اَؤ دَ نا جائزے ګټے لالچيان دِ نۀ وى. ۹اَؤ دَ ايمان راز دِ په پاک زړۀ کښے قائم ساتى. ۱۰اَؤ دوئ دِ هم اول و آزمائيلے شى، دَ هغے نه پس که چرے بے اِلزامه ثابت شو نو دَ خدمت کار دِ وکړى. ۱۱دغه شان دَ هغوئ ښځے دِ هم ادب ناکے وى، غيبت کووُنکے دِ نۀ وى بلکه بيدارے اَؤ په ټولو خبرو کښے دِ ايماندارے وى. ۱۲يو خادم دِ تش دَ خپلے يوے ښځے خاوند وى، اَؤ دَ خپلو بچو اَؤ دَ خپل کور دِ په ښۀ شان بندوبست کوى. ۱۳ځکه چه څوک چه دَ خدمت کار په ښۀ شان کوى، هغه دَ خپل ځان دَ پاره ښه مرتبه اَؤ په هغه ايمان کښے چه په مسيح عيسىٰ باندے دے، ډيره زړه ورتيا لرى.

زمُونږ دَ مذهب راز

۱۴سره دَ دے چه زَۀ تا ته زر دَ درتلو اُميد لرم خو بيا هم دا خبرے ځکه درته ليکم، ۱۵چه که زما په درتلو کښے ډيل وشى نو چه تا ته معلُومه شى چه دَ خُدائے په کور کښے، يعنے دَ ژوندى خُدائے په جماعت کښے کُوم چه دَ حق ستن اَؤ بنياد دے، څنګه سلُوک کول په کار دى. ۱۶په دے کښے هيڅ شک نِشته چه دَ ديندارئ راز لوئے دے، يعنے : 

هغه چه دَ اِنسان په شکل کښے ظاهر شو،

اَؤ دَ رُوح په وسيله رښتُونے پاتے شو

اَؤ فرښتو هغه وليدو،

اَؤ په قومونو کښے دَ هغۀ پيغام خور شو،

اَؤ په دُنيا کښے خلقو په هغۀ ايمان راؤړو،

اَؤ په جلال کښے پاس اُوچت کړے شو.