۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ تيموتيوس په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

څلورم باب

دَ دروغو تعليم په حق کښے تعليم

۱رُوحُ القُدس صفا وائى چه په آخرو زمانُو کښے به ځنى خلق دَ بے لارے کوُونکو رُوحونو اَؤ شيطانى تعليم ته پام وکړى اَؤ دَ ايمان نه به وګرزى. ۲دا به دَ هغه دروغژنو خلقو دَ رياکارئ په سبب وى، دَ چا زړۀ چه لکه په ګرمه اوسپنه داغلے شوے دے. ۳هغوئ به خلق دَ وادۀ کولو نه منع کوى، اَؤ هغوئ ته به دَ خاصو خوراکُونو نه دَ پرهيز کولو حُکم ورکوى چه خُدائے دَ دے دَ پاره پيدا کړى دى چه ايمان راوړوُنکى اَؤ حق پيژندُونکى دِ په شکر ګذارئ سره وخورى. ۴ځکه چه دَ خُدائے هر پيدا کړے څيز ښۀ دے اَؤ هيڅ څيز دَ اِنکار لائق نۀ دے، خو په دے شرط چه دَ شکر ګذارئ سره وخوړے شى. ۵دَ دے دَ پاره چه هغه دَ خُدائے په کلام اَؤ په دُعا پاک شى.

دَ مسيح عيسىٰ ښۀ خادم

۶که چرے تۀ ورُوڼو ته دا خبرے وريادوے نو دَ مسيح عيسىٰ ښۀ خادم به جوړ شے اَؤ دَ ايمان اَؤ دَ هغه ښۀ تعليم دَ خبرو په وسيله دَ کُومو چه تۀ پيروى کوے لګيا يئے پرورش به ومُومے. ۷خو دَ بے دينئ اَؤ دَ زړو ښځو په شان دَ قِصو نه ځان ساته اَؤ دَ ديندارئ دَ پاره تربيت کوه. ۸ځکه چه دَ جسمانى تربيت فائده کمه ده خو ديندارى دَ ټولو خبرو دَ پاره فائده منه ده، ځکه چه په دے کښے دَ اوسنى اَؤ دَ راتلُونکى ژوندُون وعده شته. ۹دا خبره رښتيا ده اَؤ په هر شان دَ قبلولو لائقه ده. ۱۰مُونږ محنت اَؤ خوارى ځکه کوُو چه زمُونږ اُميد په هغه ژوندى خُدائے دے چه دَ ټولو خلقو اَؤ خاص دَ ايمان راؤړُونکو خلاصوُونکے دے.

۱۱دَ دے خبرو حُکم کوه اَؤ تعليم ورکوه. ۱۲هيڅوک دِ ستا ځوانئ ته سپک ونۀ ګورى، بلکه تۀ دَ ايمان راوړُونکو دَ پاره په خبرو کولو، چال چلن، مينه، ايمان اَؤ پاکئ کښے نمُونه جوړ شه. ۱۳تر څو چه زَۀ نۀ يم راغلے، دَ کلام په لوستلو اَؤ نصيحت کولو اَؤ په تعليم ورکولو کښے بوخت اوسه. ۱۴دَ هغه نعمت نه غافل کيږه مه کُوم چه تا ته حاصل دے، اَؤ دَ نبوت په وسيله دَ بزرګانو دَ لاس کيښولو په وخت تا ته درکړے شو. ۱۵دَ دے خبرو فکر ساته اَؤ په دے کښے مشغُول اوسه چه ستا ترقى ټولو ته ښکاره شى. ۱۶دَ خپل ځان اَؤ دَ خپل تعليم ساتنه کوه اَؤ په دے خبرو کښے قائم پاتے شه ځکه چه په داسے کولو به تۀ دَ خپل ځان اَؤ دَ خپلو آؤريدُونکو دَ خلاصُون باعث شے.