۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ تيموتيوس په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

پنځم باب

دَ نورو دَ پاره ذمه وارى

۱مشر سړے ملامت کوه مه بلکه دَ خپل پلار په شان نصيحت ورته کوه اَؤ ځوانان ورُوڼه ګڼه.

۲اَؤ زړے ښځے ميندے ګڼه اَؤ ځوانے ښځے په پوره پاکئ سره خويندے ګڼه. ۳دَ هغه کونډو چه په دُنيا کښے بل څوک نۀ لرى، دَ هغوئ عزت کوه. ۴که دَ کُونډے بچى يا نمسى وى نو هغوئ دِ اول دَ خپلے کورنئ هغه حق ادا کړى کُوم چه په هغوئ دَ خپل مذهب دَ لورى فرض دے، اَؤ داسے دِ دَ خپل مور پلار اَؤ دَ نيکُونو حق ادا کړى ځکه چه دا خُدائے ته قبُول دى. ۵کُومه کونډه چه بالکل يواځے وى اَؤ دَ هغے هيڅوک هم نۀ وى، هغه په خُدائے اُميد لرى اَؤ شپه ورځ په زارئ اَؤ دُعا کښے آخته وى. ۶اَؤ چه کُومه په عيش عشرت آخته شوه، هغه په ژوندانۀ مړه شوه. ۷دَ دے خبرو هم حُکم کوه چه هغوئ بے اِلزامه پاتے شى. ۸که څوک دَ خپلوانو اَؤ خاص دَ خپلے کورنئ خيال نۀ ساتى نو هغه دَ خپل ايمان نه مُنکر اَؤ دَ بے ايمانئ نه هم بد دے.

۹هغه کونډه دِ په فهرست کښے ليکلے شى کُومه چه دَ شپيتو کالو نه کمه نۀ وى اَؤ دَ يو خاوند نه پاتے شوے وى. ۱۰اَؤ په نيکو کارُونو کښے مشهُوره وى، دَ بچو تربيت ئے کړے وى، دَ مُسافرو ميلمستيا ئے کړے وى، دَ پاکانو پښے ئے وينځلے وى، دَ مُصيبت زپلو مدد ئے کړے وى اَؤ دَ هر ښۀ کار کولو ليواله وى.

۱۱خو دَ ځوانو کونډو نومُونه مه درج کوه ولے چه هر کله چه هغه دَ مسيح دَ خدمت خلاف دَ نفس تابع شى نو وادۀ کول غواړى، ۱۲اَؤ داسے دَ سزا لائقه وګرزى ځکه چه هغوئ خپل وړُومبے لوظ پريښودو. ۱۳اَؤ دَ دے نه علاوه هغوئ کور په کور ګرزى اَؤ بے کاره اوسيدل زده کوى، اَؤ صرف بے کاره نۀ پاتے کيږى بلکه غيبت اَؤ دَ نورو په کار کښے ګُوتے هم وهى اَؤ فضولے خبرے کوى. ۱۴نو زَۀ دا غواړم چه ځوانے کونډے دِ ميړۀ وکړى چه دَ هغوئ اَؤلاد وشى اَؤ دَ کور اِنتظام دِ کوى اَؤ دَ هيچا مخالف له دِ دَ بدے وينا کولو موقع ورنۀ کړى. ۱۵ځکه چه ځنے کونډے ګُمراه شوى اَؤ دَ شيطان په لارے روانے دى. ۱۶که دَ چا ايمان راؤړُونکى ښځے سره کُونډے وى نو هغه دِ دَ هغوئ پالنه وکړى اَؤ په جماعت دِ پيټے وانۀ چوى، دَ پاره دَ دے چه دَ هغه چا مدد وکړے شى چه يواځے وى.

۱۷کُوم مشران چه دَ جماعت ښۀ اِنتظام کوى، خاص هغوئ چه په کلام آؤرولو اَؤ په تعليم ورکولو کښے خوارى کوى، هغوئ دِ يو په دوه دَ عزت لائق وګڼلے شى. ۱۸ځکه چه دَ خُدائے کلام وائى چه ”تاسو دَ غوبل دَ غوائى خُلے ته کورے مه اچوئ“

اَؤ ”مزدور دَ خپلے مزدُورئ حقدار دے.“ ۱۹کُومه دعوىٰ چه دَ چا مشر په خِلاف وشى نو هغه دَ دوؤ يا دَ دريو ګواهانو نه بغير مه آؤره. ۲۰څوک چه ګُناه کوى، هغوئ دَ ټولو خلقو په وړاندے ملامتوه، دَ پاره دَ دے چه نور خلق هم وويريږى. ۲۱دَ خُدائے اَؤ دَ مسيح عيسىٰ اَؤ دَ هغه غوره شوو فرښتو په مخکښے حُکم درکوم اَؤ تا ته تاکيد کوم چه په دے خبرو بغير دَ تعصب نه عمل کوه اَؤ دَ هيچا طرفدارى مه کوه. ۲۲په چا زر لاس مه ږده چه دَ خُدائے دَ خدمت دَ پاره مخصوص شى، اَؤ دَ نورو په ګناهُونو کښے مه شريکيږه. خپل ځان پاک ساته.

۲۳دَ آئنده دَ پاره تشے اوبۀ مه څښه بلکه دَ خپلے معدے اَؤ اکثر ناجوړه کيدو په وجه لږ شان شراب هم استعمالوه.

۲۴دَ ځنو کسانو ګُناهُونه ښکاره وى اَؤ هغوئ به سزا ومُومى، اَؤ دَ ځنو ګُناهونه وروستو ښکاره کيږى. ۲۵دغه شان دَ ځنو ښۀ کارُونه هم ظاهر شى، اَؤ کُوم يو چه ښکاره نۀ شى، هغه هم پټيدلے نۀ شى.