چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ د داود زوی سلیمان د خپلې پاچاهۍ واکمني ټینګه کړه، ځکه چې خپل څښتن خدای یې ورسره مل ؤ او د هغه څخه یې ډېر قوي پاچا جوړ کړ.
۲-۵ په هغه وخت کې د عبادت ځای لا په جبعون کې ؤ، یعنې سپېڅلې خېمه چې د څښتن خدمتګار موسی په دښته کې جوړه کړې وه. د خېمې په مخکې د قربانۍ برنجي ځای ؤ چې د اوري زوی او د حور لمسي یعنې بزلییل جوړ کړی ؤ.
یوه ورځ سلیمان د اسراییلو قوم، د لښکرو افسرانو او قوماندانانو، قاضیانو او د قوم او د کورنیو مشرانو ته وویل چې د عبادت هغه ځای ته لاړ شي چې په جبعون کې ؤ. بیا سلیمان او نور خلک څښتن ته د عبادت دپاره هلته لاړل. که څه هم داود پاچا له پخوا نه د قریتیعاریم څخه د لوظ صندوق هغې خېمې ته وړی ؤ چې د صندوق دپاره یې په اورشلیم کې ودرولې وه. ۶ سلیمان په برنجي قربانۍ ځای کې د خېمې په مخکې زر څاروي د سوځېدونکو نذرانو په توګه وړاندې کړل.
۷ په هغه شپه خدای سلیمان ته ورښکاره شو او پوښتنه یې وکړه: «سلیمانه! څه غواړې چې تاته یې درکړم؟» ۸ سلیمان په ځواب کې وویل: «تا تل زما د پلار داود سره ډېره مینه ښودلې ده او اوس دې زه د هغه څخه وروسته د پاچا په توګه غوره کړم. ۹ ای څښتن خدایه، هغه وعده ترسره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زه په یو داسې قوم باندې پاچا کړی یم چې د زیاتوالي له امله د دښتې د شګو په شان بېشمېره دي. ۱۰ نو ماته حکمت او علم راکړه چې په هغوی باندې د پاچاهي کولو دپاره ورته اړتیا لرم. که نه، نو زه به څنګه وکولای شم چې ستا په دې لوی قوم باندې پاچاهي وکړم؟» ۱۱ خدای په ځواب کې وویل: «سلیمانه، تا کولای شول چې زما څخه شتمني او مال او دولت وغواړې، شهرت وغواړې، یا د خپلو دښمنانو تباهي وغواړې یا د خپل ځان دپاره اوږد عمر وغواړې. خو د دې په ځای دې د حکمت او علم غوښتنه وکړه، ترڅو په سمه توګه زما په قوم باندې پاچاهي وکړې چې ته مې ورته غوره کړی یې. ۱۲ نو زه به تاته حکمت او علم درکړم. همدارنګه به زه تاته ډېره شتمني او ډېر عزت هم درکړم چې ستا څخه مخکې یا وروسته هېڅ کوم پاچا نه درلودل او نه به یې ولري.» ۱۳ وروسته سلیمان د جبعون د عبادت ځای نه چې د څښتن سپېڅلې خېمه په کې ولاړه وه، اورشلیم ته راستون شو او هلته یې په اسراییلو باندې پاچاهي وکړه.
۱۴ سلیمان خپلې جنګي قواوې چې د څوارلس سوه جنګي ګاډیو او دولس زره اسونو نه جوړې شوې وې، راټولې کړې. یوه برخه یې په اورشلیم او نورې یې په مختلفو ښارونو کې ځای په ځای کړل. ۱۵ د هغه د پاچاهۍ په وخت کې سپین او سره زر په اورشلیم کې د تیږو په شان عادي شیان شول او د سبر د ونو لرګي لکه د یهودا د غرونو په لوېدیځو لمنو کې د انځرو د ونو په شان پرېمانه وو. ۱۶ د سلیمان سوداګرانو اسونه د مصر او ترکیې څخه راوستل. بیا به شاهي سوداګرانو هغه په یوه مناسبه بیه د هغو څخه اخیستل. ۱۷ هغوی به د مصر څخه یوه جنګي ګاډۍ د سپینو زرو په شپږ سوه سکو او یو اس به یې د سپینو زرو په یوسلو پنځوسو سکو اخیستل. همدارنګه ځینې به یې د حیتیانو او سوریایانو په پاچاهانو بېرته خرڅول.