د دوهم تواریخ کتاب

دوهم فصل

د څښتن د کور د جوړولو تیاری

(لومړی پاچاهان ۵: ۱ - ۱۸)

۱سلیمان پرېکړه وکړه چې د څښتن په نوم د عبادت دپاره یو کور او د خپل ځان دپاره یوه ماڼۍ جوړه کړي. ۲هغه اویا زره تنه د ودانۍ د موادو د وړلو په کار او اتیا زره تنه یې د غونډیو څخه د تیږو د پرېکولو په کار بوخت کړل. هغه درې زره شپږ سوه سړي د دې دپاره غوره کړل چې د دغو کارګرانو د کار څارنه وکړي.

۳سلیمان د صور پاچا حیرام ته دا لاندې پیغام ورولېږه: «پخوا کله چې زما پلار داود خپله ماڼۍ ودانوله، تاسو ورته د سبر د ونې لرګي رسول. اوس یې ماته هم راولېږئ. ۴ګورئ، زه د خپل څښتن خدای په نوم یو کور ودانوم. زه یې وقفوم چې هلته خوشبویي وسوځیږي او تل سپېڅلې ډوډۍ هغه ته وړاندې شي. سوځېدونکې نذرانې به هر سهار او ماښام، د هر سبت په ورځ، د نوې میاشتې په اخترونو او د نورو سپېڅلو ورځو په لړ کې زمونږ څښتن خدای ته د هغه د عزت دپاره وړاندې شي. دا کارونه به تل کیږي لکه څنګه چې څښتن اسراییلو ته امر کړی دی.

۵هغه کور چې زه یې ودانوم هغه به ډېر لوی وي، ځکه چې زمونږ خدای د نورو ټولو خدایانو څخه لوی دی. ۶خو څوک کولای شي چې خدای ته یو کور جوړ کړي؟ حتی دا اوچت او لوی اسمانونه هم د هغه د اوسېدلو دپاره کوچني دي! زه چې څه کولای شم هغه دا دي چې یو ځای جوړ کړم چې هغه ته په کې قربانۍ وسوځول شي.

۷اوس ماته یو داسې سړی راولېږه چې په نقش ویستلو کې او همدارنګه د سرو او سپینو زرو، د برنجو او د اوسپنې په کار او د بانجاني، سرو او اسماني رنګو ټوکرو په اوبدلو کې ماهر وي. هغه به د یهودا او اورشلیم د هغو کسبګرو سره یوځای کار کوي چې زما پلار داود غوره کړي وو.

۸تاسو ماته یو څه د سبر، سروې او د نښتر د ونو لرګي راولېږئ. زه پوهېږم چې تاسو داسې کارګران لرئ چې د لبنان د لرګیو په پرې کولو کې ماهر دي. زما کارګران به هلته ستاسو د کسانو سره مرسته کوي، ۹ځکه چې د یو داسې لوی، پرتمین او د جلال نه ډک کور د ودانولو دپاره به زه ډېرو لرګیو ته اړتیا ولرم. ۱۰زه به ستا د لرګیو پرې کوونکو ته دوه زره ټنه غنم ورکړم، په همدې اندازه اوربشې به هم ورکړم، څلور لکه لیتره شراب او په همدې اندازه د زیتونو تېل به ورکړم.»

۱۱حیرام پاچا سلیمان ته په ځواب کې یو لیک ورولېږه. هغه داسې ولیکل: «له دې امله چې څښتن د خپل قوم سره مینه کوي، تاسو یې د هغوی د پاچا په توګه غوره کړي یئ. ۱۲ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته چې د ځمکې او د اسمان خالق دی! هغه داود پاچا ته یو داسې زوی ورکړی دی چې د حکمت خاوند دی او د علم او د پوهې څخه ډک دی او اوس دا پلان لري چې د څښتن دپاره کور او د خپل ځان دپاره ماڼۍ جوړه کړي.

۱۳دا دی زه تاسو ته حورام آبي درلېږم. هغه یو ماهر او تجربه لرونکی کسبګر دی. ۱۴د هغه مور د دان د قبیلې څخه ده او پلار یې د صور څخه دی. هغه په دې پوهیږي چې څنګه د سرو او سپینو زرو، برنجو، اوسپنو، تیږو او لرګیو څخه شیان جوړ کړي. هغه د بانجاني او اسماني او د سرو ټوکرو او کتان سره کار کولای شي. هغه د هر ډول نقش کار کولای شي او د هر ډول نقشونو وړاندیز چې ورته وشي هغه یې جوړولی شي. پرېږدئ چې هغه ستاسو د ماهرو کارګرانو او د هغو کارګرانو سره کار وکړي چې ستاسو د پلار یعنې داود پاچا دپاره یې کار کاوه.

۱۵نو مونږ ته هغه غنم، اوربشې، د زیتونو تېل او شراب راولېږئ چې تاسو یې وعده کړې وه. ۱۶مونږ به د لبنان په غرونو کې ستاسو د اړتیا وړ ونې ووهو، هغه به د یو بل سره وتړو او په دریاب کې به یې لاهو کړو چې تر یافا پورې ورسیږي. د هغه ځای نه یې تاسو کولای شئ چې اورشلیم ته یوسئ.»

د خدای د کور جوړېدل شروع کیږي

۱۷سلیمان ټول هغه پردي خلک وشمېرل چې په اسراییلو کې اوسېدل لکه څنګه چې د هغه پلار داود شمېرلي وو او د هغوی ټول شمېر یو لک او دري پنځوس زره او شپږ سوه تنه وو. ۱۸هغه اویا زره تنه د ودانۍ د موادو د وړلو په کار او اتیا زره تنه یې د غونډیو څخه د تیږو د پرېکولو په کار بوخت کړل. هغه درې زره او شپږ سوه تنه نور د دې دپاره غوره کړل چې د کارګرانو د کار څارنه او په خلکو باندې کار وکړي.