د دوهم تواریخ کتاب

څلورم فصل

د خدای د کور دپاره سامان

(لومړی پاچاهان ۷: ۲۳ - ۵۱)

۱سلیمان د برنجو څخه د قربانۍ ځای جوړ کړ چې اندازه یې نهه متره مربع او لوړوالی یې څلورنیم متره ؤ. ۲هغه د برنجو څخه یوه ګرده ټانکۍ هم جوړه کړه چې ژوروالی یې دوه متره او شل سانتي، قطر یې څلورنیم متره او ګردچاپېر یې دیارلس نیم متره ؤ. ۳د ټانکۍ د غاړې ګردچاپېره په دوو قطارونو کې لاندې او باندې ښکلي کړای شوې وه. دا ښکلا د غویانو په شکل وه او د ټانکۍ د نورو برخو سره یوځای قالب شوي وو.

۴ټانکۍ د دولسو برنجي غویانو په شا باندې ولاړه وه چې درې یې شمال ته، درې یې جنوب ته، درې یې ختیځ ته او درې یې لوېدیځ ته مخامخ وو. ټانکۍ د هغو دپاسه وه او د هغو سرونه بیرون خواته وو. ۵د هغه پنډوالی پنځه اویا ملي متره ؤ او څنډه یې د جام د څنډې په شان وه، لکه د سوسن د غوړېدلي ګل په شان. په دې ټانکۍ کې د شپېته زرو لیترو نه زیاتې اوبه ځایېدلې.

۶هغه لس تشتونه هم جوړ کړل چې پنځه دانې یې د کور جنوب خواته کېښودل شي او پنځه شمال خواته. د هغو څخه به د داسې حیواناتو د بدن د برخو په کنګالولو کې کار اخیستل کېده چې د سوځېدونکو نذرانو دپاره وو. په ټانکۍ کې اوبه د کاهنانو دپاره وې چې د ځان د وینځلو دپاره ورڅخه کار واخلي.

۷د پلان سره سم لس د سرو زرو څراغدانونه هم جوړ شول. سلیمان دا څراغدانونه د خدای د کور په منځ کې کېښودل. هغه د اصلي سالون دواړو خواوو ته پنځه، پنځه دانې څراغدانونه کېښودل. ۸هغه لس مېزونه هم جوړ کړل او په اصلي سالون کې یې کېښودل، یعنې دواړو خواوو ته یې پنځه، پنځه مېزونه کېښودل. بیا هغه د سرو زرو څخه سل دانې د وینې د شیندلو کاسې هم جوړې کړې.

۹سلیمان د دوه حوېلیو د جوړولو حکم ورکړ: یوه کوچنۍ حوېلۍ چې یوازې کاهنان ورڅخه کار واخلي او یوه لویه حوېلۍ. د دې حوېلیو دروازې په برنجو پوښل شوې وې. ۱۰ټانکۍ د کور جنوب ختیځ کنج ته نژدې ځای په ځای کړای شوه.

۱۱حورام همدارنګه تشتونه، بېلچې او د وینو د شیندلو کاسې جوړې کړې.

نو حورام هغه کارونه پای ته ورسول چې د سلیمان پاچا دپاره یې د خدای د کور په خاطر په خپله غاړه اخیستي وو:

  • ۱۲دوه ستنې
  • د ستنو په سر باندې د کاسو په شان دوه تاجونه
  • د جالیو دوه سېټونه، د ستنو په سر باندې د کاسو په شان دوه تاجونه د سینګارولو دپاره
  • ۱۳د دوو سېټونو جالیو دپاره څلور سوه برنجي انار. (د هرې جالۍ دپاره د برنجي انارو دوه قطارونه چې د ستنو په سر باندې د کاسو په شان تاجونه د ښکلا دپاره وو.)
  • ۱۴هغه ګاډۍ د هغو د تشتونو سره هم جوړې کړې
  • ۱۵ټانکۍ او د هغې لاندې دولس برنجي غویان
  • ۱۶د سرو ایرو دپاره لوښي او همدارنګه بېلچې او د غوښې قاشق پنجې

د څښتن د کور ټول سامان چې حورام د سلیمان پاچا دپاره جوړ کړی ؤ، د صیقل شویو برنجو څخه ؤ.

۱۷دا شیان پاچا د اردن په دره کې د سوکوت او صریده ترمنځ د خاورې په قالبونو کې جوړ کړي وو. ۱۸دومره ډېر شیان جوړ شول چې هېچا د هغو برنجو ټول وزن معلوم نه کړ چې ورڅخه کار اخیستل کېده.

۱۹همدارنګه سلیمان د خدای د کور دپاره ټول سامان جوړ کړ: د قربانۍ ځای د سرو زرو څخه او مېزونه چې هغه سپېڅلې ډوډۍ به ورباندې ایښودل کېدله چې خدای ته به نذرانه کېدله. ۲۰د سوچه سرو زرو څراغدانونه او څراغونه چې د پلان سره سم به د ډېر سپېڅلي ځای په مخکې بلېدل؛ ۲۱د ګلانو نقشونه، څراغونه او انبورونه - ټول د سوچه سرو زرو؛ ۲۲د سوچه سرو زرو د پلتې پاکوونکي، د وینو د شیندلو کاسې، د خوشبویۍ پشقابونه او د اور لوښي. د خدای د کور ډېر سپېڅلي ځای او د اصلي سالون دروازې هم د سرو زرو څخه تیارې شوې.