چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ څه موده وروسته د عمونیانو پاچا ناحاش مړ شو او د هغه زوی حانون د هغه په ځای پاچا شو. ۲ داود پاچا وویل: «زه به د حانون سره په داسې وفادارۍ سره دوستي وکړم لکه څنګه چې د هغه پلار ناحاش زما سره کړې وه.» نو داود خپل استازي ولېږل چې د هغه له خوا ورته خواخوږي وړاندې کړي. خو کله چې هغوی عمون ته ورسېدل، ۳ د عمونیانو مشرانو خپل پاچا حانون ته وویل: «ایا تاسو فکر کوئ چې داود په رښتیا دا استازي ستاسو پلار ته د عزت ورکولو دپاره رالېږلي دي؟ ایا هغه ستاسو سره دومره خواخوږي لري؟ بې شکه چې نه! هغوی یې دلته د جاسوسۍ دپاره رالېږلي چې زمونږ ښار وګوري، ترڅو هغه فتح کړي.» ۴ نو حانون د داود استازي ونیول، د هغوی یوه خوا ږیره یې وخریله، کالي یې د پښو نه تر ملا پورې ورته وشکول او رخصت یې کړل. ۵ هغوی ډېر شرمېدل چې کور ته راستانه شي. کله چې داود د دې پېښې څخه خبر شو، نو هغوی ته یې خبر ورولېږه: «تر هغې پورې د اریحا په ښار کې پاتې شئ چې ستاسو ږیرې اوږدې شي او بیا بېرته کور ته راشئ.»
۶ عمونیان په دې پوه شول چې دوی داود خپل دښمن کړ، نو هغوی شل زره سوریایي عسکر د بیت رحوب او صوبې څخه، دولس زره کسان د طوب څخه او د معکې پاچا یې د زرو کسانو سره اجیر ونیول. ۷ داود د دې څخه خبر شو او یوآب یې د ټول لښکر سره د هغوی مقابلې ته ورولېږه. ۸ عمونیان راووتل او د خپل پایتخت ربه د دروازې په خوله کې ځای په ځای شول. په هغه وخت کې د صوبې او رحوب سوریایان او د طوب او معکې عسکر په صحرا کې ځای په ځای شول. ۹ یوآب ولیدل چې د دښمن لښکر به په هغه باندې مخامخ او د شا له خوا حمله وکړي، نو هغه د اسراییلو د عسکرو څخه ډېر ښه عسکر وټاکل او هغوی یې سوریایانو ته مخامخ ځای په ځای کړل. ۱۰ یوآب د خپلو لښکرو پاتې کسان د خپل ورور ابیشای تر قوماندې لاندې ورکړل او ابیشای هغوی د عمونیانو په وړاندې ځای په ځای کړل. ۱۱ یوآب هغه ته وویل: «که چېرې تا ولیدل چې سوریایانو ماته ماتې راکوله، نو راشه او زما سره مرسته وکړه او که چېرې عمونیانو تاته ماتې درکوله نو زه به درشم او ستا سره به مرسته وکړم. ۱۲ قوي او زړور اوسه! راځه چې د خپل قوم او د خدای د ښارونو دپاره په مېړانه او زړورتیا سره وجنګېږو. څه چې د څښتن رضا وي هغه دې وشي!» ۱۳ نو یوآب او د هغه سړي مخکې لاړل چې حمله وکړي او سوریایان وتښتېدل. ۱۴ کله چې عمونیانو ولیدل چې سوریایان تښتي، هغوی له ابیشای څخه وتښتېدل او ښار ته ننوتل. نو یوآب د عمونیانو سره د جنګ کولو څخه راستون شو او بېرته اورشلیم ته لاړ.
۱۵ کله چې سوریایان پوه شول چې دوی ته اسراییلو ماتې ورکړه، نو هغوی خپلې لښکرې بېرته سره راټولې کړې. ۱۶ هددعزر پاچا نور سوریایان راوغوښتل چې د فرات د سیند په ختیځه خوا کې وو. هغوی د پاچا د قوماندان شوبک تر امر لاندې حیلام ته راغلل. ۱۷ کله چې داود دا واورېدل، هغه د اسراییلو ټولې لښکرې سره راټولې کړې، د اردن د سیند څخه تېر شو او حیلام ته ورغی. سوریایان هلته هغه ته مخامخ ځای په ځای کېدل، بیا وروسته جګړه پیل شوه. ۱۸ خو د سوریایانو لښکرې د اسراییلیانو څخه وتښتېدلې. داود او د هغه سپرو عسکرو د سوریایانو اووه سوه د جنګي ګاډیو چلوونکي او څلوېښت زره سپاره عسکر ووژل. هغوی د دښمن قوماندان شوبک ژوبل کړ او هغه د جنګ په میدان کې مړ شو. ۱۹ کله چې هغه پاچاهان چې د هددعزر تابع وو، ولیدل چې هغوی د اسراییلو له خوا ماتې وخوړله، نو د اسراییلو سره یې سوله وکړه او د هغوی رعیت شول. نو سوریایان د عمونیانو سره نور د مرستې کولو څخه ووېرېدل.