چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ د بل کال په پسرلي یعنې د کال په هغه وخت کې چې پاچاهان جنګ ته ځي، داود د اسراییلو ټولې لښکرې د یوآب او د هغه د افسرانو تر قوماندې لاندې جګړې ته ولېږلې. دوی عمونیان له منځه یووړل او د ربه ښار یې کلابند کړ، خو داود په اورشلیم کې پاتې شو.
۲ یوه ورځ د مازدیګر په وخت کې داود د خپلې بسترې څخه راپاڅېده او د ماڼۍ په بام باندې ګرځېده. د بام څخه یې یوه ښځه ولیدله چې غسل یې کاوه. هغه ډېره ښکلې وه. ۳ نو داود یو کس ولېږه چې دا معلومات وکړي چې هغه څوک ده. دا معلومه شوه چې هغه بتشبع د الیعام لور او د حیتي اوریا ښځه ده. ۴ نو داود استازي ورولېږل چې هغه راولي، هغه یې راوستله او داود ورسره څملاست. (هغې ښځې د خپل میاشتیني عادت څخه د پاکوالي په خاطر غسل کاوه.) وروسته هغه بېرته کور ته لاړه. ۵ څو موده وروسته هغه پوه شوه چې امیدواره ده او داود ته یې خبر ولېږه چې د دې خبرې نه خبر شي.
۶ نو داود یوآب ته پیغام ولېږه: «حیتي اوریا ماته راولېږه.» نو یوآب اوریا هغه ته ورولېږه. ۷ کله چې اوریا ورغی، داود د هغه څخه د یوآب او د لښکرو د سلامتۍ او د جنګ د حال پوښتنه وکړه. ۸ بیا هغه اوریا ته وویل: «خپل کور ته لاړ شه او یو څه ارام وکړه.» اوریا د ماڼۍ څخه لاړ او داود د هغه کور ته یو سوغات ورولېږه. ۹ خو اوریا خپل کور ته لاړ نه شو او د پاچا د ساتونکو سره د ماڼۍ په دروازه کې ویده شو. ۱۰ کله چې داود واورېدل چې اوریا کور ته نه دی تللی، د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: «تا ډېره لاره وهلې ده، ته ولې کور ته نه یې تللی؟» ۱۱ اوریا ځواب ورکړ: «د اسراییلو او یهودا کسان په جونګړو کې اوسیږي او د لوظ صندوق د هغوی سره دی. زما قوماندان یوآب او د هغه عسکري منصبدارانو په صحرا کې خېمې درولې دي. زه څنګه خپل کور ته لاړ شم، وخورم، وڅښم او د خپلې ښځې سره څملم؟ زه ستا په ژوند باندې قسم خورم چې زه به هېڅکله داسې ونه کړم!» ۱۲ نو داود هغه ته وویل: «یوه ورځ نور هم دلته پاتې شه او سبا به دې بېرته ولېږم.» نو اوریا هغه ورځ او راتلونکې ورځ هم په اورشلیم کې پاتې شو. ۱۳ داود هغه د ماښام ډوډۍ ته راوغوښت او هغه یې نشه کړ. خو ماښام اوریا ووت او د پاچا د ساتونکو سره په خپلې بسترې باندې ویده شو او کور ته لاړ نه شو.
۱۴ په راتلونکي سهار داود یوآب ته لیک ولیکه او د اوریا په لاس یې ورولېږه. ۱۵ هغه لیکلي وو: «اوریا په سخته جګړه کې په لومړۍ کرښه کې ځای په ځای کړه بیا د هغه څخه بېرته په شا شئ، ترڅو هغه ووژل شي.» ۱۶ نو کله چې یوآب ښار کلابند کاوه، نو اوریا یې هغه ځای ته ولېږه چې هغه پوهېده هلته دښمن قوي دی. ۱۷ د دښمن ځواکونه د ښار څخه راووتل او د یوآب د ځواکونو سره وجنګېدل. د داود څو تنه عسکري منصبداران د اوریا سره یوځای ووژل شول. ۱۸ بیا یوآب داود ته د جنګ په اړه پوره راپور ولېږه ۱۹ او استازي ته یې داسې لارښوونه وکړه: «وروسته له دې چې ته پاچا ته د جنګ په هکله هرڅه بیان کړې، ۲۰ که دې ولیدل چې پاچا په قهر شو او ستا څخه یې پوښتنه وکړه: تاسو ولې د هغوی سره د جنګ دپاره ښار ته دومره نژدې ورغلي وئ؟ ایا تاسو په دې نه پوهېدلئ چې هغوی به د دېوالونو څخه غشي ګوزار کړي؟ ۲۱ ایا ستاسو په یاد نه دي چې ابیملک د جدعون زوی څنګه ووژل شو؟ په تاباز کې یوې ښځې د دېوال څخه د ژرندې پاسنی پل راوغورځاوه او هغه یې وواژه، نو بیا تاسو ولې دېوال ته دومره نژدې ورتللئ؟ که پاچا ستا څخه دا پوښتنه وکړه، نو هغه ته ووایه: ستاسو عسکري منصبدار اوریا هم وژل شوی دی.»
۲۲ نو استازی داود ته ورغی او هرڅه چې یوآب ورته ویلي وو، هغه یې خبر کړ. ۲۳ هغه وویل: «زمونږ دښمنان زمونږ څخه ډېر زیات قوي وو او د ښار څخه راووتل چې زمونږ سره په صحرا کې جګړه وکړي، خو مونږ هغوی بېرته د ښار دروازې ته په شا وتمبول. ۲۴ بیا غشي ویشتونکو د دېوال څخه په مونږ باندې غشي وویشتل. اعلیحضرته! ستاسو د عسکري منصبدارانو څخه څو تنه ووژل شول او د هغوی سره اوریا هم ووژل شو.» ۲۵ داود استازي ته وویل: «یوآب وهڅوه او هغه ته ووایه چې مه پرېشانه کېږه، ځکه چې ته هېڅکله دا نه شې ویلی چې څوک به په جګړه کې ووژل شي. هغه ته ووایه چې په ښار باندې قوي حمله پیل کړه او هغه له منځه یوسه.»
۲۶ کله چې د اوریا ښځې واورېدل چې د هغې مېړه مړ شوی دی، نو د هغه دپاره یې ویر وکړ. ۲۷ کله چې د ویر مراسم پای ته ورسېدل، داود هغه ماڼۍ ته راوغوښتله. هغه د داود ښځه شوه او هغه ته یې زوی وزېږاوه. خو څښتن د دې ناوړه کار څخه چې داود کړی ؤ، راضي نه ؤ.