۰:۰۰ / ۰:۰۰
مخکینۍ څپرکۍ

دَ تِسالونيکانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

اول باب

سلام

۱دَ پولوس اَؤ سيلوانوس اَؤ دَ تيموتيوس له طرفه، دَ تِسالونيکانو دَ جماعت په نُوم چه زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دے،

۲په تاسو دِ دَ خُدائے پلار اَؤ عيسىٰ مسيح له طرفه فضل اَؤ سلامتى وى.

دَ مسيح په راتلو عدالت

۳اَئے ورُوڼو! ستاسو په باب کښے په مُونږ هر وخت دَ خُدائے شکر ويستل فرض دى، اَؤ دا ځکه مُناسب دى چه ستاسو ايمان ډير لوئيږى اَؤ ستاسو يو بل سره مينه زياتيږى. ۴بے شکه چه مُونږ په خپله دَ خُدائے په جماعتُونو کښے په تاسو فخر کوُو، چه څومره ظُلم اَؤ تکليفُونه چه تاسو زغمئ په هغو ټولو کښے ستاسو صبر اَؤ ايمان ظاهريږى.

۵دا دَ خُدائے دَ رښتُونى عدالت ثبُوت دے دَ پاره دَ دے چه تاسو دَ خُدائے دَ بادشاهئ لائق شئ دَ کُومے دَ پاره چه تاسو تکليفُونه هم زغمئ. ۶ځکه چه خُدائے اِنصاف کوُونکے دے، هغه به هغوئ ته چه تاسو له مُصيبت پيدا کوى په بدل کښے مصيبت پيدا کړى. ۷اَؤ هغه به تاسو مُصيبت زغمُونکو ته زمونږ سره آرام درکړى کله چه به مالِک عيسىٰ دَ خپلو قوتناکو فرښتو سره په شُغله ناک اور کښے دَ آسمان نه ظاهر شى. ۸هغه وخت به هغوئ چه خُدائے نۀ پيژنى اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے نۀ منى، هغوئ ته به سزا ورکوى. ۹هغوئ به دَ مالِک دَ څيرے اَؤ دَ هغۀ دَ قُدرت دَ جلال نه لرے دَ تل عُمرى مرګ سزا بيا مومى. ۱۰دا به په هغه ورځ وى کله چه هغه راځى چه دَ هغۀ پاکان دَ هغۀ جلال ښکاره کوى، اَؤ ټول په هغۀ ايمان راوړُونکى به دَ هغۀ حمد و ثنا ووائى. په هغوئ کښے به تاسو هم شامل يئ ځکه چه تاسو زمونږ په ګواهئ ايمان راؤړے وو.

۱۱دَ دے دَ پاره مُونږ ستاسو دَ پاره هر وخت دُعا کوُو چه زمونږ خُدائے دِ تاسو دَ دے بلنے جوګه وګڼى، اَؤ ستاسو دَ نيکئ هر يو خواهش اَؤ دَ ايمان هر يو کار دِ په قُدرت پُوره کړى، ۱۲تر دے چه زمُونږ دَ خُدائے اَؤ مالِک عيسىٰ مسيح دَ فضل په مُطابق زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ نُوم په تاسو کښے جلال ومُومى اَؤ تاسو په هغۀ کښے.

مخکینۍ څپرکۍ