دَ تِسالونيکانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

دويم باب

بے شرعے سړے

۱نو اوس اَئے ورُوڼو! مُونږ دَ خپل مالِک عيسىٰ مسيح دَ راتلو اَؤ دَ هغۀ سره زمُونږ دَ راغونډيدلو په باب کښے تاسو ته خواست کوُو ۲چه ستاسو عقل دِ ناڅاپى پريشانه نۀ شى اَؤ ستاسو وار دِ خطا نۀ شى چه څوک ووائى چه دَ مالِک ورځ رارسيدلے ده، يا دَ رُوح دَ هدايت نه په هغۀ دا ظاهر شوے دے، يا زمُونږ دَ پيغام يا خط نه ښکاره شوے دے، نو تاسو داسے خبره مه منئ. ۳په هيڅ شان سره دَ چا په فريب کښے مه راځئ، ځکه چه هغه ورځ به نۀ راځى تر څو چه خلق اول دَ خُدائے نه ګرزيدلے نۀ وى اَؤ دَ نافرمانئ نمائنده ظاهر نۀ شى، يعنے څوک چه دَ هلاکيدو دَ پاره مُقرر شوے وو. ۴هغه به دَ هر چا چه هغه خُدائے بللے شى يا دَ هغه عبادت کولے شى، هغه نمائنده به ئے مُخالفت کوى اَؤ خپل ځان به دَ هغه نه لوئے جوړوى، تر دے چه هغه دَ خُدائے په کور کښے ناست به وائى چه ”زَۀ خُدائے يم.“

۵آيا تاسو ته ياد نۀ دى چه هر کله چه زَۀ تاسو سره وم نو تاسو ته به مے دا خبرے کولے؟ ۶اوس چه کُوم څيز هغه ايساروى تاسو دَ هغے نه خبر يئ، هغه به په خپل خاص وخت ظاهر شى. ۷په اصل کښے نافرمانى اوس هم پټ په پټه خپل اثر اچوى لګيا ده، اَؤ دَ هغے اثر به تر هغے په ښکاره نۀ خوريږى تر څو چه دَ هغے ايساروُونکے لرے نۀ کړے شى. ۸هغه وخت به هغه دَ نافرمانئ نمائنده ظاهريږى اَؤ مالِک عيسىٰ به هغه دَ خپلے خُلے په پوکى مړ کړى اَؤ دَ خپل ظاهريدو په جلال به ئے نِشت کړى. ۹دَ نافرمانئ نمائنده به دَ شيطان دَ اثر په مُطابق دَ هر قِسمه دَ دروغو دَ قُدرت په نخښو اَؤ په عجيبه کارُونو سره راځى، ۱۰اَؤ هغوئ چه برباديدُونکى دى به دوکه کړى. هغوئ دَ رښتينوالى قدر ونۀ کړو اَؤ نۀ ئے قبول کړو، اَؤ که کړے ئے وَئے نو خلاصُون به ئے مُوندلے وو. ۱۱دغه وجه ده چه خُدائے به په هغوئ دَ ګُمراه کوُونکے تاثير وروليږى چه هغوئ به دَ نافرمانئ دَ نمائنده دروغ رښتيا وګڼى. ۱۲اَؤ څومره خلق چه په حق يقين نۀ کوى اَؤ بدى خوښوى، هغه ټول به سزا ومُومى.

دَ خلاصُون دَ پاره غوره شوى

۱۳خو اَئے وروڼو! دَ مالِک خوږو! ستاسو په باب کښے په مُونږ هر وخت دَ خُدائے شکر کول فرض دى ځکه چه خُدائے تاسو دَ اول نه دَ دے دَ پاره غوره کړى يئ چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله پاک شئ اَؤ په حق ايمان راؤړئ اَؤ خلاصُون ومُومئ. ۱۴دَ دے دَ پاره هغۀ تاسو زمُونږ دَ زيرى په وسيله راوبللئ چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح جلال حاصل کړئ. ۱۵نو اَئے ورُوڼو! مظبُوط پاتے شئ اَؤ دَ کومُو خبرو چه تاسو زمونږ دَ خُلے يا دَ خط په وسيله تعليم مُوندلے دے تاسو په هغے قائم شئ.

۱۶اوس دِ زمُونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله اَؤ زمُونږ پلار خُدائے چه زمُونږ سره مينه وکړله اَؤ دَ فضل په وسيله ئے آبدى تسلى اَؤ ښۀ اُميد راوبخښلُو، ۱۷ستاسو زړُونو ته دِ تسلى درکړى اَؤ په هر ښۀ کار اَؤ کلام باندے مُو دِ مضبوط کړى.