دَ تيموتيوس په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

دويم باب

دَ مسيح عيسىٰ ښۀ سپاهى

۱نو اَئے زما زويه! ته په هغه فضل چه په مسيح عيسىٰ کښے دے، مظبُوط شه. ۲اَؤ کُومے خبرے چه تا دَ ډيرو ګواهانو په وړاندے زما نه آؤريدلى دى هغه دَ داسے ديانتدارو سړو په حواله کړه څوک ئے چه نورو ته دَ ښودنے لائق وى.

۳دَ مسيح عيسىٰ دَ يو ښۀ سپاهى په شان ما سره په سختو زغملو کښے شريک شه. ۴يو سپاهى چه جنګ له ځى نو هغه دَ دُنيا په معاملو کښے ځان نۀ نښلوى دَ دے دَ پاره چه خپل افسر خوشحاله کړى. ۵لوبغاړى هم تر څو چه په قانُونى طور لوبه ګټلے نۀ وى نو دَ ګټے سهره ورته نۀ شى به سر کيدے. ۶کُوم دهقان چه محنت کوى نو دَ فصل وړُومبئ حِصه هغۀ ته ورکول په کار وى. ۷څۀ چه زَۀ وايم په هغے باندے غور وکړه ځکه چه مالِک به تا ته دَ ټولو خبرو پوهه درکړى.

۸عيسىٰ مسيح ياد ساته چه دَ مړو نه راژوندے شوے دے اَؤ دَ داؤد دَ نسل نه دے، يعنے زما دَ زيرى په مُطابق، ۹دَ چا دَ پاره چه زَۀ دَ يو بد کار په شان سختئ زغمم تر دے چه قيد هم يم، خو دَ خُدائے کلام قيد نۀ دے. ۱۰په دے وجه زَۀ دَ غوره شوو دَ خاطره دا هر څۀ په ځان تيروم دَ دے دَ پاره چه هغوئ هم دَ هغه خلاصُون چه دَ مسيح عيسىٰ په وسيله دے دَ آبدى جلال سره خاوندان شى. ۱۱دا خبرے رښتيا دى چه : 

”که مُونږ دَ هغۀ سره مړۀ شوُو نو دَ هغۀ سره

ژوندى هم شوُو.

۱۲که مُونږ سختئ وزغمُو نو دَ هغه سره به بادشاهى هم کوُو،

که مُونږ هغه رد کړو نو هغه به مُونږ هم رد کړى.

۱۳که مُونږ بے وفا شُو خو هغه به وفادار پاتے شى،

ځکه چه هغه دَ خپل ذات نه خلاف هيڅ نۀ شى کولے.“

قبُول شوے کار کُن

۱۴دا خبرے هغوئ ته وريادے کړه اَؤ دَ مالِک په وړاندے پرے دا تاکيد وکړه چه لفظى تکرار دِ ونۀ کړى، ځکه چه دَ دے نه هيڅ نۀ جوړيږى بلکه آؤريدُونکى پرے ورانيږى. ۱۵خپل ځان دَ خُدائے په وړاندے مقبُول اَؤ دَ يو داسے کار کُن په شان دَ پيش کولو کوشِش وکړه چه دَ خپل کار نه نۀ شرميږى، اَؤ څوک چه دَ حق کلام تعليم په صحيح طور ورکوى. ۱۶اَؤ دَ فضُولو خبرو نه ځان ساته چه داسے سړے نور هم په بے دينئ کښے ترقى کوى. ۱۷اَؤ دَ هغوئ خبرے لکه دَ شينى په شان ګزک زياتوى، اَؤ هُميناوس اَؤ فيلِتوس داسے خلق دى ۱۸اَؤ چه هغوئ په دے وينا چه قيامت شوے دے دَ حق نه ګُمراه شوى دى اَؤ دَ بعضو خلقو ايمان خرابوى. ۱۹خو بيا هم هغه بُنياد چه خُدائے ايښے دے، مظبُوط دے اَؤ په هغۀ دا ليکلى دى چه مالِک خپل خلق پيژنى، اَؤ څوک چه دَ مالِک نُوم آخلى، هغه دِ دَ شرارت نه ځان وساتى.

۲۰په لوئے کور کښے نۀ يواځے دَ سرو سپينو لوښى وى بلکه دَ لرګى اَؤ خاورين لوښى هم وى، چه څۀ خاص اَؤ څۀ عام وى. ۲۱پس هغه څوک چه دَ دے نه خپل ځان جُدا اَؤ پاک ساتى هغه به دَ خاص لوښى شى اَؤ مُقدس کيږى به اَؤ دَ مالِک دَ کار لائق اَؤ هر نيک کار ته به تيار ولاړ وى. ۲۲دَ ځوانئ دَ خواهشاتو نه تيښته کوه، اَؤ څوک چه په پاک زړۀ دَ مالِک نه دُعا غواړى، دَ هغوئ سره دَ صداقت، ايمان اَؤ مينے اَؤ دَ صُلحے طلب ګار اوسه. ۲۳خو دَ بے وقوفئ اَؤ ناپوهئ دَ بحثُونو نه ځان په ډډه ساته، ځکه چه تا ته معلُومه ده چه دَ دوئ نه جګړے جوړيږى. ۲۴اَؤ دا مُناسب نۀ دى چه دَ مالِک خادم دِ جګړے کوى، بلکه هغه دِ دَ ټولو سره نرمى کوى اَؤ دَ تعليم ورکولو لائق اَؤ صبرناک دِ وى. ۲۵اَؤ مُخالفت کوُونکى دِ په نرمئ سمولے کيدے شى، چه خُدائے هغوئ ته دَ توبے ويستو طاقت ورکړى اَؤ هغوئ حق وپيژنى. ۲۶په دے وجه به پوه شى اَؤ دَ ابليس دَ دام نه بچ شى چه هغۀ دَ خپلے مرضئ دَ پُوره کولو دَ پاره نيولى دى.