۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ تيموتيوس په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

دريم باب

په آخرى ورځو کښے دَ خلقو اَخلاقى حالت

۱خو بيا دا ياد لره چه په آخرى ورځو کښے به بد وختُونه راځى. ۲اِنسان به خود غرضه، دَ زرو دوست، لافے کوُونکے، مغروره، بد زبانه، دَ مور پلار نافرمانه، ناشکره، بے دينه. ۳بے مروته، سخت زړۀ، الزام لګوُونکے، نۀ زغمُونکے، تُند مِزاجه، دَ نيکئ دُښمن، ۴دوکه باز، بے پرواه، کبرژن، دَ خُدائے په نسبت عيش زيات خوښوُونکے وى. ۵هغوئ خو به په ظاهره دَ ديندارئ نمائش کوى خو اثر به ئے نۀ قبلوى. نو دَ داسے خلقو نه ځان ساته. ۶په دوئ کښے هغه خلق دى څوک چه کُورونو ته په څۀ چلول ورننوزى اَؤ هغه خرابے ښځے قابُو کوى څوک چه په ګُناهُونو کښے راګيرے وى اَؤ دَ قِسما قِسم خواهشُونو په ولقه کښے وى. ۷اَؤ سره دَ دے چه داسے ښځے هميشه دَ زده کولو کوشِش کوى خو دَ حق پيژندو ته نۀ وررسى. ۸اَؤ څۀ رنګ چه ينيس اَؤ يمبريس دَ مُوسىٰ مُخالفت کړے وو، هغه رنګ دوئ هم دَ حق مُخالفت کوى. دا هغسے خلق دى دَ چا عقل چه وران شوے وى اَؤ دَ ايمان په مُطابق قبُول شوے نۀ وى. ۹خو هغوئ به ترقى ونۀ کړى ځکه چه دَ هغوئ ناپوهتيا به په ټولو خلقو ظاهره شى لکه چه دَ هغوئ هم ظاهره شوے وه.

آخرى نصيحت

۱۰خو تۀ زما دَ تعليم، چال چلن اَؤ دَ ژوند دَ مقصد نه ښۀ خبر يئے اَؤ تا ته زما ايمان، زغم، مينه اَؤ صبر هم معلُوم دى. ۱۱تۀ خبر يئے چه ما څنګه تکليفُونه وزغمل اَؤ څنګه وربړولے شوم، يعنے هغه تکليفُونه چه په اَنطاکيه، اِکونيوم اَؤ په لُستره کښے په ما راغلل خو مالِک زَۀ دَ هغو ټولو نه بچ کړلم. ۱۲بلکه هر څوک چه دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے په ديندارئ ژوند تيرول غواړى، هغوئ ټول به وربړولے شى. ۱۳اَؤ خراب اَؤ دوکه باز سړى به په دوکه ورکولو اَؤ دوکه خوړلو لا زيات ورانيږى. ۱۴خو تۀ په هغه خبرو چه تا زده کړے دى اَؤ دَ کُومو چه تا ته يقين درکړے شوے وو، په دے نيت قائم اوسه چه تا هغه دَ کُومو خلقو نه زده کړے وے. ۱۵اَؤ تۀ دَ وړُوکوالى راسے دَ هغو پاکو نوشتو نه خبر يئے، کُومے چه تا ته په عيسىٰ مسيح دَ ايمان راوړلو دَ خلاصون مُوندلو دَ پاره پوهه دربخښلے شى. ۱۶هره صحيفه دَ خُدائے دَ رُوح دَ اِلهام په وسيله ده اَؤ دَ تعليم اِلزام، اِصلاح اَؤ صداقت دَ تربيت دَ پاره فائده مند هم. ۱۷دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے بنده کامل شى اَؤ دَ هر نيک کار دَ پاره بلکل تيار شى.