۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

دَ تيموتيوس په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

څلورم باب

۱دَ خُدائے اَؤ دَ مسيح عيسىٰ په وړاندے چه به دَ ژوندو اَؤ دَ مړو عدالت کوى، دَ هغۀ دَ ظاهريدو اَؤ دَ بادشاهئ په دريادولو زَۀ دَ هغۀ په نامه حُکم در کوم. ۲چه تۀ دَ کلام زيرے ورکوه اَؤ وخت ناوخت په دے کار کښے تيار اوسه، اَؤ چه تعليم ورکوے نو دَ صبر سره ئے قايل اَؤ ملامت کوه اَؤ تسلى ورکوه. ۳ځکه چه داسے وخت به راځى چه خلق به صحيح تعليم نۀ زغمى، بلکه دَ خپلے خوښے په مُطابق به داسے اُستاذان جوړ کړى چه هغوئ ته به هغه څۀ وښائى چه آؤريدل ئے غواړى. ۴اَؤ هغوئ به حق ته غوږ نۀ کيږدى اَؤ قِصو ته به پام کوى. ۵خو تۀ په هر حالت کښے بيدار اوسه، سختى وزغمه، دَ بشارت کار کوه اَؤ دَ خُدائے دَ خادم په حيث خپل خدمت پُوره کوه.

۶ځکه چه زَۀ اوس قُربانى کيدُونکے يم اَؤ زما دَ رُخصتيدو وخت راغلے دے. ۷هغه جنګ چه ما ته په دے دُنيا کښے کول وُو، ما په ښه شان وکړو، خپله منډه مے پُوره کړے ده اَؤ هغه ايمان چه ما ته سپارلے شوے وو، هغه مے محفوظ ساتلے دے. ۸اَؤ وړاندے زما دَ پاره دَ صداقت دَ ګټے سهره کيښودے شوے ده چه عادل مُنصف، يعنے مالِک به ئے ما له په هغه ورځ راکړى، اَؤ يواځے ما له نه، بلکه هغه ټولو له هم چه دَ هغۀ دَ ظاهريدو آرزُومند دى.

شخصى نصيحتُونه

۹ما له دَ راتلو زر کوشِش وکړه. ۱۰ځکه چه دَ ديماس دا موجُوده دُنيا خوښه کړه اَؤ زَۀ ئے پريښودلم اَؤ تِسالونيکے ته لاړو اَؤ کريسکينس ګلتيه ته اَؤ تيطوس دلماتيه ته. ۱۱يواځے لُوقا ما سره دے. مرقوس ځان سره راوله ځکه چه هغه زما په خدمت کښے په کار دے. ۱۲تخيکوس مے اِفِسوس ته اَستولے دے. ۱۳کُومه چُوغه چه ما په ترواس کښے دَ کريوس کره پريښے ده، تۀ چه راځے نو هغه اَؤ کتابُونه خاص په څرمنو ليکلى اَؤ نغښتى شوى دَ ځان سره راؤړه.

۱۴سکندر مسګر زما سره ډيرے بدے کړے دى. خُدائے به هغۀ ته خپل بدل ورکړى. ۱۵دَ هغۀ نه تۀ هم ځان ساته، ځکه چه هغۀ زمُونږ دَ پيغام ډير مُخالفت کړے دے.

۱۶په عدالت کښے زما دَ وړُومبئ صفايئ دَ پيش کولو په وخت هيچا زما ملګرتيا ونۀ کړه بلکه ټولو زۀ يواځے پريښودلم. کاش! چه هغوئ په دے ګُناه ونۀ نيولے شى. ۱۷خو مالِک زما مددګار وو اَؤ هغۀ ما له دا طاقت راکړو چه زما په معرفت دا زيرے په پُوره طور خور شى اَؤ ټول غير يهُوديان دا واؤرى اَؤ زَۀ دَ زمرى له کُومى نه راخلاص کړے شوم. ۱۸مالِک به ما دَ هرے بدئ نه خلاصوى اَؤ خپلے آسمانى بادشاهئ ته به مے په حفاظت رسوى. دَ هغوئ لوئى دِ تل تر تله وى آمين.

سلام

۱۹پرسکيله، اکوله اَؤ دَ اونِسيفوروس په خاندان مے سلام ووايه. ۲۰اِراستوس په کورنتوس کښے ايسار شو اَؤ تروفيموس ما په ميليتوس کښے پريښودو ځکه چه هغه ناجوړه وو. ۲۱دَ ژمى دَ موسم نه وړُومبے تۀ ما ته دَ ځان رارسولو کوشِش وکړه.

يوبولوس اَؤ پودنس، لينوس، کلوديه اَؤ نور ټول ورُوڼه درته سلام وائى.

۲۲مالِک دِ تاسو سره وى اَؤ په تاسو دِ دَ خُدائے فضل وى!

بل څپرکۍ