۰:۰۰ / ۰:۰۰

اَعمال دَ رسُولانو

نولسم باب

پولوس په اِفِسوس کښے

۱څۀ وخت چه اپولوس په کورنتوس کښے وو نو پولوس په دَننئ علاقه کښے وګرزيدلو اَؤ اِفِسوس ته راغے. هلته هغۀ يو څو مُريدان ومُوندل، ۲اَؤ هغو ته ئے ووئيل چه ”څۀ وخت چه تاسو ايمان راوړے وو نو رُوحُ القُدس درباندے نازل شوے وو څۀ؟“

هغوئ جواب ورکړو چه ”نه، مُونږ خو دَ سره دَ رُوحُ القُدس نه خبر قدرے هم نۀ يُو.“

۳بيا پولوس ووئيل چه ”تاسو ته دَ څۀ بپتسمه درکړے شوے وه؟“ هغوئ جواب ورکړو چه ”دَ يحيىٰ بپتسمه.“

۴پولوس بيا ووئيل چه ”کُومه بپتسمه چه يحيىٰ ورکړے وه هغه دَ توبه ګارئ بپتسمه وه. هغۀ خلقو ته وئيلى وُو چه په هغۀ ايمان راؤړئ څوک چه دَ هغۀ نه پس راتلُونکے دے، اَؤ هغه عيسىٰ دے.“

۵دَ دے په آؤريدو هغوئ ته دَ مالِک عيسىٰ په نُوم بپتسمه ورکړے شوه. ۶اَؤ کله چه پولوس خپل لاسُونه په هغوئ کيښول نو په هغوئ رُوحُ القُدس نازل شو اَؤ هغوئ په مُختلفو ژبو خبرے کولے اَؤ دَ نبى په شان ګويا شول. ۷اَؤ هغوئ قريباً دولس کسان وُو.

۸تر دريو مياشتو پورے به پولوس عبادت خانے ته تلو اَؤ دَ خلقو سره ئے په زړه ورتيا بحث کولو اَؤ قائلول به ئے اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ خبرے به ئے کولے. ۹خو ځنى ډير ځيلناک وُو اَؤ وئے نۀ منل اَؤ دَ خلقو په وړاندے ئے مسيحى عقيدے ته بد وئيل. نو پولوس ترے نه لاړو اَؤ خپل مُريدان ئے جُدا کړل اَؤ هره ورځ به ئے دَ تورنوس په مدرسه کښے بحث کاوو. ۱۰دا کار ئے تر دوؤ کالو پورے وکړو اَؤ نتيجه ئے دا شوه چه دَ ايشيا دَ صوبے ټولے آبادئ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو دَ خُدائے کلام واؤريدو.

دَ سکيوا زامن

۱۱اَؤ خُدائے دَ پولوس په وسيله لوئے مُعجزے ښکاره کولے. ۱۲هر کله چه به دَ پولوس دَ وجُود سره لګيدلى رومالُونه يا پيش بندُونه خلقو بيمارانو ته يووړل نو هغوئ به دَ رنځونو نه روغ شول اَؤ ناپاک رُوحُونه به ترے نه پاڅيدل. ۱۳خو ځنے دم آچووُنکى يهُوديان چه سيلانيان وُو نو هغوئ به دَ ناپاکو رُوحونو په رنځُونو دَ مالِک عيسىٰ نُوم استعمالولو. هغوئ به وئيل چه ”دَ هغه عيسىٰ په نُوم قسم درکوُو چه پولوس ئے بيانوى.“ ۱۴دَ سکيوا نُومے يهُودى سردار کاهن اُووۀ زامن وُو چه ئے دا طريقه اِستعمالوله.

۱۵خو کله چه ناپاک رُوح جواب ورکړو اَؤ وئے وئيل چه ”زَۀ عيسىٰ منم اَؤ پولوس هم پيژنم، خو تاسو څوک يئ؟“

۱۶نو هغه ناپاک رُوح نيولى سړى په هغوئ ورټوپ کړل اَؤ ټول ئے رالاندے کړل اَؤ داسے ئے وټکول چه دَ هغۀ دَ کور نه بربنډ اَؤ ژوبل شوى وتښتيدل. ۱۷اَؤ په اِفِسوس کښے دا خبره ټولو يهوديانو اَؤ يُونانيانو ته معلُومه شوه اَؤ په هغوئ ټولو ويره راغله اَؤ دَ مالِک عيسىٰ دَ نُوم لوئى ئے ومُوندله. ۱۸اَؤ نور ډير هغه کسان چه ايمان ئے راؤړے وو، راغلل اَؤ دا اِقرار ئے وکړو چه هغوئ جادُوګرى کوله. ۱۹اَؤ ډيرو جادُوګرو خلقو چه پخوا به ئے جادُوګرى کوله، خپل کتابُونه راجمع کړل اَؤ دَ خلقو دَ وړاندے ئے وسوزول اَؤ دَ ټول قيمت حساب ئے ولګولے شو، نو پينځۀ لکه دَ سپينو زرو سکے وختلو. ۲۰دغه شان دَ مالِک کلام مضبوطيدو اَؤ زيات نه زيات په اثرناکه طريقه خوريدلو.

په اِفسوس ښار کښے بلوه

۲۱پس له دغه خبرو نه پولوس فيصله وکړه چه مکدونيه اَؤ اخيه ته لاړ شى اَؤ بيا بيتُ المُقدس ته ځان ورسوى اَؤ هغۀ ووئيل چه ”هر کله چه زَۀ هلته ورشم نو په کار دى چه دَ رُوم ښار خامخا وګورم.“ ۲۲نو هغۀ دوه ملګرى تيموتيوس اَؤ اِراستوس مِکدونيه ته وليږل اَؤ په دے دوران کښے په خپله څۀ زياته مُوده دَ ايشيا په صُوبه کښے پاتے شو.

۲۳په دے دوران کښے دَ مسيحى عقيدے په وجه سخت تکليف جوړ شو. ۲۴هلته ديميتريوس نُومے يو زرګر وو چه دَ ارتِميسے دَ مندر دَ سپينو زرو نمُونے به ئے جوړولے اَؤ دَ ډيرو کسب روز ګار پرے روان وو. ۲۵هغۀ دَ هغوئ اَؤ دَ داسے نورو کسب ګرو يوه غونډه راوغوښته اَؤ هغوئ ته ئے خبرے وکړلے. هغۀ ووئيل چه ”اَئے سړو! تاسو خبر يئ چه زمُونږ دَ ژوندُون دارو مدار په دے کسب دے. ۲۶خو تاسو ګورئ اَؤ آؤرئ چه دے پولوس نومے سړى په خپلو خبرو څومره ګڼ خلق، نۀ صرف په اِفِسوس کښے بلکه تقريباً په توله ايشيا کښے وغُلول. هغه وائى چه دَ بنى آدم دَ لاسه جوړ خُدايان هډو خُدايان دى نه. ۲۷دا خطره ده چه نۀ تش دا چه زمُونږ کاروبار به بے قدره شى بلکه دَ ارتِميسے مندر به ناڅيزه وګڼلى شى اَؤ په ايشيا اَؤ په ټوله دُنيا کښے چه دَ هغے عبادت کيږى نو دا شان و شوکت به ئے ختم شى!“

۲۸هغوئ چه دا خبرے واؤريدلے نو په غُصه شول اَؤ چغے ئے کړے چه ”دَ اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده!“ ۲۹نو ټول ښار ګډ وډ شو اَؤ هغوئ دَ پولوس دَ سفر ملګرى، يعنے دَ مکدونيه اوسيدُونکى ګايوس اَؤ اريسترخوس ونيول اَؤ دَ تماشے ځائے ته راغونډ شول. ۳۰پولوس هغه ګڼے ته تلل غوښتل خو نورو عيسايانو پرے نۀ ښودو. ۳۱اَؤ دَ ځنے دَ صوبے مشرانو چه دَ پولوس دوستان وُو، جواب وروليږلو چه ”دَ تماشے ځائے ته لاړ نۀ شے.“ ۳۲په دے دوران کښے غونډه ګډه وډه شوه اَؤ ځنو څۀ چغے وهلے اَؤ ځنو څۀ، ځکه چه په هغوئ کښے ډير په دے خبر هم نۀ وُو چه دَ څۀ مقصد دَ پاره دلته راجمع شوى دى. ۳۳خو په غونډه کښے دَ ځنو کسانو دا خيال وو چه سکندر قصور وار دے چه يهُوديانو مخکښے قطار ته ديکه کړے وو. هغۀ خلقو ته دَ خاموشئ اِشاره وکړه اَؤ ګڼے ته ئے دَ جواب ورکولو کوشش وکړو. ۳۴خو چه هغوئ وپيژندو چه دا خو يهُودى دے نو هغوئ ټولو يوه چغه وويسته چه ”دَ اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده!“ تر دوؤ ګينټو پورے هغوئ دا چغے وهلے.

۳۵خو دَ ښار سيکتر ګڼه چپ کړه. هغۀ ووئيل چه ”اَئے دَ اِفِسوس خلقو! هر چا ته معلُومه ده چه زمُونږ دَ اِفِسوس ښار دَ لوے ارتِميسے مندر اَؤ دَ هغے پاک کاڼے چه له آسمان نه راپريوتو، منجوره دے. ۳۶چونکه په دے هيڅ مُخالفت نِشته، نو تاسو له په کار دى چه خاموشه شئ اَؤ په تادئ کښے څۀ قدم اُوچت نۀ کړئ. ۳۷دا کسان چه تاسو دلته راوستى دى، نۀ خو دَ مندر غلۀ دى اَؤ نۀ ئے زمُونږ ديوى ته کُفر غرولے دے. ۳۸ځکه که چرے ديميتريوس اَؤ دَ هغۀ کسب ګر دَ چا خلاف مقدمه لرى نو دَ عدالت ورځے شته اَؤ مُنصفان هم، نو دواړه ډلے دِ په يو بل شکايت وکړى. ۳۹خو که ستاسو څۀ نور سوال وى نو دَ هغۀ فيصله به په قانُونى مجلس کښے وشى. ۴۰مُونږ دَ ننئ بلوے په حق کښے دَ شکايت خطره په ځان آخستے ده ولے چه دَ دے هيڅ وجه نِشته اَؤ مُونږ دَ بلے ډلے په حقله هيڅ جواب نۀ شُو ورکولے.“ ۴۱په دے خبرو ئے هغه ګڼه رُخصت کړه.