۰:۰۰ / ۰:۰۰

اَعمال دَ رسُولانو

شلم باب

مِکدونيه اَؤ يُونان ته دَ پولوس سفر

۱هر کله چه تکليف ختم شو نو پولوس په مُريدانو پسے خبر واستولو اَؤ دَ تسلئ دَ لاسے نه پس ئے بيا رُخصت واخستو اَؤ مکدونيه ته لاړو. ۲هغۀ دَ وطن په هغه علاقو کښے سفر وکړو اَؤ خلقو له به ئے تسلى ورکوله اَؤ دغه شان هغه يُونان ته ورسيدلو، ۳اَؤ هغۀ درے مياشتے هلته تيرے کړے. اَؤ شام ته دَ اوبو په جهاز کښے تلو خو چه يهُوديانو دَ هغۀ په خلاف يو سازش کړے وو نو هغۀ دا فيصله وکړه چه دَ مِکدونيه په لارے بيرته ستُون شى. ۴اَؤ دَ پرحوس زوئے سوپترس له بيريه نه، اريسترخوس اَؤ سکندُسله تِسالونيکيه نه، ګايوس له دِربے نه اَؤ هم تيموتيوس، اَؤ تخيکوس اَؤ تروفيموس له ايشيا نه دَ هغۀ ملګرى وُو. ۵هغوئ مخکښے لاړل اَؤ په تروآس کښے ئے زمُونږ اِنتظار کاوو. ۶بيا چه دَ پتيرے ډوډئ دَ اختر ورځے تيرے شوے نو مُونږ دَ فيليپى نه دَ اوبو په جهاز کښے روان شوُو اَؤ په پنځو ورځو کښے هغوئ ته په ترواس کښے ورسيدلُو اَؤ هلته مو يوه هفته تيره کړه.

په تروآس کښے دَ پولوس آخرى ملاقات

۷دَ اِتوار په ماښام مُونږ دَ ډوډئ ماتولو دَ پاره راغونډ شوى وُو اَؤ پولوس چه په بله ورځ رُخصتيدُونکے وو، هغوئ ته ئے خطاب وکړو اَؤ تر نيمے شپے پورے ئے خبرے کولے. ۸اَؤ پاس په بالا خانه کښے چرته چه مُونږ راجمع وُو ډير مشعلُونه بل وُو. ۹اَؤ يوتخوس نومے يو زلمے وو چه دَ کړکئ په چوکاټ ناست وو. دَ پولوس دَ خبرو په دوران کښے ډير خوب وزنګولو اَؤ آخر چه خوب پرے غالب شو نو دَ دريم چت نه ښکته مزکے ته پريوتو اَؤ چه هغوئ را اُوچت کړو نو مړ شوے وو. ۱۰پولوس ښکته ور کُوز شو اَؤ په خپله په هغۀ ورپريوتو اَؤ بيا ئے هغه په غيږ کښے راونيولو اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل، ”مۀ ويريږئ، په دَۀ کښے خو لا ساه شته!“ ۱۱هغه بيا بالاخانے ته وخوتو، ډوډئ ئے ما ته کړه اَؤ وئے خوړه اَؤ دَ هغوئ سره ئے تر سحره پورے خبرے کولے اَؤ بيا هغه روان شو. ۱۲اَؤ هغوئ هغه زلمے ژوندے بوتلو اَؤ ښۀ په آرام وو.

دَ پولوس دَ تروآس نه ميليتوس پورے سفر

۱۳نو مُونږ وړاندے دَ اوبو په جهاز کښے سوارۀ شوُو اَؤ اَسوس ته روان شوُو په کُوم ځائے کښے چه پولوس هم دغه جهاز ته راختُونکے وو. هغۀ دا بندوبست کړے وو ځکه چه هغه په خپله دَ وچے په لاره تلو. ۱۴هر کله چه هغه مُونږ سره په اَسوس کښے يو ځائے شو نو مُونږ په جهاز کښے سور کړو اَؤ په اولنئ ورځ ميتيلينے ته لاړلُو. ۱۵اَؤ په دويمه ورځ مُونږ دَ هغه ځايه روان شوُو اَؤ دَ خيوس بلے غاړے ته ورسيدلُو. په دريمه ورځ مُونږ ساموس ته لاړلُو اَؤ په څلورمه ورځ ميليتوس ته ورسيدلُو. ۱۶ځکه چه پولوس دا فيصله کړے وه چه له اِفِسوس نه تير شى چه دغه شان دَ ايشيا په علاقه کښے دَ وخت ضائع کولو نه بچ شى، دَ هغۀ بيتُ المُقدس ته دَ رسيدو ځکه تلوار وو چه دَ پنتکُست ورځے ته هلته ورسى.

دَ پولوس دَ اِفِسوس مشرانو سره ملاقات

۱۷نو پولوس دَ ميليتوس نه اِفِسوس ته خبر واستولو اَؤ دَ جماعت مشران ئے راوبلل. ۱۸اَؤ کله چه هغوئ ورته راورسيدل نو داسے خبرے ئے ورته وکړلے، ”تاسو ته پته ده چه ما تاسو سره څنګه ژوند تير کړو، دَ هغه ورځے نه چه ما اول دَ ايشيا په مزکه قدم کيښودو اَؤ څومره مُوده چه زَۀ تاسو سره وم. ۱۹يعنے ما پُوره په عاجزئ اَؤ ژړا سره دَ مالِک غُلامى کوله سره دَ يهُوديانو دَ سازشُونو اَؤ آزميښتُونو چه په ما راغلل. ۲۰اَؤ تاسو ته دا معلُومه ده چه ما يو داسے څيز هم چه ستاسو دَ ښيګړے دَ پاره وو، پټ ونۀ ساتلو. ما تاسو ته کلام رسولے دے اَؤ په ښکاره اَؤ په کور کور کښے مے درله تعليم در کړے دے. ۲۱اَؤ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو ته مے دَ خُدائے په وړاندے دَ توبے ويستلو اَؤ په مالِک عيسىٰ مسيح دَ ايمان راوړلو شاهدى کړے ده. ۲۲اَؤ اوس لکه چه تاسو وينئ، زَۀ دَ رُوح دَ لاسه مجبُور بيتُ المُقدس ته روان يم، اَؤ هلته چه څۀ ما تا پيښيږى دَ هغے نه هيڅ خبر نۀ يم. ۲۳بے له دے نه چه په هر ښار کښے ما ته رُوحُ القُدس دا خبر راکوى چه قيد اَؤ تکليفُونه زما په اِنتظار کښے دى. ۲۴خپله ځانى خو زَۀ دَ ژوند هيڅ پرواه دار نۀ يم، خو زَۀ دا غواړم چه منډه تر سره کړم اَؤ هغه کار پُوره کړم چه مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے چه دَ خُدائے دَ فضل دَ زيرى په باب کښے شهادت وکړم.

۲۵يوه بله خبره واؤرئ، ما چه ستاسو ټولو په مينځ کښے دَ خُدائے دَ بادشاهت وعظ کاوو، خو اوس ما ته دا ښکارى چه په تاسو کښے به يو کس هم زما مخ بيا ونۀ وينى. ۲۶نو زَۀ اوس په دے ځائے دا اِعلان کوم چه زما په غاړه دَ هيچا دَ خُون پور نِشته. ۲۷ځکه چه ما هيڅ درنه پټ ساتلى نۀ دى اَؤ ما تاسو ته دَ خُدائے ټول امرُونه څرګند کړى دى. ۲۸دَ خپل ځان اَؤ دَ هغه ټول کنډک خيال ساتئ کُوم چه رُوحُ القُدس ستاسو په حواله کړے دے اَؤ تاسو دَ مالِک دَ هغے جماعت شپُونکى يئ کُوم چه هغۀ دَ خپلے وينے په قيمت آخستے دے. ۲۹ما ته معلُومه ده چه هر کله چه زَۀ ستاسو نه لاړ شم نو داړُونکى شرمخان به په تاسو کښے راشى اَؤ کنډک به په امان پرے نۀ ږدى. ۳۰اَؤ هم په تاسو کښے به ځنى خلق داسے راپورته شى چه رښتيا به ورانوى اَؤ مُريدان به دے ته راپاروى چه دَ حق نه ئے واړوى اَؤ دَ دوئ ملګرى شى. ۳۱نو خبردار اوسئ! اَؤ ياد لرئ چه تر دريو کالو پورے مے څنګه شپه اَؤ ورځ په تاسو کښے هر يو ته په ژړا تعليم درکړو.

۳۲اَؤ اوس زَۀ تاسو دَ مالِک اَؤ دَ هغۀ دَ فضل کلام ته سپارم چه ستاسو دَ مظبُوطولو اَؤ په هغه ټولو کښے چه ځانُونه ئے ورته سپارلى دى خپل ميراث درکولے شى. ۳۳ما دَ هيچا سپين زر اَؤ سرۀ زر يا جامو ته دَ ځان دَ پاره نۀ دى کتلى. ۳۴اَؤ تاسو ټول خبر يئ چه ما په خپلو دے لاسُونو خپل اَؤ دَ خپلو ملګرو حاجتُونه پُوره کړى دى. ۳۵ما تاسو ته ښکاره کړه چه په مُشقت سره دَ کمزورو مدد په دے شان وکړئ اَؤ دَ مالِک عيسىٰ خبرے درته ياد ساتل په کار دى چه په خپله ئے وئيلى دى چه دَ آخستلو نه ورکړه غوره ده.“

۳۶کله چه پولوس خبرے ختمے کړے نو هغه دَ هغوئ سره په سجده پريوتو اَؤ دُعا ئے وغوښتله. ۳۷بيا هغوئ ټولو وژړل اَؤ پولوس سره تر غاړه وتل اَؤ کښل ئے کړو. ۳۸هغوئ په دے زيات خفه وُو چه هغۀ ووئيل چه دوئ به بيا دَ هغۀ مخ کله هم ونۀ وينى. اَؤ هغوئ دغه شان تر جهاز پورے ورسره جلب وکړو.