۰:۰۰ / ۰:۰۰

اَعمال دَ رسُولانو

يوويشتم باب

دَ پولوس بيتُ المُقدس ته تلل

۱کله چه مُونږ دَ هغوئ نه رُخصت شولُو اَؤ جهاز روان شو، نو مُونږ نيغ قوس ته ورسيدلُو اَؤ په بله ورځ رودوس ته اَؤ دَ هغه ځايه پاترے ته. ۲هلته يو جهاز ولاړ وو چه فينکيے ته تيار وو. مُونږ وروختلُو اَؤ په هغۀ کښے مو سفر وکړو. ۳مُونږ په لاره کښے قبرص ښار وليدلو اَؤ ترے نه په ګس لاس تير شوُو اَؤ شام ته مو سفر جارى وساتلو اَؤ په صور کښے کُوز شوُو ځکه چه هلته ئے دَ جهاز نه څۀ سامان کُوزولو. ۴زمُونږ مُريدان مو ومُوندل اَؤ يوه هفته هلته ايسار شوُو. اَؤ هغوئ دَ رُوحُ القُدس په هدايت پولوس ته ووئيل چه ”ګوره! بيتُ المُقدس ته مۀ ځه!“ ۵خو هر کله چه يوه هفته پُوره شوه نو مُونږ له هغه ځائے نه روان شوُو. اَؤ هغوئ ټول اَؤ دَ هغوئ ښځے اَؤ بچى زمُونږ په جلب کښے دَ ښار نه بهر راووتل اَؤ هلته مُونږ دَ سمندر په غاړه په سجده شوُو اَؤ دُعا مو وغوښته. ۶بيا مو يو بل ته په مخه ښه ووئيل اَؤ بيا مُونږ جهاز ته وختلُو اَؤ هغوئ کور ته واپس لاړل.

۷مُونږ دَ صور نه پتوليمَس ته ورسيدلُو اَؤ هلته دَ اوبو جهاز سفر ختم کړو. اَؤ هلته مو دينى ورُوڼو ته سلام ووئيلو اَؤ دَ هغوئ سره مو يوه ورځ تيره کړه، ۸اَؤ په بله ورځ روان شوُو اَؤ قيصريه ته راغلُو. اَؤ مُونږ دَ فيليپوس کور ته لاړلُو چه هغه يو زيرے آؤروُونکے وو اَؤ په هغه اوو کسانو کښے وو چه په بيتُ المُقدس کښے انتخاب شوى وُو اَؤ هغۀ سره پاتے شوُو. ۹دَ هغۀ څلور پيغلے لُوڼه وے چه نبوت به ئے کاوو. ۱۰مُونږ چه هلته يو څو ورځے ايسار وُو نو دَ يهُوديه نه اګابوس نومے يو نبى راغے. ۱۱هغه مُونږ ته راغے، دَ پولوس ملاتړ ئے واخيستو اَؤ په هغۀ ئے خپل لاس پښے وتړل اَؤ وئے وئيل چه ”دا دَ رُوحُ القُدس کلام دے چه په بيتُ المُقدس کښے به يهُوديان دَ دے ملاتړ خاوند هم دغه شان وتړى اَؤ هغه به غير يهُوديانو ته په حواله کړى.“

۱۲مُونږ چه دا خبرے واؤريدلے نو مُونږ اَؤ نورو مقامى خلقو پولوس ته نصيحت وکړو چه بيتُ المُقدس ته دَ تلو خيال پريږدئ. ۱۳خو پولوس جواب ورکړو، ”دا دومره اوښکے ولے؟ تاسو زما دَ زړۀ دَ ماتولو کوشِش ولے کوئ؟ تر څو چه زما خبره ده زَۀ نۀ يواځے تړلو ته، بلکه دے ته هم تيار يم چه دَ مالِک عيسىٰ په نُوم په بيتُ المُقدس کښے مړ شم.“

۱۴بيا چه هغه قائل نۀ شو نو مُونږ دا خبره پريښوده اَؤ ومو وئيل چه ”دَ مالِک مرضى دِ وشى.“

۱۵دَ دے نه پس مُونږ خپل سامان وتړلو اَؤ دَ بيتُ المُقدس په لار روان شوُو. ۱۶دَ قيصريه نه ځنے مُريدان مُونږ سره روان شول اَؤ مناسون نومے سړے چه دَ قبرص اوسيدُونکے وو اَؤ دَ پخوا دَ مُريدانو نه وو، هغۀ ته ئے راوستلُو دَ چا په کور کښے چه مُونږ ميلمانۀ کيدُونکى وُو.

دَ پولوس يعقُوب سره ملاقات

۱۷دغه شان مُونږ بيتُ المُقدس ته راورسيدلُو اَؤ هلته راته دينى ورُوڼو په خوشحالئ سره هر کلے ووے. ۱۸په بله ورځ پولوس يعقُوب ته ورغے اَؤ مُونږ هم ورسره وُو اَؤ مشران حاضر وُو. ۱۹پولوس ورته سلام وکړو اَؤ بيا ئے هغه هر څۀ په تفصيل سره ورته بيان کړل چه دَ خُدائے په فضل سره په غير يهُود قومُونو کښے دَ دَۀ دَ خدمت په وسيله شوى وُو. ۲۰کله چه هغوئ دا واؤريدل نو هغوئ دَ خُدائے ثنا ووئيله. بيا هغوئ پولوس ته ووئيل، ”ګوره وروره! په يهُوديانو کښے څومره په زرګُونو کسانو ايمان راوړے دے اَؤ هغوئ ټول دَ شريعت په حقله ښه سرګرم دى. ۲۱اوس هغوئ ستا په باب کښے خبر شوى دى چه تۀ هغه ټولو يهُوديانو ته چه په غيرو قومُونو کښے اوسى، دا تعليم ورکوے چه دَ مُوسىٰ نه راواؤړئ، يعنے هغو ته وائے چه خپل بچى مه سُنتوئ اَؤ زمُونږ په لار راځئ. ۲۲هغوئ به يقيناً ستا دَ راتلو نه خبر شى نو اوس څۀ وکړُو؟ ۲۳نو تۀ هغه څۀ کوه چه مُونږ درته وايُو. نو دلته مُونږ سره څلور سړى دى چه نذر ئے منلے دے. ۲۴تۀ دوئ دَ ځان سره کړه اَؤ ورسره خپل ځان پاک کړه، دَ هغوئ دَ سرکلى پيسے تۀ ورکړه، بيا به هغوئ خپل سرُونه وخرئ. نو بيا به هر څوک پوهه شى چه ستا په باب کښے وئيلے شوے قِصے رښتيا نۀ دى، بلکه تۀ يو سرګرم يهُودى يئے اَؤ په شريعت په خپله هم عمل کوے. ۲۵اَؤ تر څو چه دَ نوى ايمان راوړُونکو تعلق دے نو مُونږ هغوئ ته دا هدايت ورکوُو چه دوئ دِ دَ هغے غوښے نه ځان وساتى کُومه چه دَ بُتانو په نُوم قُربانى شوے وى، اَؤ دَ وينے نه، دَ هغے څيز دَ غوښے نه چه خپه کړے شوے وى اَؤ دَ حرام کارئ نه دِ ځان وساتى.“

۲۶نو پولوس په بله ورځ هغه څلور سړى دَ ځان سره کړل اَؤ دَ هغوئ سره دَ ځان پاکولو دَ دستورے نه پس هغه دَ خُدائے کور ته لاړو چه دَ هغه تاريخ اِظهار وکړى په کُوم چه دَ پاکيدو وخت پُوره کيږى اَؤ په هغوئ کښے دَ هر يو دَ پاره به منښته ورکړے شى.

دَ خُدائے په کور کښے دَ پولوس ګرفتارى

۲۷خو دَ اُوو ورځو دَ پُوره کيدو نه لږ وړاندے دَ ايشيا دَ صوبے يهُوديانو پولوس دَ خُدائے په کور کښے وليدلو. هغوئ ټوله ګڼه ولمسوله اَؤ هغه ئے ونيولو، ۲۸اَؤ چغے ئے کړلے، ”اَئے اِسرائيليانو! رامدد شئ! رامدد شئ! دا هغه سړے دے چه په ټوله دُنيا کښے خپله عقيده خوروى اَؤ زمُونږ په خلقو اَؤ په شريعت اَؤ زمُونږ دَ خُدائے په کور ګواښونه کوى. اَؤ دَ ټولو نه لويه خبره په کښے دا ده چه هغۀ يُونانيان هم دَ خُدائے کور ته راوستى دى اَؤ دا پاک ځائے ئے پرے پليت کړے دے.“ ۲۹ځکه چه هغوئ په ښار کښے اول دَ دَۀ سره تروفيموس دَ اِفِسوس ليدلے وو اَؤ دا ئے ګمان وو چه ګنى دا ئے دَ ځان سره دَ خُدائے کور ته ننه ايستے دے.

۳۰ټول ښار ناقلاره شو اَؤ دَ هر طرف نه خلق په دَؤ راغلل. هغوئ پولوس ونيولو اَؤ دَ خُدائے دَ کور نه ئے بهر راکښو اَؤ سمدستى دَ خُدائے دَ کور ټولے دروازے بندے کړے شولے. ۳۱هغوئ لا دَ هغۀ دَ مرګ کوشِش کولو چه دَ پلټنے کمان افسر ته خبر ورسيدو چه په ټول بيتُ المُقدس کښے غوغا ده. ۳۲هغۀ سمدستى سپاهيان اَؤ دَ هغوئ صوبه داران دَ ځان سره کړل اَؤ په منډه ئے دَ اَړى ګړى ځائے ته ځان ورسولو. اَؤ څۀ وخت چه هغوئ کمان افسر اَؤ سپاهيان وليدل نو دَ پولوس دَ وهلو نه ئے لاس راکښو. ۳۳کمان افسر وړاندے ورغے، هغه ئے ګرفتار کړو اَؤ حُکم ئے ورکړو چه ”دوه زولنئ ورته واچوئ.“ بيا هغۀ تپوس وکړو چه ”دا سړے څوک دے اَؤ کړى ئے څۀ دى؟“ ۳۴په ګڼه کښے چا يوه چغه وهله اَؤ چا بله. کله چه هغۀ دَ غوغا په وجه اصل حقيقت معلُوم نۀ کړے شو نو حُکم ئے ورکړو چه ”دے قلعه ته دَ ننه کړئ.“ ۳۵کله چه پولوس دَ قلعه پوړو ته ورسيدو نو دَ خلقو دَ ببر کيدو له کبله هغه سپاهيانو اُوچت يوړو، ۳۶ځکه چه ټول خلق ورپسے وُو اَؤ دغه چغے ئے وهلے چه ”مړ ئے کړئ!“

دَ پولوس دَ خپل ځان په حقله صفائى پيش کول

۳۷کُوم وخت چه ئے پولوس قلعه ته بوتلو نو هغۀ کمان افسر ته ووئيل چه ”زَۀ تا ته يوه خبره کولے شم؟“ کمان افسر ورته ووئيل چه ”ښه، نو تاله يُونانى هم درځى؟ ۳۸مطلب دا چه تۀ بيا هغه مِصرى نۀ يئے چا چه څۀ مُوده مخکښے بغاوت کړے وو اَؤ څلور زره فساديان ئے دَ ځان سره بيابان ته بوتلى وُو؟“

۳۹پولوس جواب ورکړو چه ”زَۀ يهُودى يم اَؤ دَ کلکيه دَ ترسوس اوسيدُونکے يم، څۀ دَ معمولى ښار اوسيدُونکے نۀ يم. زَۀ ستا نه اِجازت غواړم چه دے خلقو ته څۀ خبرے وکړم.“

۴۰اَؤ چه اِجازت ورله ورکړے شو نو پولوس په پوړو ودريدو اَؤ خلقو ته ئے دَ چپ کيدو اِشاره وکړه. اَؤ کله چه خلق غلى شول نو هغۀ ورته په عبرانئ ژبه کښے تقرير وکړو اَؤ وئے وئيل چه :