دَ کولوسيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

دويم باب

۱زَۀ غواړم چه تاسو په دے پوهه شئ چه ستاسو دَ پاره اَؤ دَ لوديکيانو دَ پاره اَؤ دَ هغوئ ټولو دَ پاره چه ما په شخصى طور نۀ پيژنى، څومره خوارى کوم، ۲دَ دے دَ پاره چه دَ هغوئ په زړُونو کښے تسلى پيدا شى اَؤ چه هغوئ په مينه کښے دَ يو بل سره تړلى وى اَؤ دَ پُوره پوهے سره ترقى وکړى، اَؤ داسے به دَ خُدائے راز يعنے مسيح وپيژنى. ۳دَ حِکمت اَؤ معرفت ټولے خزانے په هغۀ کښے جمع دى.

۴دا زَۀ دَ دے دَ پاره وايم چه څوک تاسو ته په خوږو خبرو دوکه درنۀ کړى. ۵ځکه چه اګر که په وجُود کښے ستاسو نه لرے يم خو په رُوح کښے ستاسو سره يم، اَؤ زَۀ ستاسو په وجه خوشحاله يم ځکه چه زَۀ وينم چه تاسو باقاعده په خپل ايمان کښے چه په مسيح دے، قائم يئ.

په مسيح کښے دَ ژوندُون معمُورى

۶نو تاسو چه مسيح عيسىٰ په طور دَ خپل مالِک قبُول کړو، هم هغه شان دَ هغۀ په يووالى کښے ژوندُون تيروئ. ۷اَؤ په هغۀ کښے دَ ونو په شان بيخ ولرئ دَ ماڼئ په شان په هغۀ بُنياد ولرئ، اَؤ څۀ رنګ چه تاسو تعليم آخستے دے، هم هغه شان په ايمان کښے مظبُوط اوسئ، اَؤ دَ خُدائے ډير شکر کوئ.

۸دَ خپل ځان خيال ساتئ چه هيڅوک هم تاسو په خپل فلسفيانه اَؤ بے مطلبه ټګئ کښے ګير نۀ کړى، ځکه دا حِکمت دَ مسيح نۀ دے بلکه دَ اِنسانى رواياتو اَؤ دَ دُنيا دَ اِبتدائ خبرو په مُطابق دے. ۹ځکه هر څۀ چه خُدائے دے، هم هغه شان مسيح په خپل اِنسانى حالت کښے په کامل طور هم هغه دے. ۱۰اَؤ تاسو دَ مسيح په يووالى کښے کمال ته رسيدلى يئ چه دَ ټولو حُکومتُونو اَؤ اِختيارُونو سر دے.

۱۱اَؤ په هغۀ کښے تاسو داسے سُنت شوئ چه په لاس سره نۀ کيږى، يعنے دَ مسيح نه سُنت شوئ، يعنے دَ خپل ګُناه لړلى فطرت نه بچ شوئ. ۱۲اَؤ تاسو دَ مسيح سره په بپتسمه کښے ښخ شوئ اَؤ په هغۀ کښے مو دَ هغه خُدائے په قوت ايمان راؤړو چه هغه ئے دَ مړو نه ژوندے کړو، اَؤ تاسو هم ورسره ژوندى شوئ. ۱۳اَؤ هغۀ تاسو هم چه دَ خپلو ګُناهُونو اَؤ دَ وجُود دَ ناسُنتوالى په وجه مړۀ وئ، دَ هغۀ سره ژوندى کړئ اَؤ زمُونږ ټول ګُناهُونه ئے وبخښل. ۱۴هر څۀ چه مُونږ دَ شريعت دَ حُکمُونو په خلاف قُصورُونه کړى وُو، هغه په يوه روزنامچه کښے ليکلى شوى وُو، هغۀ هغه دَ روزنامچے ليک په خپله وران کړو، يعنے هغه ئے په سولئ ټک وهلو، اَؤ زمُونږ دَ مخے نه ئے لرے کړلو. ۱۵اَؤ هغه شان هغۀ دَ حکومتُونو اَؤ دَ اِختيار دَ خاوندانو وسلے واخستلے، يعنے دَ سولئ په سبب هغوئ له دَ ماتے ورکولو سره ئے دَ ټولو په مخکښے ماتے خوړلى دُښمنان څرګند کړل.

۱۶نو هيڅوک هم دَ خوراک څښاک يا دَ اختر يا دَ نوے مياشت يا دَ سبت په حقله دِ په تاسو اِلزام ونۀ لګوى. ۱۷ځکه چه دا دَ راتلُونکو څيزُونو سورے دے خو مسيح حقيقت دے. ۱۸هيچا له موقعه مه ورکوئ چه څوک دِ خپل ځان په ښۀ ګڼلو تاسو مُجرم کوى. داسے خلق په خاص خاص کشفُونو ليدو سره بل مجبُوروى چه هغوئ خپل ځان عاجزان کړى اَؤ فرښتے خُدايان ومنى. داسے عاجزى رښتينى نۀ ده اَؤ داسے خلق دَ خپل عقل په خبرو بے فائدے وپړسيږى. ۱۹داسے خلقو خپل روابط دَ مسيح سره، يعنے دَ سر سره پريښى دى. دَ مسيح په ټول وجُود اِختيار دے، اَؤ هغه وجُود دَ مسيح نه دَ طاقت مُوندلو په وسيله پلے، بندُونه اَؤ اندامُونو په يو بدن کښے يو ځائے کيږى. داسے هغه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق لوئيږى.

په مسيح کښے نوے ژوندُون

۲۰که تاسو دَ دُنيا دَ قُوتُونو په نسبت دَ مسيح سره مړۀ شوئ نو بيا تاسو ولے دَ هغوئ په شان ژوند تيروئ چه دَ دے دُنيا وى؟ اَؤ تاسو ولے دَ هغوئ حُکمُونه منئ، ۲۱لکه ”دے له لاس مه وروړئ، دا مۀ څکئ اَؤ په دے مۀ بلوسيږئ؟“ ۲۲دا ټول څيزُونه په اِستعمالولو کښے به ختم شى ځکه چه دا حُکمُونه اَؤ تعليمُونه اِنسان جوړ کړى دى. ۲۳داسے ښکارى چه دَ دے حُکمُونو بُنياد په حکمت کيښودے شوے دے، دَ مِثال په طور هغوئ دَ خپلے مرضئ په مُطابق عبادت کوى اَؤ دَ دروغو عاجزى ښکاره کوى اَؤ دَ فقيرانو په شان په ځان سختے تيروى، خو داسے حُکمُونه بے فائدے دى ځکه چه هغوئ دَ نفسانى شوقُونو په قابو مُوندلو هيڅ فائده نۀ ورکوى.