۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ کولوسيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

دريم باب

۱آيا تاسو دَ مسيح سره نۀ وئ راژوندى کړى شوى؟ نو بيا تاسو دَ آسمانى څيزُونو لټُون کوئ چرته چه مسيح موجُود دے اَؤ دَ خُدائے ښى طرف ته ناست دے. ۲دَ آسمانى څيزُونو خيال ساتئ، نۀ چه دَ مزکے. ۳زَۀ دا تکراروم چه تاسو مړۀ شوئ اَؤ اوس ستاسو ژوند دَ مسيح سره په خُدائے کښے پټ دے. ۴مسيح ستاسو ژوندُون دے، کله چه هغه ظاهر کړے شى نو تاسو به هم دَ هغۀ سره په جلال کښے ظاهر کړے شئ.

۵نو بيا هغه شوقُونه مړۀ کړئ کُوم چه مزکين دى، يعنے حرامکارى، ناپاکوالے، شهوت، بد خواهشات اَؤ حرص چه بُت پرستى ده، ۶چه دَ هغے په سبب دَ خُدائے غضب دَ نافرمانئ په بچو نازليږى. ۷اَؤ تاسو هم په دے شوقُونو کښے ژوند تيرولو.

۸خو اوس تاسو هم دغه هر څۀ، يعنے غُصه، قهر، بدخواهى، چُغلى اَؤ پُوچے خبرے پريږدئ. ۹يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چه تاسو زوړ اِنسانيت دَ هغه عملُونو سره لرے کړے دے، ۱۰اَؤ نوے اِنسانيت مُوٰ آغوستے دے چه دَ معرفت دَ حاصلولو دَ پاره دَ خپل خالق په شکل نوے کيږى. ۱۱په دے کښے نۀ يهُودى پاتے شو، نۀ غير يهُودى، نۀ سُنت شوے، نۀ ناسُنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غُلام اَؤ نۀ آزاد، بلکه مسيح په تاسو ټولو کښے هر څۀ دے. ۱۲نو بيا تاسو دَ خُدائے خلق يئ، هغۀ تاسو سره مينه وکړله اَؤ هغۀ تاسو غوره کړئ، ځکه زړۀ سواندے، مهربانى، عاجزى، شرافت اَؤ زغم واغوندئ. ۱۳دَ يو بل زغم کوئ. که په تاسو کښے څوک دَ بل چا خلاف څۀ شکايت لرى نو تاسو ئے هغه شان معاف کوئ لکه چه تاسو مالِک معاف کړئ. ۱۴اَؤ دَ دے نه سوا تاسو په خپلو کښے مينه وساتئ چه تاسو په کامل طور دَ يو بل سره يو کړى. ۱۵اَؤ دَ مسيح سلامتى دَ کُومے دَ پاره چه تاسو يو وجُود شوئ اَؤ راوبللے شوئ دِ ستاسو په زړُونو کښے حُکُومت وکړى، اَؤ تاسو شکر ګذار اوسئ. ۱۶دَ مسيح کلام دِ ستاسو په زړُونو کښے ډير ځائے ومُومى، اَؤ په خپلو کښے يو بل ته تعليم ورکوئ اَؤ نصيحت کوئ، اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے ثنا، زبور اَؤ رُوحانى سندرے وايئ. ۱۷هر څۀ چه تاسو کوئ، که تاسو خبرے کوئ يا څۀ کار، هغه ټول دَ مالِک عيسىٰ په نُوم کوئ اَؤ دَ هغۀ په وسيله دَ خُدائے پلار شکر کوئ.

دَ نوى ژوندُون دَ ښيګړے کار

۱۸اَئے ميرمنو! تاسو دَ خپلو خاوندانو تابعدارے اوسئ چه دا ستاسو دَ ايماندارانو فرض دے.

۱۹اَئے خاوندانو! دَ خپلو ښځو سره مينه لرئ اَؤ دَ هغوئ سره ترخيږئ مه.

۲۰اَئے بچو! دَ مور پلار حُکم په هره خبره کښے منئ ځکه چه په دے خُدائے خوشحاليږى.

۲۱اَئے پلارانو! خپل اؤلاد مۀ تنګوئ، هسے نۀ چه هغوئ زړۀ بائيلى.

۲۲اے غُلامانو! تاسو دَ خپلو جسمانى مالِکانو تابعدار اوسئ، دا صرف په ظاهرى طور دَ هغوئ دَ خوشحالولو دَ پاره نه، بلکه دَ زړۀ دَ اِخلاصه اَؤ دَ خُدائے دَ ويرے نه. ۲۳تاسو هر څۀ چه کوئ دَ زړۀ په مينه ئے کوئ لکه چه دا تاسو دَ مالِک دَ پاره کوئ، نۀ چه دَ بنى آدمو دَ پاره. ۲۴ځکه چه تاسو خبر يئ چه دَ مالِک له طرفه به دَ دے په بدل کښے تاسو ميراث مُومئ. تاسو دَ مالِک خدمت کوئ. ۲۵ځکه چه څوک چه بد کوى هغه به دَ خپلے بدئ بدله مُومى، هلته به دَ هيچا هيڅوک طرفدار نۀ وى.