۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

دَ کولوسيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

څلورم باب

۱اَئے مالِکانو! دَ خپلو غُلامانو سره عدل اَؤ اِنصاف کوئ ځکه چه تاسو په دے پوهه يئ چه په آسمان کښے ستاسو هم يو مالِک شته.

نصيحتُونه

۲په دُعا کښے مشغُول اَؤ بيدار اوسئ اَؤ شکر ګذاری کوئ. ۳اَؤ ورسره زمُونږ دَ پاره هم دُعا کوئ چه خُدائے مُونږ له موقعه راکړى چه دَ هغۀ پيغام واؤروُو چه مُونږ دَ مسيح هغه راز بيانولے شُو چه دَ هغۀ په سبب هم زَۀ قيد کړے شوے يم، ۴اَؤ چه هغه داسے څرګند کړم څنګه چه ما له کول په کار دى.

۵وخت قيمتى وګڼئ، اَؤ دَ بے ايمانانو سره دَ هوښيارئ سلُوک کوئ. ۶ستاسو کلام دِ هميشه داسے دَ فضل نه ډک اَؤ خوندناک وى چه تاسو هر چا له مُناسب جواب ورکولے شئ.

آخرى سلام

۷تاسو به زما په حقله زمُونږ دَ خوږ ورور اَؤ وفادار خدمتګار تخيکوس نه واؤرئ چه دَ مالِک په کار کښے زمُونږ ملګرے دے. ۸ما هغه دَ دے دَ پاره دروليږلو چه تاسو زمُونږ په حال خبر کړى اَؤ تسلى درکړى. ۹اَؤ دَ هغۀ سره زمُونږ اِتبارى اَؤ خوږ ورور اونيسيموس هم درځى اَؤ هغه ستاسو نه يو دے. هغوئ به تاسو ته دَ دے ځائے په باب کښے ټولے خبرے وکړى.

۱۰اريسترخوس چه ما سره قيدى دے، سلام درليږى، اَؤ دغه شان دَ برنبا تربُور مرقوس هم، دَ چا په حقله چه تاسو ته حُکم درکړے شوے وو چه که هغه راغے نو ښۀ هر کلے ئے وکړئ، ۱۱اَؤ يسوع چه ورته يُوستوس وائى هم سلام وائى. دوئ له يهُوديانو نه درے کسان دى چه دَ خُدائے دَ بادشاهئ په کار کښے زما ملګرى دى اَؤ په هغوئ زما لويه تسلى ده.

۱۲دَ عيسىٰ مسيح دَ خادم اِپفراس چه ستاسو نه يو دے، دَ هغۀ هم سلام قبُول کړئ. هغه تل ستاسو دَ پاره لاس په دُعا دے چه تاسو دِ کاملان اَؤ دَ مظبُوطے عقيدے خاوندان شئ اَؤ دَ خُدائے په مرضئ چليدُونکى پاکان شئ. ۱۳زَۀ دَ هغۀ ګواه يم چه هغه ستاسو دَ پاره اَؤ دَ لوديکيه اَؤ دَ هيراپولس دَ خلقو دَ پاره ډيره خوارى کوى. ۱۴اَؤ خوږ طبيب لُوقا اَؤ ديماس درته سلام وائى.

۱۵دَ لوديکيه ورُوڼو اَؤ نمفاس اَؤ دَ هغے دَ کور جماعت ته سلام ووايئ. ۱۶اَؤ هر کله چه دا خط ولولئ نو بيا ئے دَ لوديکيه په جماعت کښے هم واؤروئ، اَؤ هغه خط چه دَ لوديکيه نه راشى نو هغه تاسو هم ولولئ. ۱۷اَؤ ارخيپوس ته ووايئ چه ”کُوم خدمت چه په مالِک کښے تا ته سپارلے شوے دے، هغه پُوره کړه.“

۱۸زَۀ پولوس په خپل لاس تاسو ته سلام ليکم. زما زنځيرُونه په ياد ساتئ!

په تاسو دِ دَ خُدائے فضل وى.

بل څپرکۍ