چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د دانیال کتاب
شپږم فصل
دانیال د زمریانو په کنده کې
۱ داریوش پرېکړه وکړه چې یو سلو شل والیان وټاکي چې د هغه ټوله پاچاهي اداره کړي. ۲ برسېره پردې، هغه دانیال او دوه نور کسان د وزیرانو په توګه وټاکل چې د والیانو څارنه او د پاچا د ګټو ساتنه وکړي. ۳ دانیال ډېر زر دا وښودله چې هغه د نورو څارونکو او والیانو څخه ښه کار کولای شي، ځکه چې هغه ډېر تکړه ؤ. پاچا په نظر کې درلود چې هغه د ټولې پاچاهۍ مسوول وټاکي. ۴ نو نورو څارونکو او والیانو هڅه وکړه چې په دانیال کې د پاچاهۍ د اداره کولو په لاره کې کومه غلطي راپیدا کړي، خو هغوی دا کار ونه شو کولای. ځکه چې دانیال یو صادق او اعتباري سړی ؤ او داسې کار یې نه کاوه چې په هغه کې ټګي یا غلطي وي. ۵ نو هغوی یو بل ته وویل: «مونږ نه شو کولای چې داسې کوم شی پیدا کړو چې دانیال ورباندې تورن کړو، خو که وکولای شو چې د هغه د دین په هکله کوم شی راپیدا کړو.»
۶ نو څارونکي او والیان یو ځای پاچا ته ورغلل او ورته ویې ویل: «ای داریوش پاچا، تاسو دې تل ژوندي اوسئ! ۷ مونږ ټولو څارونکو، والیانو، د والیانو مرستیالانو او نورو مشاورانو په دې موافقه وکړه چې تاسو اعلیحضرت یو فرمان جاري کړئ او هغه په کلکه عملي کړئ. امر وکړئ چې د دېرشو ورځو دپاره هېچا ته اجازه نشته چې هغه پرته له تاسو اعلیحضرت څخه د کوم خدای یا کوم انسان څخه د کوم شي غوښتنه وکړي. هرڅوک که د دې امر څخه سرغړونه وکړي، هغه به په هغې کندې کې وغورځول شي چې د زمریانو څخه ډکه ده. ۸ اوس تاسو اعلیحضرت دا فرمان جاري او هغه لاسلیک کړئ، نو هغه به عملي شي. هغه دې د مادیانو او فارسیانو د قانون په شان وي او باید بدلون په کې رانه شي.» ۹ نو داریوش پاچا هغه فرمان لاسلیک کړ.
۱۰ کله چې دانیال خبر شو چې داسې یو فرمان لاسلیک شوی دی، نو هغه خپل کور ته لاړ. د هغه د کور په پاسنۍ کوټه کې کړکۍګانې وې چې اورشلیم ته مخامخ وې. لکه څنګه به چې هغه تل داسې کول، هغه په خلاصو کړکیو کې په ګونډو کېده او د ورځې به یې درې وارې د خدای ستاینه او هغه ته دعا کوله. ۱۱ کله چې د دانیال دښمنان راغلل او ویې لیدل چې هغه خپل خدای ته دعا او غوښتنه کوي، ۱۲ هغوی ټول پاچا ته ورغلل او د هغه د فرمان په هکله یې وویل: «ای اعلیحضرته، تاسو فرمان ورکړی ؤ چې که څوک د دېرشو ورځو دپاره ستاسو څخه پرته د کوم خدای یا د کوم بل انسان څخه د کوم شي غوښتنه وکړي، نو هغه به په هغې کندې کې وغورځول شي چې د زمریانو څخه ډکه ده.» بیا پاچا هغوی ته وویل: «هو، دا یو سخت فرمان دی او د مادیانو او فارسیانو قانون دی چې باید بدلون په کې رانه شي.» ۱۳ بیا هغوی پاچا ته وویل: «دانیال چې د یهودي جلاوطنو څخه دی، ستاسو اعلیحضرت درناوی نه کوي او هغه فرمان چې تاسو جاري کړی دی د هغه څخه اطاعت نه کوي. هغه د ورځې درې وارې خپل خدای ته دعا کوي.»
۱۴ کله چې پاچا دا خبره واورېدله، نو هغه ډېر خفه شو. هغه پرېکړه وکړه چې دانیال وژغوري او تر مازدیګره پورې په دې فکر کې ؤ چې هغه څنګه وژغوري. ۱۵ بیا هغه کسان مازدیګر بېرته پاچا ته راغلل او هغه ته یې وویل: «تاسو اعلیحضرت پوهېږئ چې د مادیانو او فارسیانو د قانون له مخې د پاچا له خوا جاري شوی فرمان بدلېدونکی نه دی.»
۱۶ نو پاچا امر وکړ چې دانیال دې راوستل شي او د زمریانو څخه په ډکه کنده کې دې وغورځول شي. هغه دانیال ته وویل: «ستا خدای دې تا وژغوري چې په وفادارۍ سره د هغه خدمت کوې.» ۱۷ د هغې کندې په خوله کې تیږه کېښودل شوه او پاچا په هغې تیږې باندې خپل شاهي مهر او د خپلو درباریانو مهر ولګاوه، ترڅو د پاچا امر د دانیال په هکله بدل نه شي. ۱۸ نو پاچا بېرته خپلې ماڼۍ ته راستون شو، هېڅ شی یې ونه خوړ، نه یې تفریح وکړه، نه یې عیش او عشرت وکړ او نه یې ټوله شپه خوب وکړ.
۱۹ سهار وختي پاچا پاڅېده او په بیړه د زمریو کندې ته ورغی. ۲۰ کله چې هغه هلته ورسېده، په پرېشانۍ سره یې چیغې ووهلې: «ای دانیاله، د ژوندي خدای خدمتګاره! ایا ستا خدای چې ته په ډېره وفادارۍ سره د هغه خدمت کوې، وکولای شول چې تا د زمریانو څخه وژغوري؟» ۲۱ دانیال په ځواب کې وویل: «ای اعلیحضرته، تاسو دې تل ژوندي اوسئ. ۲۲ زما خدای خپله فرښته راولېږله چې د زمریانو خولې وتړي، ترڅو هغوی ما ته زیان ونه رسوي. زما خدای ځکه دا کار وکړ چې زه د هغه په حضور کې بېګناه وم او تاسو اعلیحضرت ته مې هم کوم زیان نه دی رسولی.»
۲۳ پاچا ډېر زیات خوشحاله شو او امر یې وکړ چې دانیال دې له کندې څخه راویستل شي. نو هغه یې راوویست او هغوی ولیدل چې دانیال ته هېڅ کوم زیان نه ؤ رسېدلی، ځکه چې هغه په خپل خدای باندې باور درلود. ۲۴ بیا پاچا امر وکړ چې هغه خلک چې په دانیال باندې یې تور لګولی ؤ هغوی دې راوستل شي. هغوی یې د خپلو ښځو او اولادونو سره د زمریانو په کنده کې وغورځول. مخکې له دې چې هغوی د کندې بېخ ته ورورسیږي، زمریانو ورباندې ورټوپ کړل او د هغوی ټول هډوکي ېې ټوټې ټوټې کړل.
۲۵ وروسته له دې، داریوش پاچا د نړۍ ټولو قومونو، ملتونو او د مختلفو ژبو خلکو ته ولیکل:
«تاسو ټولو ته سلام! ۲۶ زه امر کوم چې زما په ټوله پاچاهۍ کې باید هر یو تن د دانیال د خدای څخه وویریږي او د هغه درناوی وکړي.
ژوندی خدای دی هغه
او هغه به کوي تل ترتله پاچاهي
له منځه نه به ځي هېڅکله پاچاهي د هغه
او نه به رسیږي پای ته هېڅکله قدرت د هغه
۲۷ هغه دی چې ورکوي نجات او خلاصون
کوي په ځمکه او اسمان کې معجزې او عجیبه کارونه
او وژغوره دانیال یې د زمریو له لاسه»
۲۸ دانیال د داریوش او د فارس د کوروش د پاچاهۍ په دوران کې بریالی ؤ.