چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د دانیال کتاب
اتم فصل
د پسه او وزې په هکله د دانیال رویا
۱ د بلشصر د پاچاهۍ په درېم کال ما دانیال بله رویا ولیدله. ۲ په رویا کې مې ولیدل چې زه د عیلام د ولایت د شوش د ښار په بالاحصار کې یم او د اولای د سیند په غاړه ولاړ وم. ۳ کله چې ما وکتل، نو ومې لیدل چې د سیند په غاړه یو پسه ولاړ دی چې په سر کې یې دوه اوږده ښکرونه وو، خو یو ښکر یې د بل څخه اوږد ؤ او هغه اوږد ښکر وروسته راووت. ۴ ما ولیدل چې دې پسه لوېدیځ، شمال او جنوب خواته ښکرونه وهل. هېڅ حیوان نه شو کولای چې د هغه په وړاندې ودریږي او هېڅ یو نه شو کولای چې خپل ځان له هغه څخه خلاص کړي. څنګه چې د هغه خوښه وه هماغسې یې کول او هغه ډېر قوي شو.
۵ په داسې حال کې چې ما په ځیر ځیر کتل، ومې لیدل چې د لوېدیځې خوا څخه یو سېرلی راغی او د ځمکې د مخ څخه داسې زر تېر شو چې پښې یې ځمکې ته نه رسېدلې. د هغه د سترګو په منځ کې یو لوی ښکر ؤ. ۶ سېرلی د هغه پسه خواته ورغی چې ما لیدلی ؤ چې د سیند په غاړه ولاړ ؤ. هغه ډېر په قهر ؤ او په خپل ټول قوت سره یې په پسه باندې حمله وکړه. ۷ ما وکتل چې هغه په پسه باندې حمله وکړه. هغه ډېر په قهر ؤ او پسه یې وواهه او دواړه ښکرونه یې ورمات کړل. په پسه کې دومره قوت پاتې نه ؤ چې مقاومت ورسره وکړي. هغه یې په ځمکه باندې ګوزار کړ او تر پښو لاندې یې کړ او هېڅوک نه ؤ چې هغه ورڅخه خلاص کړي.
۸ هغه سېرلی ډېر قوي شو، خو د خپل زیات قوت په وخت کې د هغه لوی ښکر مات شو او د هغه په ځای څلورو خواو ته څلور لوی ښکرونه راووتل. ۹ د دې څلورو ښکرونو څخه په یوه باندې یو وړوکی ښکر راووت چې د هغه قوت تر جنوب او ختیځ او د اسراییلو د ښکلي وطن پورې رسېده. ۱۰ هغه دومره قوي شو چې په اسماني لښکرو یې حمله وکړه او ځینې اسماني لښکرې او ستوري یې په ځمکه راګوزار کړل او تر پښو لاندې یې کړل. ۱۱ حتی هغه د اسماني لښکرو د قوماندان په خلاف سرغړونه وکړه، هغه قربانۍ یې هم بندې کړې چې هره ورځ به څښتن ته وړاندې کېدلې او د هغه کور یې وران کړ. ۱۲ د کوچني ښکر د سرکښۍ له امله د خدای قوم ورته تسلیم شو او ورځنۍ قربانۍ بندې شوې. حقیقت له منځه لاړ او هغه ښکر چې هر څه کول هغه په کې بریالی ؤ.
۱۳ بیا ما واورېدل چې یوې فرښتې د بلې فرښتې څخه پوښتنه وکړه: «دغه شیان چې په رویا کې ولیدل شول هغه به ترڅو پورې دوام ولري؟ ترڅو پورې به د ورځنیو قربانیو ځای وېروونکې ګناه نیولی وي؟ ترڅو پورې به اسماني لښکرې او د خدای کور تر پښو لاندې کیږي؟»
۱۴ ما واورېدل چې هغې بلې فرښتې په ځواب کې وویل: «دا به د دوه زره او درې سوه ماښامه او سهاره پورې دوام ومومي، چې په دې موده کې به قربانۍ نه وړاندې کیږي. بیا به د خدای کور بېرته سپېڅلی کړای شي.»
جبراییل فرښته رویا تعبیروي
۱۵ ما کوښښ کاوه چې د رویا په معنی باندې پوه شم، په دې وخت کې په ناڅاپي ډول د سړي په شکل یو څوک زما په مخکې ودرېده. ۱۶ د اولای د سیند څخه مې د سړي اواز واورېد چې ویې ویل:«ای جبراییله، هغه ته د دې رویا معنی بیان کړه.» ۱۷ جبراییل راغی او زما په څنګ کې ودرېده او زه دومره ووېرېدم چې په ځمکه باندې ولوېدم. هغه راته وویل: «ای فاني انسانه، پوه شه چې دا رویا د اخرې زمانې په هکله ده.»
۱۸ په داسې حال کې چې هغه خبرې کولې، زه په ځمکه باندې بېهوشه پړمخې پروت وم. خو هغه زه ونیولم او په خپلو پښو یې ودرولم ۱۹ او ویې ویل: «غوږ ونیسه، زه به تا ته ووایم چې کله خدای په قهر شي، نو څه به پېښ شي. دا رویا د اخرې زمانې په هکله ده.
۲۰ د پسه هغه دوه ښکرونه چې تا ولیدل هغه د ماد او فارس پاچاهان دي. ۲۱ هغه سېرلی د یونان پاچاهي ده او هغه قوي ښکر چې د هغه د سترګو په منځ کې دی، هغه لومړنی پاچا دی. ۲۲ هغه څلور ښکرونه چې د لومړني ښکر د ماتېدو څخه وروسته راووتل، هغه څلور پاچاهۍ دي چې په هغو کې به هغه قوم ووېشل شي، خو دا پاچاهۍ به د لومړنۍ پاچاهۍ په شان قوي نه وي.
۲۳ کله چې د دغو پاچاهیو د پای ته رسېدلو وخت راورسیږي او هغوی دومره بدکاره شي چې سزا باید ورته ورکړل شي، نو هلته به یو مغرور، ظالم او مکار پاچا راپیدا شي. ۲۴ هغه به ډېر قوي شي، خو په خپل قوت سره نه. هغه به وېروونکې تباهي راولي او په هر کار کې به بریالی وي. هغه به ډېر قوي خلک او د خدای سپېڅلي خلک له منځه یوسي. ۲۵ په دې خاطر چې هغه مکار دی، هغه به په خپلو غولوونکو لارو کې بریالی وي. هغه به په خپل ځان باندې ویاړ کوي او ناڅاپه به ډېر خلک له منځه یوسي. هغه به حتی د ټولو پاچاهانو د پاچا په وړاندې راپورته شي. هغه به له منځه لاړ شي، خو د انساني قوت په وسیله نه. ۲۶ دا رویا چې د ماښامنۍ او سهارنۍ قربانیو په هکله وه او تا ته وویل شوه، هغه رښتیا ده. خو اوس هغه د ځان سره پټه وساته، ځکه چې هغه به ډېره موده وروسته پېښه شي.»
۲۷ زه دانیال څو ورځې ستړی او ناروغ شوم. بیا پاڅېدم او بېرته د هغه کار پسې روان شوم چې پاچا راته سپارلی ؤ، خو د هغې رویا له امله چې ما لیدلې وه، زه حیران وم او په هغې باندې نه پوهېدم.