چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ که چېرې تاسو په وفادارۍ سره د خپل څښتن خدای اطاعت وکړئ او د هغه د ټولو امرونو څخه چې زه یې نن درکوم پیروي وکړئ، هغه به ستاسو قوم د نړۍ د نورو ټولو قومونو څخه لوی کړي. ۲ د خپل څښتن خدای اطاعت کوئ، نو دا ټول برکتونه به ستاسو شي. ۳ څښتن به ستاسو په ښارونو او پټیو کې برکت واچوي. ۴ څښتن به تاسو ته ډېر اولادونه، پرېمانه فصلونه او ډېرې پادې او رمې درکړي. ۵ څښتن به ستاسو د غلو دانو په فصلونو او په هغو خوړو کې برکت واچوي چې تاسو یې د هغو فصلونو څخه تیاروئ. ۶ څښتن به ستاسو په هر کار کې برکت واچوي.
۷ کله چې ستاسو دښمنان په تاسو باندې حمله کوي، څښتن به ستاسو سره مرسته وکړي چې هغوی ته ماتې ورکړئ. هغوی به د یوې لارې څخه حمله کوي، خو هرې خواته به ستاسو څخه تښتي. ۸ ستاسو څښتن خدای به ستاسو په هر کار کې برکت واچوي او ستاسو ګودامونه به د غلو دانو څخه ډک کړي. هغه به تاسو ته په هغه ځمکه کې چې تاسو ته یې درکوي برکت درکړي. ۹ که چېرې تاسو د خپل څښتن خدای اطاعت وکړئ او د هغه هر امر په ځای کړئ، هغه به د خپلې وعدې سره سم ستاسو څخه خپل ځانګړی قوم جوړ کړي. ۱۰ بیا به د دنیا ټول قومونه وویني چې څښتن تاسو د خپل قوم په توګه غوره کړي یئ او هغوی به ستاسو څخه ووېریږي. ۱۱ څښتن به تاسو ته ډېر اولادونه، ډېر حیوانات او پرېمانه فصلونه په هغې خاوره کې درکړي چې ستاسو د نیکونو سره یې وعده کړې وه چې تاسو ته به یې درکړي. ۱۲ هغه به په سم وخت د خپلو غني اسماني ذخیرو څخه په تاسو باران ووروي او ستاسو په ټولو کارونو کې به برکت واچوي، ترڅو تاسو ډېرو قومونو ته پور ورکړئ، خو د هېڅ قوم څخه به څه شی په پور نه اخلئ. ۱۳ که چېرې تاسو د څښتن هغو ټولو امرونو ته چې زه یې نن درکوم په وفادارۍ سره غاړه کېږدئ، ستاسو څښتن خدای به ستاسو قوم د نورو قومونو په منځ کې پیرو نه بلکې مشر کړي، تاسو به تل بریالي یئ او هېڅکله به نه ناکامېږئ. ۱۴ خو تاسو باید هېڅکله او په هېڅ ډول د دغو امرونو څخه سرغړونه ونه کړئ او نه د نورو خدایانو عبادت او خدمت وکړئ.
۱۵ خو که چېرې تاسو د خپل څښتن خدای نافرماني وکړئ او په وفادارۍ سره د هغه د ټولو فرمانونو او قوانینو څخه چې زه یې نن درکوم پیروي ونه کړئ، دا ټول لعنتونه به په تاسو باندې راشي. ۱۶ څښتن به ستاسو په ښارونو او پټیو باندې لعنت ووایي. ۱۷ څښتن به ستاسو د غلو دانو په فصلونو او په هغو خوړو باندې لعنت ووایي چې تاسو یې ورڅخه تیاروئ. ۱۸ څښتن به تاسو ته د لږو اولادونو، خرابو فصلونو او لږو پادو او رمو په درکولو سره په تاسو باندې لعنت ووایي. ۱۹ څښتن به ستاسو په هر کار باندې لعنت ووایي.
۲۰ که چېرې تاسو بد کارونه وکړئ او څښتن رد کړئ، هغه به تر هغه وخته پورې ستاسو په هر کار کې افت، وارخطایي او تکلیف رامنځته کوي ترڅو تاسو زر او په پوره توګه تباه شئ. ۲۱ هغه به تر هغه وخته پورې تاسو په دوامداره ناروغیو باندې اخته کوي، ترڅو ستاسو څخه هېڅوک په هغې خاورې کې پاتې نه شي چې تاسو به یې زر ونیسئ. ۲۲ څښتن به تاسو په ساري ناروغیو، پړسوب او تبې باندې اخته کړي. هغه به وچکالي او چڼاسکې رامنځته کړي او سوځوونکی باد به رانازل کړي چې ستاسو فصلونه له منځه یوسي. دا افتونه به په تاسو باندې تر هغه وخته پورې وي، ترڅو مړه شئ. ۲۳ باران به هېڅ نه وریږي او ستاسو ځمکه به د اوسپنې په شان کلکه شي. ۲۴ د باران په ځای به څښتن د ګردونو او شګو توفانونه تر هغه وخته پورې په تاسو باندې نازلوي، ترڅو تاسو تباه شئ.
۲۵ څښتن به ستاسو دښمنانو ته په تاسو باندې بری ورکړي. تاسو به د یوې لارې څخه په هغوی باندې حمله کوئ، خو د هغوی څخه به هرې خواته تښتئ او کله چې د دنیا ټول خلک دا پېښې وویني چې په تاسو باندې تېریږي، نو هغوی به سخت ووېریږي. ۲۶ کله چې تاسو مړه شئ، مرغان او وحشي حیوانات به راځي او ستاسو مړي به خوري او هېڅوک به نه وي چې هغوی وشړي. ۲۷ څښتن به په تاسو باندې دانې راوخېژوي لکه څنګه چې هغه په مصریانو باندې راخېژولې وې. هغه به ستاسو په بدنونو باندې زخمونه راپیدا کړي. تاسو به د داغونو څخه ډک شئ او خارښت به درباندې ولګیږي، خو هېڅ علاج به یې نه وي. ۲۸ څښتن به تاسو لېوني کړي، هغه به تاسو ړانده او وارخطا کړي. ۲۹ تاسو به په رڼا ورځ د ړانده په شان لاس او پښې وهئ او خپله لاره به نه شئ پیدا کولای. په خپل هېڅ کار کې به نه بریالی کیږي. په تاسو باندې به تل ظلم کیږي او لوټل کېږئ به او هېڅوک به نه وي چې مرسته درسره وکړي. ۳۰ تاسو به د یوې پېغلې سره کوژدن کوئ، خو بل سړی به په زور د هغې سره څملي. تاسو به کور جوړوئ، خو هېڅکله به په کې ونه اوسېږئ. تاسو به د انګورو باغ کرئ، خو هېڅکله به د هغه انګور ونه خورئ. ۳۱ ستاسو غویان به ستاسو په مخکې حلال کړای شي، خو تاسو به د هغو غوښه ونه خورئ. خره به مو په زور بېول کیږي او تاسو به ورته ګورئ، خو بېرته به تاسو ته نه درکول کیږي. ستاسو دښمنان به ستاسو پسونه بوځي او هېڅوک به نه وي چې مرسته درسره وکړي. ۳۲ ستاسو زامن او لورګانې به ستاسو په مخکې پردیو خلکو ته د غلامانو په توګه ورکول کیږي. هره ورځ به تاسو خپلې اوښکې تویوئ او بېځایه به خپلو اولادونو ته سترګې په لاره یئ چې راستانه به شي. ۳۳ یو پردی قوم به ستاسو ټول فصلونه چې تاسو په ډېر زحمت سره کرلي دي اخلي، خو تاسو به د دوامداره ظلم او بدې رویې څخه پرته هېڅ شی تر لاسه نه کړئ. ۳۴ څه چې تاسو وینئ هغه به دومره وېروونکي وي چې تاسو به لېوني شئ. ۳۵ څښتن به تاسو ته داسې سزا درکړي چې د سر څخه نیولې تر پښو پورې د دردناکو دانو څخه ډک شئ چې هېڅ علاج به یې نه وي.
۳۶ څښتن به تاسو او هغه پاچا چې تاسو به یې غوره کړئ، پرېږدي چې یو داسې پردي هېواد ته د اسیرانو په توګه بوتلل شئ چې نه تاسو او نه ستاسو نیکونو پېژانده. هلته به تاسو د داسې خدایانو عبادت کوئ چې د لرګیو او تیږو څخه جوړ شوي وي. ۳۷ په هغو هېوادونو کې چې څښتن به تاسو په کې خپاره کړي، د هغو ځایونو خلک به د دې پېښو په لیدلو سره چې په تاسو باندې تېریږي له وېرې ولړزیږي او په تاسو باندې به ملنډې وهي. ۳۸ تاسو به په پوره اندازه تخم وکرئ، خو لږ حاصل به ورېبئ، ځکه چې ملخان به ستاسو فصلونه وخوري. ۳۹ تاسو به د انګورو باغونه جوړ کړئ او د هغو ساتنه به وکړئ، خو انګور به ورڅخه راټول نه کړئ او د هغو شراب به ونه څښئ، ځکه چې تاکونه به چینجي وخوري. ۴۰ ستاسو په وطن کې به په هرځای کې د زیتونو ونې شنې کیږي، خو د هغو په تېلو باندې به خپل ځانونه غوړ نه کړئ، ځکه چې زیتون به د پخېدلو څخه مخکې راغورځیږي. ۴۱ تاسو به زامن او لورګانې ولرئ، خو هغوی به له لاسه ورکړئ، ځکه چې هغوی به د جنګي اسیرانو په توګه بوتلل شي. ۴۲ ستاسو ټولې ونې او فصلونه به د ملخانو له خوا له منځه یووړل شي. ۴۳ هغه پردي خلک چې ستاسو په خاوره کې اوسیږي، هغوی به نور هم شتمن او قدرتمند شي، خو تاسو به نور هم بې وزلي او کمزوري شئ. ۴۴ هغوی به پیسې ولري چې تاسو ته یې په پور درکړي، خو تاسو به هېڅ شی نه لرئ چې هغوی ته یې په پور ورکړئ. په پای کې به هغوی ستاسو مشران شي.
۴۵ که چېرې تاسو د هغو ټولو قوانینو چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي اطاعت ونه کړئ، نو هغه به دا ټول افتونه په تاسو باندې نازل کړي. دا افتونه به تر هغې پورې په تاسو باندې وي ترڅو تباه شئ. ۴۶ دا به د تل دپاره په تاسو او ستاسو په اولادې باندې د څښتن د قضاوت نښه وي. ۴۷ څښتن تاسو ته په هر لحاظ برکت درکړ، خو تاسو په خوشحاله زړونو د هغه خدمت ونه کړ. ۴۸ په دې خاطر به څښتن ستاسو دښمنان راولیږي چې په تاسو باندې حمله وکړي او تاسو به د غلامانو په توګه د هغوی خدمت کوئ. تاسو به وږي، تږي، لوڅ او د هر شي دپاره به حاجتمند یئ. څښتن به ستاسو دښمنان دې ته پرېږدي چې په تاسو باندې سخت ظلم وکړي، ترڅو مړه شئ. ۴۹ څښتن به د دنیا د بل سر څخه ستاسو په خلاف یو داسې قوم راولي چې تاسو به یې په ژبه نه پوهېږئ. هغوی به د عقاب په شان په تاسو باندې راښکته شي. ۵۰ هغوی به بې رحمه وي او په هېچا به رحم نه کوي، نه په ځوانانو او نه په زړو خلکو. ۵۱ هغوی به ستاسو حیوانات او فصلونه واخلي او تاسو به د لوږې څخه مړه شئ. هغوی به تاسو ته هېڅ غلې دانې، شراب، د زیتونو تېل، پادې او رمې پرېنږدي او تاسو به مړه شئ. ۵۲ هغوی به ټول ښارونه چې په هغه خاوره کې دي چې خپل څښتن خدای یې درکوي کلابند کړي او هغه لوړ او قوي دېوالونه به راوغورځوي چې تاسو ورباندې ډاډه یئ.
۵۳ د هغو تکلیفونو له امله چې ستاسو دښمنان به یې د محاصرې په وخت کې په تاسو باندې راولي، تاسو به دومره وږي شئ چې حتی خپل اولادونه به چې خپل څښتن خدای درکړي دي هم وخورئ. ۵۴-۵۵ حتی تر ټولو مهربان او نرم سړی به هم د محاصرې په وخت کې دومره وږی شي چې د نورو خوړو د نشتوالي له امله به د خپلو اولادونو غوښې وخوري. هغه به خپل ورور یا خپلې ښځې ته چې مینه ورسره کوي او خپلو پاتې اولادونو ته د هغې د ورکولو څخه په کلکه انکار کوي. ۵۶-۵۷ حتی تر ټولو مهربانه او زړه سواندې ښځه چې دومره شتمنه وي چې د نازه خپله پښه په ځمکه نه ږدي، هغه به هم همداسې چلند وکړي. کله چې دښمن د هغې ښار کلابند کړي، هغه ښځه به دومره وږې شي چې په پټه به خپل نوی زېږېدلی ماشوم او د هغه پېروان هم وخوري. هغه به خپل مېړه چې ورسره مینه کوي یا خپل نور اولادونه په هغې کې شریک نه کړي.
۵۸ که چېرې تاسو د خدای د ټولو قوانینو څخه چې په دې کتاب کې لیکلي دي په وفادارۍ سره اطاعت ونه کړئ او د خپل څښتن خدای د جلالي او هیبتناکه نوم درناوی ونه کړئ، ۵۹ هغه به تاسو او ستاسو اولاده په وېروونکو بلاګانو او داسې خطرناکو ناروغیو اخته کړي چې علاج به یې نه کیږي. ۶۰ هغه به په تاسو باندې هغه ټولې ناروغۍ راولي چې په مصر کې ورڅخه وېرېدلئ او هېڅکله به روغ نه شئ. ۶۱ حتی هغه به تاسو په هر ډول ناروغیو او بلاګانو باندې چې د خدای د قوانینو په دې کتاب کې ورڅخه یادونه نه ده شوې، هم اخته کړي او تباه به شئ. ۶۲ که څه هم یو وخت ستاسو شمېر د اسمان د ستورو په شان زیات ؤ، خو ستاسو څخه به یوازې څو تنه ژوندي پاتې شي، ځکه چې تاسو د خپل څښتن خدای اطاعت ونه کړ. ۶۳ لکه څنګه چې څښتن خوشحاله ؤ چې ستاسو سره نېکي وکړي او ستاسو شمېر زیات کړي، همداسې به هغه خوشحاله شي چې تاسو له منځه یوسي او تباهي درباندې راولي. تاسو به د هغې خاورې څخه چې زر به یې ونیسئ بیخي وویستل شئ.
۶۴ څښتن به تاسو د دنیا د یو سر څخه تر بل سره پورې په ټولو قومونو کې خپاره کړي او هلته به د داسې خدایانو عبادت کوئ چې د لرګیو او تیږو څخه جوړ شوي وي، د داسې خدایانو چې نه تاسو او نه ستاسو نیکونو مخکې د هغو عبادت کړی وي. ۶۵ تاسو به په هېڅ ځای کې ارامي نه مومئ، تل به د کور په ارمان یئ. څښتن به تاسو په اندېښنو، نا امیدۍ او مایوسۍ کې غرق کړي. ۶۶ ستاسو ژوند به تل په خطر کې وي. تاسو به شپه او ورځ سخت وېرېږئ او د مرګ په دوامداره وېره کې به ژوند کوئ. ۶۷ تاسو چې هر شي ته ګورئ، نو زړونه به مو د وېرې د لاسه درزیږي. هر سهار به وایئ، کاشکې شپه وای او هره شپه به وایئ، کاشکې سهار وای. ۶۸ څښتن به تاسو بېرته په کشتۍ ګانو کې مصر ته ولېږي که څه هم هغه ویلي وو چې تاسو به هېڅکله نه مجبوره کېږئ چې بیا هلته لاړ شئ. هلته به تاسو د دې هڅه کوئ چې خپل ځانونه په خپلو دښمنانو باندې د غلامانو په توګه خرڅ کړئ، خو هېڅوک به تاسو نه اخلي.»