چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ دا د هغه لوظ شرطونه دي چې څښتن موسی ته حکم کړی ؤ چې د اسراییلو د خلکو سره یې د موآب په خاوره کې وکړي. دا د هغه لوظ څخه بېل ؤ چې څښتن د هغوی سره د سینا د غره سره کړی ؤ.
۲ موسی د اسراییلو ټول خلک راوغوښتل او ورته ویې ویل: «تاسو په خپله ولیدل چې څښتن په مصر کې په فرعون، د هغه په درباریانو او د هغه په ټول هېواد باندې څه وکړل. ۳ تاسو هغه هیبتناکه بلاګانې، معجزې او هغه عجیبه کارونه ولیدل چې څښتن کړي وو. ۴ خو تر نن ورځې پورې هغه تاسو دې ته نه یئ پریښي چې په هغه څه باندې پوه شئ چې په تاسو باندې تېر شوي دي. ۵ څښتن څلوېښت کاله تاسو ته په دښته کې لارښوونه وکړه او په دې موده کې ستاسو کالي او څپلۍ هېڅ زاړه نه شول. ۶ تاسو د خوراک دپاره ډوډۍ نه درلودله او نه مو د څښاک دپاره شراب درلودل، خو څښتن تاسو ته ځانګړي خواړه برابر کړل د دې دپاره چې تاسو په دې باندې پوه شئ چې هغه ستاسو خدای دی. ۷ کله چې مونږ دلته راغلو، د حشبون پاچا سیحون او د باشان پاچا عوج په مونږ باندې حمله وکړه. خو مونږ هغوی ته ماتې ورکړه، ۸ د هغوی خاوره مو ونیوله او هغه مو د روبین او جاد د قبیلو او منسي د نیمې قبیلې ترمنځ ووېشله. ۹ د دې لوظ د ټولو شرطونو څخه په وفادارۍ سره اطاعت وکړئ، ترڅو تاسو په خپل هر کار کې بریالي اوسئ.
۱۰-۱۱ نن تاسو ټول یعنې ستاسو قبیلوي مشران، سپین ږیري او مامورین، ستاسو نارینه، ښځې او ماشومان او هغه پردي خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي او ستاسو دپاره لرګي ماتوي او اوبه درته راوړي، د خپل څښتن خدای په حضور کې ولاړ یئ. ۱۲ تاسو نن دلته د دې دپاره ولاړ یئ چې په هغه لوظ کې شامل شئ چې خپل څښتن خدای یې ستاسو سره کوي او د هغه شرطونه قبول کړئ. ۱۳-۱۵ په دې لوظ کې څښتن دا وعده کړې ده چې تاسو به د هغه قوم یئ او هغه به ستاسو خدای وي. دا وعده هغه اول ستاسو د نیکونو یعنې ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره کړې وه او هماغه وعده نن ستاسو سره کوي. خو دا یوازې ستاسو سره نه بلکې ستاسو د اولادې سره یې هم کوي.
۱۶ ستاسو په یاد دي چې په مصر کې مو څنګه ژوند کاوه او څنګه د نورو قومونو د سیمې په لاره باندې تېر شولو. ۱۷ تاسو د هغوی د کرکې وړ بتان ولیدل چې د لرګیو، تیږو، سپینو او سرو زرو څخه جوړ شوي وو. ۱۸ پام کوئ چې هېڅ سړی، ښځه، کورنۍ یا قبیله چې نن دلته ولاړ دي، زمونږ د څښتن خدای څخه به مخ نه اړوي او نه به د نورو قومونو د خدایانو عبادت کوي. که چېرې ستاسو څخه کوم یو د بتانو عبادت کوي هغه به د داسې بوټي په شان وي چې ترخه او زهرجنه مېوه نیسي. ۱۹ ګورئ چې نن باید دلته داسې څوک نه وي چې د دې لوظ خبرې واوري او بیاهم خپل ځان ته دا ډاډګېرنه ورکړي چې حتی که چېرې هغه په سرزورۍ سره هم په خپله لاره لاړ شي، د هغه هر کار به په ښه ډول په مخ ځي. داسې کار به تاسو ټول ښه او بد یوشان تباه کړي. ۲۰ څښتن به داسې سړی ونه بخښي، بلکې د هغه په ضد به د هغه قهر او غضب راوپاریږي او هغه ټول افتونه به چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي په هغه باندې نازلیږي، ترڅو څښتن د هغه نوم او نښان د ځمکې د مخ څخه ورک کړي. ۲۱ څښتن به د اسراییلو ټولو قبیلو ته هغه یو عبرت وګرځوي او د هغو ټولو لعنتونو سره سم به په هغه باندې افت نازل کړي چې په هغه لوظ کې شامل دي چې د څښتن د شریعت په دې کتاب کې لیکل شوی دی.
۲۲-۲۳ څښتن به ستاسو هېواد په ناروغیو او افتونو باندې ووهي. ستاسو اولاده او د لېرې هېوادونو پردي خلک به وویني چې ستاسو خاوره د مالګې او ګوګړو په یوه سوځوونکې دښتې بدله شوې ده چې هلته نه څه کرل کیږي، نه به تېغونه وهي او نه به په کې څه راشنه کیږي. ستاسو ځمکه به د سدوم، عموره، ادمه او زبوییم د ښارونو په شان وي چې کله څښتن سخت په قهر شو او هغه یې له منځه یووړل. ۲۴ بیا به د ټولې نړۍ خلک داسې پوښتنې کوي: ‹څښتن ولې د هغوی په هېواد باندې داسې وکړل؟ د دې سخت غضب دلیل څه دی؟› ۲۵ او ځواب به داسې وي: ‹دا ځکه چې دې خلکو د خپلو نیکونو د څښتن خدای لوظ مات کړی دی، هغه لوظ چې څښتن د هغوی سره هغه وخت کړی ؤ چې کله یې هغوی د مصر څخه راوویستل. ۲۶ هغوی د نورو خدایانو عبادت کاوه چې مخکې یې هېڅکله نه ؤ کړی او څښتن د هغو عبادت منع کړی ؤ. ۲۷ نو څښتن په خپل قوم باندې په قهر شو او د هغوی په خاوره باندې یې هغه ټول افتونه نازل کړل چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۸ څښتن سخت په قهر شو او د خپل سخت قهر په وخت کې یې هغوی د خپلې خاورې څخه وویستل او پردۍ خاورې ته یې وشړل او هغوی اوس هم هلته دي.›
۲۹ ځینې داسې خبرې شته چې زمونږ څښتن خدای زمونږ څخه پټې ساتلې دي، خو هغه خپل شریعت راته ښکاره کړی دی او مونږ او زمونږ اولاده باید د تل دپاره د هغه شریعت اطاعت وکړو.