چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ ای ځمکې او اسمانه زما خبرې واورئ
واورئ په غور سره چې زه څه وایم
۲ زما تعلیم دې راپرېوځي لکه څاڅکو د باران په شان
او په ځمکه دې راپرېوځي لکه د پرخې په شان
د باران په شان دې اوري زما خبرې په تنکیو بوټو باندې
د نري باران په شان دې ووریږي تنکیو واښو باندې
۳ زه به کړمه د څښتن د نوم ستاینه
او بیانوي دې لویي خپل قوم د هغه
۴ څښتن دی د قوي ګټ په شان
دي کامل او عادلانه یې ټول کارونه
ستاسو خدای دی وفادار او دی رښتینی
کړي کارونه هغه سم او باانصافه
۵ خو تاسو یئ بې وفا او لایق نه یئ د دې
چې اوسئ قوم د هغه
ستاسو قوم دی ګناهکار او چلباز قوم
۶ ای کم عقلو بې شعوره خلکو
ایا دا لار ده چې څښتن سره کوئ دا چلند؟
ستاسو پلار دی او هغه ستاسو خالق دی
دی جوړ کړی هغه ستاسو څخه قوم
۷ وکړئ فکر د تېر شوي وخت په هکله
هغه وخت چې دی تېر شوی ډېر پخوا
وکړئ پوښتنې خپل مور او خپل پلار نه چې څه وشول
وکړئ پوښتنې له سپین ږیرو د تېر وخت په هکله
۸ قومونو ته ورکړې خدای تعالی دي خپلې ځمکې
هغه ټاکلي دي ځایونه د قومونو د اوسېدو په خاطر
مقررې کړې یې هر قوم ته ساتونکې فرښتې
۹ خو هغه غوره کړه خپل ځان ته اولاده د یعقوب
۱۰ هغه وموندل په دښته کې هغوی
چې سرګردانه ګرځېدل
یوه خوشې او یوه داسې صحرا
چې زیات بادونه لري
ده ساتنه د هغو کړه او په هغوی یې کاوه پام
د خپلو سترګو د کسیو په شان
۱۱ څښتن دی لکه عقاب چې خپله ځاله ساتي
او الوتل کوي په سر باندې د خپلو بچو
څښتن تیار دی تل چې خپاره کړي خپل وزرونه
او چې راونیسي خپل خلک چې کله لویږي هغوی
۱۲ په سفر کې د خپل قوم مشري وکړه
خپله څښتن یوازې
مرسته نه وه د هغه سره د بل خدای
۱۳ څښتن پرېښودل هغوی چې حکومت وکړي
د کنعان په لوړو ځمکو باندې
او څه چې پټیو کې شنه کېدل دوی به خوړل
هغه هغوی ته د ګټونو منځ کې شات ورکړل
د زیتون ونې یې شوې شنې په ډبرینه ځمکه
۱۴ د هغوی غواګانو او وزو به ورکولې شیدې او مستې
هغوی لرل ډېر ښه پسونه او وزې او پادې
او هغوی لرل ډېر ښه غنم او شراب
۱۵ د څښتن قوم شتمن شو خو یاغي شو
هغوی چاغ وو او خوړله یې ډوډۍ ډېره
هغوی واړاوه مخ له خپل خالق خدای نه
او هغوی رد کړ خپل قوي ژغورونکی
۱۶ په غضب کړلو څښتن بت پرستۍ د هغوی
په خپلو بدو عملونو یې راوپاراوه قهر د هغه
۱۷ هغوی وړاندې قربانۍ کړلې پېریانو ته
خوشې خدایانو ته چې هېڅکله یې کومک
ورسره نه دی کړی
هغو نویو خدایانو ته چې هېڅکله یې نیکونو
عبادت د هغو نه ؤ کړی
۱۸ هغوی هېر کړلو خپل خدای
خپل قوي ژغورونکی
هغه څوک چا چې ژوند ورکړی دوی ته
۱۹ چې څښتن کله دا ولیدل په قهر شو
او کړل یې رد خپل زامن او خپلې لوڼې
۲۰ هغه وویل زه نور نه کومه مرسته د هغوی
بیا به وګورم څه کیږي په دې قوم
چې دی سرزوری او بې وفا
۲۱ راپارولی زما قهر دی هغوی خپلو بتانو په سبب
راپارولی یې غیرت دی زما د خپل تش په نامه
خدایانو په سبب
داسې خدایان دي هغه چې رښتیني نه دي
نو زه به کار واخلم د یو تش په نامه قوم څخه
چې یې کړم په قهر
زه به غیرت د دوی راوپاروم د ناپوهانو په قوم
۲۲ زما قهر به د اور په شان لمبې ووهي
او فصلونه به په ځمکه باندې وسوځوي
هغه به ورسیږي د مړو دنیا ته
او وسوځوي به بنیادونه د غرو
۲۳ نه ختمېدونکي افتونه به نازل کړم په هغوی باندې
او خپل ټول غشي به ګوزار کړم په هغوی باندې
۲۴ د لوږې او تبې نه به مړه شي هغوی
د هیبتناکو ناروغیو نه به مړه شي هغوی
زه به نازل کړمه وحشي حیوانات
چې حمله وکړي په هغوی باندې
او زه به نازل کړم زهرجن ماران
چې هغوی وچیچي
۲۵ په سبب د جنګ به مړي وي پراته کوڅو کې
او په کورونو به راپرېوځي وحشت
مړه به شي پېغلې او ځوانان
نه به کوچنیان پاتې شي نه به سپین ږیري
۲۶ ما به بیخي وای تباه کړي هغوی
ترڅو چې پاتې نه وای د هېچا یاد کې هغوی
۲۷ خو زه د دې نه وېرېدم چې دښمنان به د هغوی
وایي چې ورکړې ماتې زما قوم ته هغوی
خو دا زه وم چې په خپله مې هغوی ته ماتې ورکړه
۲۸ اسراییل دی یو بې شعوره قوم
هېڅ عقل نشته دوی کې
۲۹ په دې نه پوهیږي دوی چې ولې ماتې وخوړله
په دې نه پوهیږي دوی چې څه ورپېښ شول
۳۰ د اسراییلو زرو تنو ولې ماتې وخوړله
د دښمن د یوه تن له لاسه
او لس زرو وخوړله ماتې له دوه تنو څخه؟
خپل څښتن خدای ؤ اړولی خپل مخ له هغوی
هغوی پریښي ؤ خپل قوي خدای
۳۱ دښمنان د دوی پوهیږي چې دي کمزوري
د هغوی خپل خدایان
او قوي نه دي د اسراییلو د خدای په شان
۳۲ د سدوم او عموره په شان فاسد دي دښمنان د هغوی
هغوی دي هغو تاکونو په شان چې نیسي زهرجن
او ترخه انګور
۳۳ داسې شرابو په شان چې وي جوړ شوي
د چمچه مار له زهرو
۳۴ دا څښتن ته دي په یاد چې څه وکړل
دښمنانو د هغوی
هغه کوي انتظار سمې موقعې ته
چې ورته ورکړي سزا
۳۵ څښتن به واخلي بدله له هغوی
او سزا به ورکړي ورته
وخت به راشي د هغوی د پرزېدلو
رانژدې ده د هغوی د تباهۍ ورځ
۳۶ چې کله وویني څښتن
چې قوت د ده د قوم دی له منځه تللی
نو د هغوی سره به وکړي انصاف
کله چې وویني څښتن
چې څومره بې وزلي دي هغوی
هغه به وکړي زړه سوی په هغو خلکو باندې
چې خدمت د هغه کاندي
۳۷ بیا به څښتن وکړي پوښتنه داسې له خپله قومه څخه
چېرته دي هغه قوي خدایان چې مو باور پرې درلود؟
۳۸ تاسو هغوی ته ورکوله د خوراک دپاره
د خپلو قربانیو وازګه
او د څښاک دپاره مو شراب ورکول
اوس پرېږدئ چې دوی راشي
او کومک درسره وکړي
او راشي چې ساتنه ستاسو وکړي
۳۹ ایا په دې نه پوهېږئ؟
یوازېنی خدای یمه زه چې بل خدای نشته
مرګ او ژوند دی زما په لاس کې
ټپي کول او روغول دي زما په لاس کې
او نه شي کولای هېڅوک مخالفت زما د کار سره
۴۰ لکه څنګه چې زه یمه تل ژوندی خدای
زه خپل لاس پورته کوم او دا وعده کومه
۴۱ زه به تېره کړمه خپله ځلانده توره
او زه به وکړم انصاف
زه به د خپلو دښمنانو څخه واخلم بدل
او هغو خلکو ته به ورکړمه سزا
څوک چې کرکه کړي له ما
۴۲ وبه څڅیږي د دوی وینه زما د غشو څخه
او وبه وژني زما توره هغه خلک
چې مخالفت کړي زما
زه به ټول اسیران مړه کړم
او زه به پرې کړمه سرونه
د دښمنانو د مشرانو
۴۳ ای اسمانونو! خوشحالي وکړئ د څښتن د قوم سره
ټولو خدایانو! وکړئ سجده د څښتن په مخکې
هغه د خپلو دښمنانو څخه اخلي بدل
چا چې وژلی دی قوم د هغه
هغه پاکوي د خپل قوم ځمکه د هغې ناپاکۍ څخه
چې پیدا شوې په سبب د ګناهونو د دوی
۴۴-۴۵ موسی دا سندره وویله، ترڅو د اسراییلو خلک یې واوري او یوشع ورسره مرسته وکړه. کله چې موسی وزګار شو، ۴۶ هغه وویل: «تاسو به خامخا د دغو ټولو امرونو اطاعت کوئ چې نن ما درکړي دي. دا خپلو اولادونو ته تکراروئ، ترڅو هغوی په وفادارۍ سره د خدای ټولو قوانینو ته غاړه کېږدي. ۴۷ دا تعلیم تشې خبرې نه دي بلکې ستاسو ژوند دی. د هغه په وسیله کولای شئ چې په هغه خاوره کې ډېره موده ژوند وکړئ چې د اردن د سیند په بلې غاړې باندې پرته ده او تاسو به یې زر ونیسئ.»
۴۸ په هماغه ورځ څښتن موسی ته وویل: ۴۹ «د عباریم غرونو ته چې د اریحا ښار ته مخامخ د موآب په خاوره کې دي، لاړ شه. د نبو غره ته وروخېژه او د کنعان خاورې ته وګوره چې زه به یې زر د اسراییلو قوم ته ورکړم. ۵۰ ته به په هغه غره باندې مړ شې لکه څنګه چې ستا ورور هارون د هور په غره باندې مړ شو او د خپلو نیکونو سره یوځای شو. ۵۱ ځکه چې تاسو دواړو زما سره د اسراییلو د قوم په حضور کې د مریبه د چینې سره د صین په دښته کې چې د قادش ښار ته نژدې ده بې وفایي وکړه. زه خدای یم، خو تاسو هلته د اسراییلیانو په مخکې زما سره داسې د عزت او درناوي له مخې چلند ونه کړ چې زه یې لایق یم. ۵۲ ته به هغه خاوره چې زه یې د اسراییلو قوم ته ورکوم د یو لېرې ځای څخه ووینې، خو هغې ته به ورداخل نه شې.»