۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تثنیې کتاب

دري دېرشم فصل

حضرت موسیٰ د اسراییلو قبیلو ته برکتونه ورکوي

۱ دا هغه برکتونه دي چې د خدای پاک نبي حضرت موسیٰ د خپل مرګ څخه مخکې د اسراییلو قوم ته ورکړل:

۲ <څښتن راغی د سینا له غره نه

هغه ادوم باندې د لمر په شان راپورته شو

او وځلېده د فاران له غره نه په خپل قوم باندې

د هغه سره لس زره فرښتې وې

او په ښي لاس کې یې د اور لمبه وه

۳ څښتن مینه کوي له خپله قومه سره

او ساتنه کاندي د هغو خلکو کوم چې د هغه دي

نو مونږ ټیټېږو د هغه پښو ته

او د امرونو اطاعت یې کوو

۴ مونږ اطاعت کوو د هغه شریعت کوم چې موسیٰ راکړی

چې زمونږ د قوم ده قیمتي شتمني

۵ کله چې راغونډ شول قبیلې د اسراییلو او مشران

نو څښتن د هغوی پادشاه شو>

۶ حضرت موسیٰ د روبین د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:

<روبین دې هیڅکله له منځه نه ځي

که څه هم چې قبیله د دوی کوچنۍ ده>

۷ هغه د یهودا د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:

<څښتنه! فریاد د هغوی واوره

چې کوي یې د کومک دپاره

هغوی بېرته د نورو قبیلو سره یوځای کړه

ته قوي کړه لاسونه د یهودا

د دښمنانو مقابل کې د هغوی مرسته کوه>

۸ هغه د لاوي د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:

<ای څښتنه تا ورکړي دي اوریم او تمیم

لاویانو ته یعنې خپل وفادارو خادمانو ته

تا په مسا کې هغوی وازمایل

او رښتیني دې ثابت کړل هغوی

د مریبه د چینې څنګ کې

۹ هغوی وښودله تاته وفا زیاته

د مور او پلار، ورونو او خوېندو اولادونو څخه

ستا امرونو ته هغوی کېښوده غاړه

او شول پاتې وفادار د ستا د لوظه سره

۱۰ هغوی ستا قوم ته زده کوي ستا د قانون اطاعت

هغوی ږدي خوشبویي ستا په حضور کې

او سوزېدونکې نذرانې ستا قربانګاه باندې

۱۱ مرسته وکړه د هغوی د قبیلې سره څښتنه

چې قوي شي

خوشاله اوسه ته د هغوی د کارونو څخه

ټول دښمنان د هغوی له منځه یوسه

هغوی مه پرېږده چې بیا سر کړي راپورته>

۱۲ هغه د بنیامین د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:

<دا هغه قبیله ده چې څښتن تعالیٰ ورسره مینه کوي

هغه اوسیږي د هغوی د غونډیو منځ کې

او ټوله ورځ د هغوی ساتنه کوي>

۱۳ هغه د حضرت یوسف د اولادې په باره کې داسې وفرمایل:

<څښتن دې واوروي پرخه د هغوی په ځمکه

او برکت دې واچوي د ځمکې لاندې اوبو کې

۱۴ د هغوی ځمکه دې ډکه شي له هغو مېوو

چې پخې شوې وي په لمر باندې

او شي دې غني د هر موسم

په ډېرو ښو مېوو باندې

۱۵ د هغوی پخوانۍ غونډۍ دې پټې شي

په ډېرو ښو مېوو کې

۱۶ د هغوی ځمکه دې ډکه شي له ټولو نعمتونو څخه

هغه څښتن دې د هغوی سره نېکي وکړي

چې په سوزېدونکي بوټي کې ښکاره شو

دا برکتونه دې نازل شي د یوسف په اولادې باندې

ځکه رهبر ؤ هغه د خپلو ورونو منځ کې

۱۷ په قوت کې دی یوسف لکه د ځوان غویي په شان

د وحشي غویي د ښکرو په شان

د هغه ښکرونه د منسي زرګونه خلک دي

او د افرایم لس ګونه زره خلک دي

نور قومونه وهي هغو ښکرونو باندې

او ټېل وهي هغوی د دنیا آخر سرته>

۱۸ هغه د زبولون او یساکار د قبیلو په باره کې داسې وفرمایل:

<زبولون دې وي خوشاله تجارت کې په دریاب باندې

او د یساکار دولت دې ډېر شي خپل وطن کې

۱۹ هغوی خپل غره ته نورې قبیلې رابولي

او وړاندې کوي هلته صحیح قربانۍ

لاس ته راوړي هغوی دولت خپل له دریابه څخه

او د دریاب د غاړې شګو څخه>

۲۰ هغه د جاد د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:

<ودې شي ستاینه د خدای چې یې پراخه

د هغوی سیمه کړه

جاد وباسي انتظار د زمري په شان

چې د ښکار مټه یا کوپړۍ غوڅه کړي

۲۱ هغوی د ځان دپاره واخیستله ښه ښه ځمکه

د یو مشر برخه ورکړل شوه هغوی ته

کله راغونډ چې شول مشران د اسراییلو

د جاد خلکو کېښودله غاړه

د څښتن امرونو او قوانینو ته>

۲۲ هغه د دان د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:

<دان د زمري بچی دی

چې په باشان کې له خپل غاره څخه

د خپل دښمن پسې ټوپونه وهي>

۲۳ هغه د نفتالي د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:

<د نفتالي سره د څښتن د نېکۍ ډېر برکت دی

د هغوی ځمکه رسي د جلیل له جهیل تر جنوبه پورې>

۲۴ هغه د اشیر د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:

<نسبت نورو قبیلو ته د اشیر د قبیلې سره دی ډېر برکت

هغه دې غوره اوسي د خپلو ورونو منځ کې

او د هغه ځمکه دې وي ډکه د زیتون له تېلو

۲۵ په هغو دروازو دې د هغه د ښارونو ساتنه وشي

چې اړمونه وي د اوسپنې او برنجو په کې

او ژوند دې کوي هغه همېشه امن کې

۲۶ ای د اسراییلو خلکو! هیڅ یو خدای نه دی

زمونږ د خدای په شان

هغه سپریږي د اسمان په ورېځو

د خپل شوکت او شانه سره

چې راشي تاسو ته کومک دپاره

۲۷ ابدي خدای زمونږ د پټېدلو ځای دی

هغه نیسي مونږه په ابدي غېږه کې

خدای لېرې دښمنان کړل ستاسو

ستاسو له مخې څخه

او درته ویې ویل چې هغوی تباه کړئ

۲۸ نو اولاده د یعقوب کوي په سوله کې ژوند

دي په امن هغوی په داسې خاوره کې

چې ده ډکه له غلو او له شرابو څخه

او چېرته چې پرخه له اسمانه څخه

ځمکې ته اوبه ورکوي

۲۹ اسراییلو! تاسو څومره یئ خوشاله

چې هیڅوک نشته لکه ستاسو په شان

یو داسې قوم چې څښتن ژغورلی

د دې دپاره چې دفاع وکړي له تاسو څخه

او بری درکاندي

څښتن په خپله ستاسو سپر او ستاسو توره ده

رحم دپاره به راځي دښمنان ستاسو

او زاري به کوي

او تاسو تر پښو لاندې کوئ به هغوی>