چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ موسی د موآب د ډاګونو څخه د نبو غره ته وخوت، یعنې د پیسګاه د غره سرته چې د اریحا په ختیځ کې دی. هلته ورته څښتن ټوله خاوره یعنې د جلعاد سیمه د دان تر ښاره پورې، ۲ د نفتالي ټوله سیمه، د افرایم او منسي سیمې، د مدیترانې تر بحیرې پورې د یهودا ټوله سیمه، ۳ د یهودا جنوبي برخه او هغه ډاګ وروښود چې د صوغر څخه تر اریحا پورې چې د خرما د ونو ښار دی، رسیږي. ۴ بیا څښتن موسی ته وویل: «دا هغه خاوره ده چې ما د ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره وعده کړې وه چې د هغوی اولادې ته به یې ورکړم. ما ته پرېښودلې چې هغه ووینې، خو ته به د اردن د سیند څخه تېر نه شې او هلته به ورننه نه وځي.»
۵ نو لکه څنګه چې څښتن ویلي وو، د څښتن خدمتګار موسی هلته د موآب په خاوره کې مړ شو. ۶ هغه د موآب په هغې دره کې ښخ کړای شو چې د بیت فغور ښار ته مخامخ وه. خو تر نن ورځې پورې هېڅوک نه پوهیږي چې موسی چېرته ښخ شوی دی. ۷ موسی یوسلو شل کلن ؤ چې مړ شو، د هغه بدن لا قوي ؤ او د سترګو نظر یې هم ښه ؤ. ۸ د اسراییلو قوم د موآب په ډاګونو کې دېرش ورځې د هغه دپاره وژړل.
۹ موسی د خپل مرګ څخه مخکې د نون د زوی یوشع په سر باندې خپل لاسونه کېښودل او هغه یې د خپل ځان په ځای وټاکه. څښتن هغه د حکمت څخه ډک کړ. د اسراییلو قوم د یوشع اطاعت کاوه او په هغو حکمونو باندې یې عمل کاوه چې څښتن هغوی ته د موسی په وسیله ورکړي وو.
۱۰ په اسراییلو کې هېڅکله د موسی په شان پیغمبر نه دی پیدا شوی. څښتن د هغه سره مخامخ خبرې کولې. ۱۱ بل هېڅ پیغمبر داسې لویې معجزې نه دي ښودلې لکه څنګه چې څښتن موسی رالېږلی ؤ چې د فرعون، د هغه د درباریانو او د مصر د ټولو خلکو په حضور کې یې وښایي. ۱۲ بل هېڅ پیغمبر داسې قدرت نه درلود چې هغه لوی او وېروونکي کارونه وکړي چې موسی د ټولو اسراییلیانو په مخکې وکړل.