کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ دا هغه برکتونه دي چې د خدای پیغمبر موسی د خپل مرګ څخه مخکې د اسراییلو قوم ته ورکړل:
۲ څښتن راغی د سینا له غره نه
هغه راپورته شو ادوم باندې د لمر په شان
او وځلېده د فاران له غره نه په خپل قوم باندې
د هغه سره وې لس زره فرښتې
او په ښي لاس کې یې د اور لمبه وه
۳ څښتن مینه کوي د خپل قوم سره
او ساتنه کاندي د هغو خلکو چې دي د هغه
نو مونږ ټیټېږو د هغه پښو ته
او کوو یې د امرونو اطاعت
۴ مونږ اطاعت کوو د هغه شریعت
چې راکړی موسی
چې ده قیمتي شتمني زمونږ د قوم
۵ کله چې راټول شول مشران او قبیلې د اسراییلو
نو څښتن شولو پاچا د هغوی
۶ موسی د روبین د قبیلې په اړه داسې وویل:
روبین دې هېڅکله له منځه نه ځي
که څه هم چې قبیله د دوی کوچنۍ ده
۷ هغه د یهودا د قبیلې په اړه داسې وویل:
ای څښتنه! ته فریاد د هغوی واوره
چې کوي یې د کومک دپاره
بېرته یوځای کړه هغوی نورو قبیلو سره
ته لاسونه کړه قوي د یهودا
د دښمنانو مقابل کې د هغوی مرسته کوه
۸ هغه د لاوي د قبیلې په اړه داسې وویل:
ای څښتنه تا ورکړي دي اوریم او تمیم
لاویانو ته یعنې خپل وفادارو خادمانو ته
تا وازمایل په مسا کې هغوی
او رښتیني دې ثابت کړل هغوی
د مریبه د چینې څنګ کې
۹ هغوی وښودله تاته وفا زیاته
د مور او پلار، خویندو او ورونو اولادونو څخه
ستا امرونو ته هغوی کېښوده غاړه
او شول پاتې وفادار د ستا د لوظ سره
۱۰ هغوی ستا قوم ته زده کوي ستا د قانون اطاعت
هغوی ږدي خوشبویي ستا په حضور کې
او سوځېدونکې نذرانې ستا قربانګاه باندې
۱۱ مرسته وکړه د هغوی د قبیلې سره څښتنه
چې قوي شي
خوشحاله اوسه د هغوی د کارونو څخه
له منځه یوسه ټول دښمنان د هغوی
هغوی مه پرېږده چې بیا سر کړي راپورته
۱۲ هغه د بنیامین د قبیلې په اړه داسې وویل:
دا ده هغه قبیله چې کړي مینه ورسره څښتن تعالی
هغه اوسیږي د هغوی د غونډیو منځ کې
او ټوله ورځ کوي ساتنه د هغوی
۱۳ هغه د یوسف د اولادې په اړه داسې وویل:
څښتن دې ووروي پرخه د هغوی په ځمکه
او برکت دې واچوي د ځمکې لاندې اوبو کې
۱۴ د هغوی ځمکه دې شي ډکه هغو مېوو نه
چې پخې شوې وي په لمر باندې
او شي دې غني د هر موسم
په ډېرو ښو مېوو باندې
۱۵ پخوانۍ غونډۍ دې پټې د هغوی شي
په ډېرو ښو مېوو کې
۱۶ د هغوی ځمکه دې شي ډکه ټولو نعمتونو څخه
هغه څښتن دې د هغوی سره نېکي وکړي
چې شو ښکاره په سوځېدونکي بوټي کې
دا برکتونه دې نازل شي د یوسف په اولادې باندې
ځکه رهبر ؤ هغه د خپلو ورونو منځ کې
۱۷ په قوت کې دی یوسف لکه غویي په شان
د وحشي غویي د ښکرو په شان
د هغه ښکرونه دي د منسي زرګونه خلک
او د افرایم دي لس ګونه زره خلک
نور قومونه وهي هغو ښکرونو باندې
او ټېل وهي هغوی د دنیا اخري سرته
۱۸ هغه د زبولون او یساکار د قبیلو په اړه داسې وویل:
زبولون دې وي خوشحاله تجارت کې په بحیرې باندې
او خپل وطن کې دې شي ډېر د یساکار دولت
۱۹ هغوی رابولي نورې قبیلې خپل غره ته
او وړاندې کوي هلته سمه قربانۍ
لاسته راوړي هغوی خپل دولت له بحیرو څخه
او د بحیرې د غاړې شګو څخه
۲۰ هغه د جاد د قبیلې په اړه داسې وویل:
ودې شي ستاینه د خدای
چې یې پراخه د هغوی سیمه کړه
لکه زمري په شان جاد وباسي انتظار
چې مټه یا کوپړۍ کړي غوڅه د ښکار
۲۱ هغوی د ځان دپاره واخیستله ښه ښه ځمکه
د یو مشر برخه ورکړل شوه هغوی ته
کله راټول چې شول مشران د اسراییلو
کېښوده غاړه د جاد خلکو
قوانینو او حکمونو د څښتن ته
۲۲ هغه د دان د قبیلې په اړه داسې وویل:
دان د زمري بچی دی
چې په باشان کې د خپل غاره څخه
وهي ټوپونه خپل دښمن پسې
۲۳ هغه د نفتالي د قبیلې په اړه داسې وویل:
ډېر برکت دی نفتالي سره د څښتن د نېکۍ
د هغوی ځمکه رسي د جلیل له بحیرې نه
تر جنوبه پورې
۲۴ هغه د اشیر د قبیلې په اړه داسې وویل:
نسبت نورو قبیلو ته ډېر برکت دی د اشیر د قبیلې سره
هغه دې غوره اوسي د خپلو ورونو منځ کې
او د هغه ځمکه دې وي ډکه د زیتون له تېلو
۲۵ په هغو دروازو دې وشي ساتنه د هغه د ښارونو
چې اړمونه وي د اوسپنې او برنجو په کې
او ژوند دې کوي هغه همېشه امن کې
۲۶ ای د اسراییلو خلکو! هېڅ یو خدای نه دی
زمونږ د خدای په شان
هغه سپریږي د اسمان په ورېځو
د خپل شوکت او شانه سره
چې راشي تاسو ته کومک دپاره
۲۷ ابدي خدای زمونږ د پټېدلو ځای دی
هغه نیسي مونږه په ابدي غېږه کې
خدای کړل لېرې دښمنان ستاسو
ستاسو له مخې څخه
او درته ویې ویل چې تباه کړئ هغوی
۲۸ نو اولاده د یعقوب کوي په سوله کې ژوند
دي په امن هغوی په داسې خاوره کې
چې ده ډکه د غلو او د شرابو څخه
او چېرته چې پرخه له اسمانه څخه
ورکوي اوبه ځمکې ته
۲۹ اسراییلو! تاسو څومره بختور یئ
چې هېڅوک نشته لکه ستاسو په شان
یو داسې قوم چې څښتن ژغورلی
د دې دپاره چې دفاع وکړي ستاسو څخه
او بری درکاندي
څښتن په خپله ستاسو سپر او ستاسو توره ده
رحم دپاره به راځي دښمنان ستاسو
او زاري به کوي
او تاسو تر پښو لاندې کوئ به هغوی