۰:۰۰ / ۰:۰۰

د څېړونکي کتاب

لسم فصل

۱ لکه څنګه چې مړه مچان د خوشبویه عطرو بوی خرابوي

همدا شان لږ حماقت هم حکمت او شوکت ته زیان رسوي.

۲ د هوښیار سړي زړه هغه د سمې لارې په لور بیایي

خو د کم‌عقل سړي زړه هغه د ګمراهۍ په لور بیایي.

۳ یو احمق انسان حتی که په لاره هم روان وي خو ناپوهه وي

او هغه خپل حماقت هرچا ته ښکاره کوي.

۴ که حاکم درباندې په قهر شي نو خپل مقام مه پرېږده

ځکه چې د لویې خطا په وخت کې نرمه ژبه قهر سړوي.

۵ ما د اسمان لاندې بله بدبختي هم ولیدله. په حقیقت کې د واکدار له خوا دا غلطي کیږي: ۶ احمقان لوړو مقامونو ته پورته کیږي، خو شتمن خلک په ټیټو مقامونو کې پاتې کیږي. ۷ ما لیدلي چې غلامان په اسونو باندې ناست دي، خو شهزادګان د غلامانو په شان په پښو باندې روان دي.

۸ څوک چې کنده کیندي نو ښایي په خپله په کې ولویږي

او څوک چې دېوال ورانوي نو ښایي مار هغه وچیچي.

۹ څوک چې له کان نه تیږې راوباسي نو ښایي خپل ځان ټپي کړي

او څوک چې لرګي ماتوي نو ښایي خپل ځان ژوبل کړي.

۱۰ که تبر پڅ وي او مزدور هغه تېره نه کړي

نو د هغه کارول ډېر زور غواړي

خو په حکمت کې ګټه دا وي چې بریالیتوب منځ ته راوړي.

۱۱ که مار مخکې له منتر ویلو څخه سړی وچیچي

نو د پاړوګر په منتر ویلو کې ګټه څه وي؟

۱۲ هوښیار سړي ته د خپلې خولې په خبرو عزت ورکول کیږي

خو د کم‌عقل د خولې خبرې د هغه د تباهۍ سبب کیږي.

۱۳ د هغه خوله په حماقت سره خلاصیږي

او د خولې خبرې یې په شرارت او جهالت سره ختمیږي.

۱۴ احمق سړی ډېر غږیږي

خو انسان نه پوهیږي چې راتلونکی به څه ډول وي

او څوک چا ته ویلی شي چې څه به پېښیږي؟

۱۵ د خبرو او زحمت له امله کم‌عقل سړی دومره ستړی کیږي

چې حتی نه پوهیږي په کومه لاره ښار ته رسیږي.

۱۶ افسوس دې وي په تا ای وطنه کله چې ستا پاچا یو بې‌تجربه او کم‌عقل ځوان وي

او ستا شهزادګان په سهار کې په ډېر خوراک او نشو کې ډوب وي.

۱۷ بختور یې ای وطنه کله چې ستا پاچا د یو باعزته کورنۍ زوی وي

او ستا شهزادګان د خپل طاقت په خاطر په مناسب وخت خوراک وکړي

او له نشو او مستیو نه خپل ځانونه لېرې وساتي.

۱۸ د لټۍ له امله د کور چت سوری کیږي

او د بېکاره لاسونو له امله بام څڅیږي.

۱۹ خواړه د خندا او خوند دپاره وي

او شراب ژوند ته خوشحالي راولي

خو پیسې د دواړو دپاره وي.

۲۰ په خپل زړه کې هم پاچا ته ښکنځلې مه کوه

حتی په خپله کوټه کې هم یو شتمن پسې لعنت مه وایه

نو کېدای شي د هوا مرغۍ ستا خبرې هغوی ته ورسوي

یا وزر لرونکی مرغه دا الفاظ تکرار کړي.