چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ بیا څښتن موسی ته وویل: «فرعون ته ورشه، ځکه چې ما د هغه او د هغه د درباریانو زړونه سخت کړي دي، ترڅو هغوی ته خپلې معجزې وښایم ۲ او د دې دپاره چې تاسو وکولای شئ خپلو اولادونو او لمسیو ته ووایئ چې څنګه مې د معجزو په ښودلو سره د مصریانو څخه کم عقلان جوړ کړل، نو بیا به تاسو ټول پوه شئ چې زه څښتن یم.»
۳ نو موسی او هارون فرعون ته ورغلل او ورته ویې ویل: «د عبرانیانو څښتن خدای داسې وایي: ته به ترڅو پورې ماته نه تسلیمېږې؟ زما قوم پرېږده چې لاړ شي او زما عبادت وکړي. ۴ که چېرې ته د هغوی د پرېښودلو څخه انکار وکړې، زه به سبا ستا په هېواد باندې ملخان نازل کړم. ۵ هغوی به د ځمکې مخ پټ کړي او ځمکه به نه ښکاري. هرڅه چې د ږلۍ څخه پاتې شوي دي هغه به وخوري، حتی هغه ونې چې پاتې شوې دي هغه به هم وخوري. ۶ ستا کورونه، ستا د ټولو درباریانو او ستا د ټول قوم کورونه به د ملخانو څخه ډک شي. دا به د هغو شیانو څخه ډېر بد وي کوم چې ستاسو نیکونو د دې وطن په تاریخ کې لیدلي دي.» بیا موسی د فرعون څخه لاړ.
۷ فرعون ته خپلو درباریانو وویل: «ترڅه وخته پورې به دا سړی مونږ ته تکلیف راکوي؟ د اسراییلو خلک پرېږده چې لاړ شي، ترڅو وکولای شي د خپل څښتن خدای عبادت وکړي. ته خبر نه یې چې مصر وران شوی دی؟»
۸ موسی او هارون یې بېرته فرعون ته راوستل او فرعون هغوی ته وویل: «تاسو لاړ شئ او د خپل څښتن خدای عبادت وکړئ. خو څوک څوک به لاړ شي؟»
۹ موسی په ځواب کې وویل: «مونږ ټول به د ځوانانو او سپین ږیرو سره لاړ شو. مونږ به خپل زامن، لورګانې، رمې او پادې هم د ځان سره بوځو، ځکه مونږ غواړو چې څښتن ته د درناوي په خاطر جشن ونیسو.»
۱۰ فرعون وویل: «زه په څښتن باندې قسم خورم چې تاسو به هېڅکله پرېنږدم چې خپلې ښځې او اولادونه د ځان سره بوځئ! دا ښکاره خبره ده چې تاسو کوم بد نیت لرئ. ۱۱ نه! یوازې سړي دې لاړ شي او د څښتن عبادت دې وکړي، ځکه چې دا ستا غوښتنه ده.» بیا موسی او هارون د فرعون د حضور څخه وشړل شول.
۱۲ څښتن موسی ته وویل: «خپل لاس دې د مصر په خاوره باندې پورته کړه چې د ملخانو بلا راشي او هرڅه چې د ږلۍ څخه شنه پاتې شوي دي، هغه وخوري.» ۱۳ نو موسی خپله امسا پورته کړه او څښتن د ختیځ له خوا په مصر باندې د یوې شپې او ورځې دپاره باد راوالوزاوه او د سهار په وخت کې یې ملخان د ځان سره راوړي وو. ۱۴ دې ملخانو د مصر ټول وطن ونیوه او دومره زیات وو چې داسې بلا نه چا لیدلې وه او نه به یې کله وویني. ۱۵ ځمکه په ملخانو باندې داسې پټه شوه چې توره ښکاره کېدله. هرڅه چې د ږلۍ څخه پاتې شوي وو هغه یې وخوړل چې په هغو کې د ونو مېوې هم شاملې وې. یو شین بوټی او یا ونه هم د مصر په ځمکه کې پاتې نه شوه.
۱۶ فرعون زر موسی او هارون راوغوښتل او ورته ویې ویل: «ما ستاسو د څښتن خدای او ستاسو په وړاندې ګناه کړې ده. ۱۷ اوس یوځل بیا زما ګناه وبخښئ او خپل څښتن خدای ته دعا وکړئ چې زما څخه دا وژونکې بلا لېرې کړي.» ۱۸ موسی د فرعون څخه لاړ او څښتن ته یې دعا وکړه. ۱۹ څښتن د ختیځ باد په یو سخت لوېدیځ باد باندې بدل کړ. دغه باد ملخان سرې بحیرې ته یووړل او په ټول مصر کې یو ملخ هم پاتې نه شو. ۲۰ خو څښتن د فرعون زړه سخت کړ او هغه اسراییلیان پرېنښودل چې لاړ شي.
۲۱ بیا څښتن موسی ته وویل: «خپل لاس د اسمان خواته پورته کړه، ترڅو د مصر په خاوره باندې توره تیاره راشي.» ۲۲ نو موسی خپل لاس د اسمان خواته پورته کړ او په مصر باندې د درېو ورځو دپاره توره تیاره شوه. ۲۳ مصریانو نه شو کولای چې یو بل وویني او هېڅوک هم په هغه وخت کې د خپل کور څخه ونه وت. خو چېرته چې اسراییلیان اوسېدل هلته رڼا وه.
۲۴ بیا فرعون موسی راوغوښت او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او د څښتن عبادت وکړئ. حتی ستاسو ښځې او ماشومان هم تاسو سره تللی شي. خو یوازې خپلې رمې او پادې پرېږدئ.»
۲۵ موسی وویل: «ته باید مونږ ته د دې اجازه راکړې چې د ځان سره خپل حیوانات بوځو چې خپل څښتن خدای ته قربانۍ او سوځېدونکې نذرانې وړاندې کړو. ۲۶ نه، مونږ به د ځان سره خپل حیوانات خامخا د ځان سره بوځو او یو حیوان به هم پاتې نه شي. مونږ به په خپله هغه غوره کوو چې له هغو څخه د خپل څښتن خدای په عبادت کې کار واخلو. ترڅو پورې چې هلته نه یو رسېدلي مونږ نه پوهېږو چې کوم حیوانات هغه ته قرباني کړو.»
۲۷ خو څښتن د فرعون زړه سخت کړ او هغه راضي نه ؤ چې هغوی تګ ته پرېږدي. ۲۸ فرعون موسی ته وویل: «زما له مخې څخه لېرې شه! بیا زما د لیدلو هڅه ونه کړې! که چېرې بیا زما سره مخامخ شوې، نو په هماغه ورځ به ووژل شې!»
۲۹ موسی په ځواب کې وویل: «ته رښتیا وایې، زه به بیا هېڅکله تا ونه وینم.»