د هجرت کتاب

دولسم فصل

د فسحې اختر

۱ څښتن په مصر کې موسی او هارون ته وویل: ۲ «له دې وروسته به دا میاشت ستاسو دپاره د کال لومړۍ میاشت وي. ۳ د اسراییلو ټول قوم ته دا لارښوونې وکړې چې د دې میاشتې په لسمه ورځ باید هر سړی د خپلې کورنۍ دپاره یو یو وری یا سېرلی واخلي. ۴ که چېرې یوه کورنۍ دومره کوچنۍ وي چې ټول حیوان نه شي خوړلی، نو د خپل نژدې ګاونډي سره دې هغه ووېشي او د خلکو شمېر دې په نظر کې ونیسي. د هر کس دپاره دې دومره وټاکل شي څومره چې خوړلی شي. ۵ تاسو کولای شئ چې پسه او یا سېرلی غوره کړئ. خو هغه باید یو کلن وي او نر وي او کوم عیب هم ونه لري. ۶ تاسو باید د دې میاشتې تر څوارلسمې ورځې پورې هغه وساتئ، بیا به ټول قوم هغه په ماښام کې حلال کړي. ۷ خلک دې لږه وینه واخلي خپلو کورونو د دروازو د چوکاټ په دواړو خواو او پورتنۍ برخې باندې یې چې د دې حیواناتو غوښه په کې خوړل کیږي، وشیندي. ۸ په هماغه شپه دې هغوی غوښه په اور باندې کباب کړي او د ترخو بوټو او فطیرې ډوډۍ سره دې وخوري. ۹ تاسو هغه غوښه خامه او یا خوټول شوې مه خورئ. هغه د سر، پښو او د نس د دنننیو برخو سره په اور باندې کباب کړئ. ۱۰ د هغې غوښې څخه تر سهار پورې لږه هم مه پرېږدئ. که چېرې لږه ورڅخه پاتې شي، نو هغه وسوځوئ. ۱۱ تاسو به هغه زر زر خورئ، ځکه چې د سفر دپاره به ملا تړئ. خپلې څپلۍ به په پښو کړئ او امساګانې به مو په لاسونو کې ونیسئ. دا د فسحې اختر دی چې زما یعنې څښتن د درناوي په خاطر لمانځل کیږي.

۱۲ په هغه شپه به زه په مصر باندې تېرېږم او هر لومړنی زېږېدلی انسان او حیوان به ووژنم او د مصر ټولو خدایانو ته به سزا ورکړم. زه څښتن یم. ۱۳ هغه وینه چې ستاسو د کورونو د دروازو په سرونو او د چوکاټونو په دواړو خواوو باندې وي، هغه به ستاسو د کورونو نښې وي او کله چې زه هغه ووینم، نو ستاسو د کورونو څخه به تېرېږم او یوازې مصریان به وژنم او تاسو ته به هېڅ زیان نه رسوم. ۱۴ تاسو باید دا ورځ د اختر په توګه ولمانځئ، ترڅو دا تاسو ته در په یاد کړي چې ما یعنې څښتن ستاسو دپاره کوم کارونه کړي دي. دا به د ټولو راتلونکو وختونو دپاره لمانځئ.»

د فطیرې ډوډۍ اختر

۱۵ څښتن وویل: «تاسو باید اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ. په لومړۍ ورځ ټوله خمیره د خپلو کورونو څخه لېرې کړئ، ځکه که چېرې څوک په هغو اووه ورځو کې خمیره ډوډۍ وخوري هغه به زما د قوم څخه وشړل شي. ۱۶ په لومړۍ او اوومه ورځ تاسو د عبادت دپاره سره راټول شئ. په هغو ورځو کې د ډوډۍ د تیارولو څخه پرته بل کار مه کوئ. ۱۷ دا اختر ولمانځئ، ځکه چې دا هماغه ورځ ده چې ما ستاسو قبیلې له مصر څخه راوویستلې. تاسو باید دا ورځ د یو اختر په توګه د تل دپاره ولمانځئ. ۱۸ د اولې میاشتې د څوارلسم ماښام څخه نیولې د یوویشتمې ورځې تر ماښامه پورې باید تاسو فطیره ډوډۍ وخورئ. ۱۹ اووه ورځې باید ستاسو په کورونو کې خمیره پیدا نه شي. ځکه که چېرې څوک که هغه پردی وي او یا اسراییلی وي خمیره ډوډۍ وخوري، هغه به د اسراییلو د قوم څخه وشړل شي. ۲۰ هېڅ داسې شی مه خورئ چې د خمیرې څخه تیار شوی وي. هر چېرته چې تاسو اوسېږئ باید فطیره ډوډۍ وخورئ.»

د فسحې لومړنی اختر

۲۱ بیا موسی د اسراییلو ټول مشران راوغوښتل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او د خپلو کورنیو دپاره د رمو څخه وري او وزې واخلئ او د فسحې د اختر دپاره یې حلال کړئ. ۲۲ د وېلني د بوټو یوه غونچه واخلئ او په هغې وینه کې یې غوټه کړئ چې په لوښي کې ده او د خپلو کورونو د دروازو د چوکاټ په دواړو خواو او پورتنۍ برخې باندې یې وشیندئ. هېڅوک به د خپل کور څخه تر سهاره پورې نه وځي. ۲۳ کله چې څښتن د مصریانو د وژلو دپاره د مصر څخه تېریږي، هغه به د دروازو په چوکاټونو او د دروازو په پورتنیو برخو وینه وویني او د مرګ فرښته به پرېنږدي چې ستاسو کورونو ته ستاسو د وژلو دپاره ورننوځي. ۲۴ تاسو او ستاسو اولادونه باید د تل دپاره په دې اصولو باندې عمل وکړي. ۲۵ کله چې تاسو هغې ځمکې ته چې څښتن یې تاسو ته د ورکولو وعده کړې ده ورننوځئ، باید دا مراسم هلته سرته ورسوئ. ۲۶ کله چې ستاسو ماشومان ستاسو څخه پوښتنه وکړي چې د دې مراسمو معنی څه ده؟ ۲۷ تاسو به په ځواب کې ووایئ: دا د فسحې د اختر قرباني ده چې د څښتن د درناوي دپاره یې کوو، ځکه چې هغه شپه چې څښتن په مصر کې د اسراییلیانو د کورونو دپاسه تېر شو، هغه مصریان ووژل، خو مونږ یې ژوندي پرېښودلو.» بیا قوم په سجده شو او عبادت یې وکړ. ۲۸ بیا هغوی لاړل او څنګه چې څښتن موسی او هارون ته حکم کړی ؤ، هماغسې یې وکړل.

د لومړنیو زېږول شویو مړینه

۲۹ په نیمه شپه کې څښتن په مصر کې ټول مشران زامن ووژل. د فرعون د زوی څخه نیولې چې د تخت وارث ؤ د بندي تر مشر زوی پورې چې په زندان کې ؤ او د ټولو حیواناتو لومړني بچیان یې هم ووژل. ۳۰ فرعون، د هغه ټول درباریان او مصریان د شپې راویښ شول او په مصر کې سخته ژړا او انګولا وه، ځکه چې هلته داسې کور نه ؤ چې مړی په کې نه ؤ شوی. ۳۱ په هماغه شپه فرعون موسی او هارون راوغوښتل او ورته ویې ویل: «د خپلو خلکو سره ووځئ! زما خاوره پرېږدئ. لاړ شئ او لکه څرنګه چې تاسو غوښتل د څښتن عبادت وکړئ. ۳۲ خپلې رمې او پادې هم د ځان سره بوځئ او لاړ شئ. او ماته هم برکت راکړئ.» ۳۳ مصریانو د اسراییلو قوم وهڅاوه چې د هغه هېواد څخه زر لاړ شي. هغوی وویل: «که چېرې تاسو لاړ نه شئ، نو مونږ ټول به مړه شو.»

۳۴ نو اسرایلیانو بې خمیرې اوړه په لګنونو کې واچول، په ټوکرونو کې یې تاو کړل او په خپلو اوږو یې کېښودل. ۳۵ اسراییلیانو د موسی په لارښوونې عمل وکړ او د مصریانو څخه یې د سرو او سپینو زرو شیان او کالي وغوښتل. ۳۶ څښتن اسراییلیان د مصریانو په نظر کې عزتمن کړل او هرڅه یې چې د مصریانو څخه غوښتل، نو هغوی به ورکول. په دې ډول اسراییلیانو د مصریانو شتمني د ځان سره یووړه.

اسراییلیان له مصر څخه وځي

۳۷ اسراییلیانو له رعمسیس څخه سوکوت ته په پښو سفر وکړ. د ښځو او ماشومانو څخه پرته د سړیو شمېر نژدې شپږ سوه زره تنو ته رسېده. ۳۸ ډېر نور خلک هم د هغوی سره لاړل او هغوی سره خپلې رمې او پادې هم وې. ۳۹ هغوی د هغو اوړو څخه فطیره ډوډۍ پخه کړه چې د مصر څخه یې راوړي وو او هغوی وخت نه درلود چې د ځان دپاره خمیره ډوډۍ یا نور خواړه تیار کړي، ځکه چې ناڅاپه له مصر څخه شړل شوي وو.

۴۰ اسراییلیان څلور سوه دېرش کاله په مصر کې اوسېدلي وو. ۴۱ په هماغه ورځ چې څلور سوه دېرش کاله پوره شول، د څښتن د قوم ټولې قبیلې د مصر څخه ووتلې. ۴۲ دا هغه شپه وه چې څښتن په هغوی باندې پام کاوه چې هغوی له مصر څخه راوباسي. همدا شپه د څښتن دپاره وقف شوه، په دې خاطر باید د اسراییلو راتلونکي نسلونه د تل دپاره دا شپه د څښتن دپاره د یادګار په توګه ولمانځي.

د فسحې د اختر مقررات

۴۳ څښتن موسی او هارون ته وویل: «دا د فسحې د اختر اصول دي: هېڅ پردی سړی باید د فسحې د اختر خواړه ونه خوري. ۴۴ خو کوم غلام چې تاسو په بیه اخیستی وي او سنت شوی وي هغه کولای شي چې دا خواړه وخوري. ۴۵ هېڅ موقتي اوسېدونکی یا مزدور دې هغه ونه خوري. ۴۶ ټول خواړه باید په هغه کور کې دننه وخوړل شي چې په کې تیار شوي دي او غوښه د کور څخه دباندې مه راوباسئ. یو هډوکی هم مات نه کړئ. ۴۷ د اسراییلو ټول قوم باید دا اختر ولمانځي. ۴۸ کوم سړی چې سنت شوی نه وي هغه دې دا ونه خوري. که چېرې کوم پردی سړی په تاسو کې اوسیږي او غواړي چې د څښتن د درناوي دپاره د فسحې اختر ولمانځي، تاسو باید لومړی د هغه د کورنۍ ټول نران سنت کړئ. بیا به د هغه سره لکه د یو اصلي اسراییلي په شان چلند کیږي او کولای شي چې په دې اختر کې برخه واخلي. ۴۹ په اصلي اسراییلي او هغو پردیو خلکو باندې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي باید یوشان اصول عملي شي.» ۵۰ ټولو اسراییلیانو د څښتن په حکم باندې چې په موسی او هارون باندې یې کړی ؤ، عمل وکړ. ۵۱ په هماغه ورځ څښتن د اسراییلو قبیلې د مصر څخه راوویستلې.