چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ د اسراییلو ټول قوم د ایلیم څخه لاړ او د دوهمې میاشتې په پنځلسمه ورځ د مصر څخه د تګ نه وروسته هغوی د سین دښتې ته چې د ایلیم او سینا ترمنځ وه، راغلل. ۲ په دښته کې د اسراییلو ټول قوم موسی او هارون ته شکایت وکړ ۳ او ورته ویې ویل: «کاشکې مونږ د څښتن په لاس په مصر کې وژل شوي وای. مونږ به هلته د غوښې د دېګونو څنګ ته کښېناستو او څومره خواړه چې مونږ غوښتل مونږ به خوړل. خو تاسو مونږ دې دښتې ته راوستلو چې ټول له لوږې ووژنئ.»
۴ څښتن موسی ته وویل: «اوس به زه په تاسو ټولو باندې د اسمان څخه د ډوډۍ باران ووروم. خلک دې هره ورځ ځي او د ځان دپاره دې د یوې ورځې خواړه راټولوي. په دې ډول به زه هغوی وازمایم چې زما لارښوونې ته غاړه ږدي او که نه. ۵ په شپږمه ورځ دې هغوی د دوو ورځو خواړه راوړي او ځان دپاره دې تیار کړي.»
۶ نو موسی او هارون ټولو اسراییلیانو ته وویل: «نن ماښام به تاسو پوه شئ چې دا څښتن ؤ چې تاسو یې د مصر څخه راوویستلئ. ۷ تاسو به په سهار کې د څښتن جلال ووینئ، ځکه چې هغه د خپل ځان په ضد ستاسو شکایتونه اورېدلي دي. مونږ څوک یو چې زمونږ څخه ګیله کوئ؟» ۸ موسی دا هم وویل: «تاسو به پوه شئ چې دا څښتن دی چې په ماښام کې به درته غوښه او په سهار کې چې څومره ډوډۍ غواړئ درکوي، ځکه چې هغه د خپل ځان په ضد ستاسو شکایتونه اورېدلي دي. مونږ څوک یو؟ تاسو زمونږ څخه نه، بلکې له څښتن څخه شکایت کړی دی.»
۹ موسی هارون ته وویل: «ټول قوم ته ووایه چې د څښتن په مخکې ودریږي، ځکه چې هغه د هغوی شکایتونه اورېدلي دي.» ۱۰ کله چې هارون د اسراییلو ټول قوم ته وینا کوله، هغوی د دښتې خواته وکتل او هلته د څښتن جلال په ورېځ کې ښکاره شو. ۱۱ څښتن موسی ته وویل: ۱۲ «ما د اسراییلیانو شکایتونه اورېدلي دي. هغوی ته ووایه: ماښام به تاسو غوښه وخورئ او په سهار کې به په ډوډۍ باندې ماړه شئ. بیا به تاسو پوه شئ چې زه ستاسو څښتن خدای یم.»
۱۳ ماښام د مړزانو یوه لویه ډله راغله او ټول کمپ یې ونیوه او په سهار کې د کمپ په شاوخوا کې پرخه پرته وه. ۱۴ کله چې پرخه والوتله، په ځمکه باندې د واورې په شان واړه بڅرکي راښکاره شول. ۱۵ کله چې اسراییلیانو هغه ولیدل، نو ویې نه پېژندل او د یو بل څخه یې پوښتنه کوله: «دا څه شی دي؟» موسی هغوی ته وویل: «دا هغه ډوډۍ ده چې څښتن تاسو ته د خوړلو دپاره درکړې ده. ۱۶ څښتن حکم کړی دی چې هرڅوک دې د خپلې ورځنۍ اړتیا په اندازه هغه راټوله کړي. دوه دوه لیتره دې د خپلې کورنۍ هر یو غړي ته راټوله کړي.»
۱۷ اسراییلیانو همداسې وکړل. ځینو ډېره او ځینو لږه راټوله کړه. ۱۸ کله چې هغوی هغه اندازه کړه، چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغه سره زیاته نه وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغه سره کمه نه وه. هر یو د خپلې اړتیا په اندازه راټوله کړې وه. ۱۹ موسی هغوی ته وویل: «هېڅوک دې هغه تر سهار پورې ونه ساتي.» ۲۰ خو د هغوی څخه ځینو موسی ته غوږ ونه نیوه او لږه یې وساتله. په راتلونکي سهار هغې چینجي وکړل او بد بوی یې کاوه، نو موسی هغوی ته په قهر شو. ۲۱ هر سهار هرچا د خپلې اړتیا له مخې خواړه راټولول او کله به چې لمر ګرمېده، نو څه چې په ځمکه باندې پاتې کېدل هغه به ویلي کېدل. ۲۲ په شپږمه ورځ هغوی دوه چنده راټوله کړه، یعنې څلور لیتره د هر یو کس دپاره. نو د قوم ټول مشران راغلل او موسی یې خبر کړ. ۲۳ موسی هغوی ته وویل: «څښتن حکم کړی دی چې سبا د سبت یعنې د ارام کولو سپېڅلې ورځ ده چې څښتن ته وقف شوې ده. نن هرڅه چې غواړئ پاخه یې کړئ او هرڅه چې غواړئ ویې ایشوئ. هرڅه چې پاتې کیږي هغه د سهار دپاره وساتئ.» ۲۴ څنګه چې موسی امر کړی ؤ، څه چې پاتې شول هغوی تر راتلونکې ورځې پورې وساتل او هغه بوی او چینجي ونه کړل. ۲۵ موسی وویل: «دا نن وخورئ، ځکه چې نن د سبت یعنې د ارام کولو ورځ ده چې څښتن ته وقف شوې ده او تاسو به دباندې په ځمکه باندې خواړه ونه مومئ. ۲۶ تاسو باید شپږ ورځې خواړه راټول کړئ، خو په اوومه ورځ چې د سبت ورځ ده هېڅ شی به نه وي.»
۲۷ بیاهم ځینې خلک په اوومه ورځ د خوړو د راټولولو دپاره لاړل، خو هغوی هېڅ څه ونه موندل. ۲۸ بیا څښتن موسی ته وویل: «تاسو به ترڅه وخته پورې زما د حکمونو او قوانینو څخه سرغړونه کوئ؟ ۲۹ یاد ساتئ چې زه څښتن یم او ما تاسو ته د ارام کولو دپاره یوه ورځ درکړې ده. همدا دلیل دی چې زه به په شپږمه ورځ تل د دوه ورځو خواړه درکوم. په اوومه ورځ دې هرڅوک په خپل کور کې پاتې شي او د هغه ځای څخه دې نه راوځي.» ۳۰ نو خلکو په اوومه ورځ ارام وکړ.
۳۱ دا خواړه د اسراییلو قوم د من په نوم یادول. هغه د دڼیا د دانو په شان وو، هغه سپین وو او د شاتو په شان خوند یې درلود. ۳۲ موسی وویل: «څښتن حکم کړی دی چې دوه لیتره من واخلئ او د راتلونکو نسلونو دپاره یې وساتئ. نو هغوی به دا خواړه وویني چې هغه مې تاسو ته په هغه وخت کې په دښته کې درکړي وو چې کله مې د مصر څخه راوویستلئ.» ۳۳ موسی هارون ته وویل: «یو لوښی راواخله او دوه لیتره من په کې واچوه او د څښتن په حضور کې یې کېږده چې د راتلونکو نسلونو دپاره د یادګار په توګه وساتل شي.» ۳۴ څنګه چې څښتن موسی ته حکم کړی ؤ، هارون هغه د لوظ د صندوق مخې ته کېښود چې وساتل شي. ۳۵ اسراییلیانو څلوېښت کاله من وخوړ، تر هغې پورې چې هغوی د کنعان خاورې ته ورسېدل او هلته ځای په ځای شول. ۳۶ (هغه لوښی چې د من د اندازه کولو دپاره ورڅخه کار اخیستل کېده هغه د عومر په نوم یادېده او د شلو لیترو سره برابر ؤ.)