۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هجرت کتاب

نولسم فصل

اسراییلیان د سینا په غره کې

۱‏-۲ د اسراییلو قوم له رفیدیم څخه لاړ او د مصر څخه له راوتلو وروسته د درېمې میاشتې په لومړۍ ورځ د سینا دښتې ته راغلل. هلته یې د سینا د غره په لمنه کې خېمې ودرولې. ۳ موسی د خدای سره د ملاقات دپاره غره ته وخوت. څښتن هغه ته د غره څخه غږ وکړ او ورته ویې ویل: «د یعقوب اولادې یعنې اسراییلیانو ته داسې ووایه: ۴ تاسو ولیدل چې ما په مصریانو باندې څه وکړل او څنګه مې تاسو لکه د عقاب په شان چې خپل بچیان په خپلو وزرونو باندې وړي، دلته خپل ځان ته راوستلئ. ۵ اوس که چېرې تاسو په وفادارۍ سره زما اطاعت وکړئ او زما په لوظ باندې ټینګ ودرېږئ، بیا به تاسو په ټولو قومونو کې زما ځانګړی قوم شئ. که څه هم دا ټوله نړۍ زما ده، ۶ خو تاسو به زما دپاره کاهنان او سپېڅلی قوم اوسئ. دا هغه خبره ده چې ته یې باید اسراییلیانو ته ورسوې.» ۷ نو موسی د غره څخه راښکته شو او د قوم مشران یې سره راټول کړل او څه چې څښتن ورته ویلي وو، هغوی ته یې بیان کړل. ۸ ټولو خلکو په یو اواز په ځواب کې وویل: «هرڅه چې څښتن ویلي دي، مونږ به په هغه باندې عمل وکړو.» نو موسی د هغوی ځواب بېرته څښتن ته راوړ.

۹ څښتن موسی ته وویل: «زه به تاته په توره ورېځ کې راشم، نو کله چې زه ستا سره خبرې کوم، خلک به یې واوري او په تا باندې به اعتبار وکړي.» څه چې خلکو ویلي وو، موسی هغه څښتن ته وویل. ۱۰ څښتن موسی ته وویل: «خلکو ته ورشه او ورته ووایه چې نن او سبا خپل ځانونه د عبادت دپاره پاک کړي او باید خپل کالي ووینځي ۱۱ او په درېمه ورځ تیار اوسي. ځکه چې زه په هغه ورځ د ټولو خلکو په حضور کې د سینا غره ته راښکته کېږم. ۱۲ د غره ګردچاپېره حد وټاکه چې خلک ورڅخه تېر نه شي او هغوی ته ووایه: پام کوئ چې غره ته راونه خېژئ او حتی هغه ته نژدې هم ورنه شئ. که څوک په هغه باندې پښه کېږدي، نو وبه وژل شي. ۱۳ هغه باید سنګسار شي او یا په غشو وویشتل شي او هېڅوک باید هغه ته لاس ورنه وړي. دا به په انسان او حیوان دواړو باندې عملي کیږي. خو کله چې سرنی ووهل شي، بیا خلک کولای شي چې د غره لمنې ته راشي.» ۱۴ بیا موسی له غره څخه راښکته شو او خلکو ته یې وویل چې د عبادت دپاره تیار شي. نو هغوی خپل کالي ووینځل ۱۵ او موسی خلکو ته وویل: «د درېمې ورځې دپاره ځانونه تیار کړئ او په دې موده کې ښځو ته مه ورنژدې کېږئ.»

۱۶ د درېمې ورځې په سهار تندر او برېښنا شوه او د غره په سر باندې یوه توره ورېځ راښکاره شوه او د سرني یو ډېر لوړ غږ واورېدل شو. ټول خلک چې په کمپ کې وو، د وېرې له لاسه ولړزېدل. ۱۷ موسی هغوی د کمپ څخه دباندې راوستل چې د خدای سره ملاقات وکړي او هغوی د غره په لمنه کې ودرېدل. ۱۸ د سینا ټول غر په لوګي کې پټ ؤ، ځکه چې څښتن په هغه باندې په اور کې راښکته شوی ؤ. دا لوګی د داش د لوګي په شان پورته کېده او ټول غر سخت لړزېده. ۱۹ د سرني غږ نور هم لوړېده. موسی خبرې کولې او خدای هغه ته لکه د تندر په شان ځواب ورکاوه. ۲۰ څښتن د سینا د غره په سر راښکته شو او موسی یې د غره سرته راوغوښت. موسی وروخوت ۲۱ او څښتن هغه ته وویل: «ښکته لاړ شه او خلکو ته خبرداری ورکړه چې له حد څخه راوانه وړي چې راشي او ما وویني. که چېرې داسې وکړي، له هغوی څخه به ډېر کسان مړه شي. ۲۲ حتی کاهنان هم چې ماته نژدې راځي، باید ځانونه پاک کړي او که نه زه به هغوی ته هم سزا ورکړم.»

۲۳ موسی څښتن ته وویل: «خلک د سینا غره ته نه شي راختلی، ځکه چې تا په خپله مونږ ته خبرداری راکړ چې د غره ګردچاپېره حد وټاکو او هغه غر سپېڅلی وګڼو.» ۲۴ څښتن په ځواب کې وویل: «ښکته لاړ شه او هارون د ځان سره راوخېژوه. خو کاهنان او خلک باید د خپل حد څخه راتېر نه شي چې ماته راشي. که نه، نو زه به ورته سزا ورکړم.» ۲۵ بیا موسی خلکو ته ورښکته شو او د څښتن خبرې یې ورته وکړې.