چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ خدای خبرې وکړې او د هغه خبرې دا وې: ۲ «زه ستاسو څښتن خدای یم او تاسو مې له مصر څخه چې په کې غلامان وئ، راوویستلئ.
۳ زما څخه پرته د بل خدای عبادت مه کوئ.
۴ د خپلو ځانونو دپاره د هېڅ شي په شکل چې هغه په اسمان کې یا په ځمکه باندې یا د ځمکې لاندې په اوبو کې وي، بتان مه جوړوئ. ۵ هېڅ بت ته سجده یا عبادت مه کوئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یو غیرتي خدای یم. څوک چې زما څخه کرکه کوي، زه به هغوی او د هغوی اولادې ته تر درېم او څلورم نسله پورې سزا ورکړم. ۶ خو زه د هغو زرګونو نسلونو سره چې زما سره مینه کوي او زما امرونو ته غاړه ږدي، مینه کوم.
۷ زما نوم د بدو مقصدونو دپاره مه کاروئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای به هغه چاته سزا ورکړم چې زما نوم په غلطه وکاروي.
۸ د سبت ورځ ولمانځئ او هغه سپېڅلې وګڼئ. ۹ تاسو د کار کولو دپاره شپږ ورځې لرئ، ۱۰ خو اوومه ورځ د ارام کولو ورځ ده چې څښتن خدای ته وقف شوې ده. په دې ورځ به تاسو هېڅ کار نه کوئ، نه تاسو، نه ستاسو زامن یا لورګانې، نه غلامان، نه ستاسو حیوانات، نه هغه پردي خلک چې ستاسو په وطن کې اوسیږي. ۱۱ ما څښتن په شپږو ورځو کې ځمکه، اسمانونه، بحیرې او هرڅه چې په هغو کې دي جوړ کړل، خو په اوومه ورځ مې ارام وکړ. ځکه چې ما سبت ته برکت ورکړ او هغه مې سپېڅلی کړ.
۱۲ د خپل مور او پلار عزت کوئ، ترڅو تاسو په هغه خاوره کې چې زه یې درکوم زیات عمر ولرئ.
۱۳ قتل مه کوئ.
۱۴ زنا مه کوئ.
۱۵ غلا مه کوئ.
۱۶ د هېچا په خلاف د دروغو شهادت مه ورکوئ.
۱۷ د خپل ګاونډي د کور تمه مه کوئ. د هغه د ښځې، غلامانو، غویانو، خرو یا هرڅه چې هغه یې لري، تمه مه کوئ.»
۱۸ کله چې ټولو خلکو د تندر او سرني غږ واورېد او برېښنا او هغه غر یې ولیده چې لوګی ورڅخه پورته کېده، نو هغوی د وېرې له لاسه ولړزېدل او لېرې ودرېدل. ۱۹ هغوی موسی ته وویل: «که چېرې ته زمونږ سره خبرې وکړې، غوږ به درته ونیسو. خو مونږ وېرېږو چې که چېرې خدای زمونږ سره خبرې وکړي، نو مړه به شو.»
۲۰ موسی خلکو ته وویل: «مه وېرېږئ. خدای ستاسو د ازمایلو دپاره راغلی دی، ترڅو د هغه وېره درسره وي او ګناه ونه کړئ.» ۲۱ خو خلک په یوې لېرې فاصلې کې ودرېدل او موسی هغې تورې تیارې ته ورنژدې شو چې خدای په کې ؤ.
۲۲ بیا څښتن موسی ته وویل: «اسراییلیانو ته داسې ووایه: تاسو په خپله لیدلي دي چې ما څنګه تاسو سره د اسمان څخه خبرې وکړې. ۲۳ د ځانونو دپاره د سرو او سپینو زرو خدایان مه جوړوئ چې زما په ځای د هغه عبادت وکړئ. ۲۴ زما دپاره د خاورو څخه د قربانۍ ځای جوړ کړئ او په هغه باندې د خپلو رمو او پادو څخه حیوانات قرباني او خپلې سوځېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړئ. هرځای چې زه یې ستاسو دپاره ټاکم چې زما عبادت په کې وکړئ، زه به هلته درشم او تاسو ته به برکت درکړم. ۲۵ که چېرې تاسو زما دپاره د تیږو څخه د قربانۍ ځای جوړوئ، نو د توږل شویو تیږو څخه یې مه جوړوئ، ځکه که چېرې په هغو باندې د کوم سامان څخه کار واخلئ، هغه به ناپاک کړئ. ۲۶ زما د قربانۍ ځای ته په زینه باندې مه ورخېژئ، ترڅو په هغې باندې ستاسو د شرم ځای ښکاره نه شي.»