۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هجرت کتاب

یوویشتم فصل

د عبراني غلامانو سره چلند

(تثنیه ۱۵: ۱۲ - ۱۸)

۱ څښتن موسی ته وویل: «دا هغه قوانین دي چې ته یې باید اسراییلیانو ته ورکړې: ۲ که چېرې تاسو یو عبرانی غلام په بیه واخلئ، هغه دې شپږ کاله ستاسو خدمت وکړي. خو په اووم کال به پرته له دې چې څه بیه ورڅخه واخیستل شي، هغه دې ازاد کړای شي. ۳ که چېرې په هغه وخت کې چې هغه ستاسو غلام شوی ؤ واده یې نه ؤ کړی، نو هغه به د تګ په وخت کې خپله ښځه د ځان سره نه بیایي. خو که چېرې په هغه وخت کې چې هغه ستاسو غلام شو واده یې کړی ؤ، هغه به خپله ښځه هم د ځان سره بوځي. ۴ که چېرې بادار یې ورته ښځه وکړي او هغه ښځه ورته زامن یا لورګانې وزېږوي، هغه ښځه او د هغې ماشومان د بادار کیږي او یوازې هغه سړی دې ازاد شي. ۵ خو که چېرې هغه غلام داسې اعلان وکړي چې زه د خپل بادار او د خپلې ښځې او ماشومانو سره مینه لرم او نه غواړم چې ازاد شم، ۶ بیا به یې خپل بادار د عبادت ځای ته بوځي. هغه دې هلته د دروازې یا د دروازې د چوکاټ په مخکې ودروي او په ستنه باندې دې د هغه غوږ سوری کړي. بیا به دا سړی ټول عمر د هغه غلام وي.

۷ که چېرې یو سړی خپله لور د یوې وینځې په توګه خرڅوي، هغه دې د نارینه غلامانو په شان ازاده نه شي. ۸ که چېرې هغه په یو داسې کس باندې خرڅه شي چې داسې نیت ولري چې هغه خپله ښځه کړي، خو هغه یې خوښه نه شي، نو بیا دې هغه بېرته د خپل پلار له خوا په بیه واخیستل شي. د هغې بادار هغه په پردیو خلکو باندې نه شي خرڅولی، ځکه چې دا کار د هغې سره خیانت شمېرل کیږي. ۹ که چېرې یو سړی یوه وینځه واخلي چې خپل زوی ته یې وکړي، نو د هغې سره دې لکه د خپلې لور په شان چلند کوي. ۱۰ که چېرې یو سړی دوهم واده وکړي، نو باید لومړنۍ ښځه د خوړو، کالیو او د واده د حقونو څخه بې برخې نه کړي. ۱۱ که چېرې هغې ته دا درې شیان نه برابروي، نو باید ازاده یې کړي او هېڅ بیه دې وانخلي.

د ظالمانه عملونو په هکله قوانین

۱۲ که چېرې څوک یو بل کس داسې ووهي چې هغه مړ شي، نو هغه کس باید ووژل شي. ۱۳ خو که چېرې هغه دا کار په قصد سره نه وي کړی، خو د خدای له خوا ورته پېښه شي، نو هغه دې داسې ځای ته وتښتي چې زه یې ټاکم. ۱۴ خو که چېرې یو سړی دسیسه جوړه کړي او په قصدي توګه بل سړی ووژني حتی که چېرې هغه د خوندي پاتې کېدلو دپاره زما د قربانۍ ځای ته هم وتښتي، باید ووژل شي.

۱۵ هرڅوک چې خپل پلار یا خپله مور ووهي، هغه باید ووژل شي.

۱۶ هرڅوک چې یو بل کس وتښتوي او هغه خرڅ کړي یا تر هغه وخته پورې ورسره وي چې هغه ونیول شي، هغه باید ووژل شي.

۱۷ هرڅوک چې خپل پلار یا خپلې مور ته ښکنځلې وکړي، هغه باید ووژل شي.

۱۸‏-۱۹ که چېرې د دوه کسانو ترمنځ جګړه وي او یو کس بل کس په تیږه یا په سوک باندې ووهي خو هغه ونه وژني، نو باید سزا ورته ورنه کړای شي. خو که چېرې هغه کس چې وهل شوی دی بستر شي، خو وروسته وکولای شي چې پاڅیږي او د خپلې امسا په مرسته دباندې وګرځي، نو کوم سړي چې هغه یې وهلی دی، باید د هغه د وخت د ضایع کېدلو بیه ورکړي او ترڅو پورې چې هغه روغ شوی نه وي، د هغه د علاج مصرف به ورکوي.

۲۰ که چېرې یو سړی خپل غلام یا وینځه په کوتک باندې ووهي او هغه ځای په ځای مړ شي، هغه ته باید سزا ورکړل شي. ۲۱ خو که چېرې دا غلام یا وینځه یوه یا دوه ورځې ژوندی پاتې شي، نو بادار ته دې سزا نه ورکول کیږي، ځکه چې دا غلام یا وینځه د هغه خپله شتمني ده او د هغه دپاره دا تاوان بس دی.

۲۲ که چېرې څو کسان سره جګړه کوي او یوه امیدواره ښځه داسې ژوبله کړي چې خپل ماشوم له لاسه ورکړي او بل ځای یې زخمي نه شي، هر یوه چې هغه ژوبله کړې وي، نو کومه جریمه چې د هغې ښځې مېړه یې غواړي او قاضیانو ته د تایید وړ وي، هغه دې ورکړي. ۲۳ که چېرې په خپله دا ښځه زخمي شي، نو سزا به یې د ژوند په بدل کې ژوند وي، ۲۴ د سترګې په بدل کې سترګه، د غاښ په بدل کې غاښ، د لاس په بدل کې لاس، د پښې په بدل کې پښه، ۲۵ د سوځولو په بدل کې سوځول، د زخم په بدل کې زخم، د وهلو ټکولو په بدل کې وهل ټکول.

۲۶ که چېرې یو څوک خپل غلام یا وینځه په سترګه باندې ووهي او سترګه یې له منځه یوسي، هغه دې دا غلام یا وینځه د سترګې د تاوان په توګه ازاد کړي. ۲۷ که چېرې هغه د خپل غلام یا وینځې غاښ مات کړي، هغه دې د غاښ د تاوان په توګه هغه غلام یا وینځه ازاده کړي.

د خاوندانو مسوولیت

۲۸ که چېرې یو غویی یو څوک په ښکر ووهي چې هغه مړ شي، غویی دې سنګسار شي او د هغه غوښه دې ونه خوړل شي. خو د هغه خاوند ته به سزا نه ورکول کیږي. ۲۹ خو که چېرې هغه غویي د خلکو د وهلو عادت درلود او خاوند یې ورڅخه خبر ؤ او هغه دا غویی تړلی نه وي ساتلی، نو که چېرې هغه یو سړی یا یوه ښځه داسې ووهي چې مړ شي، نو سنګسار دې شي او د هغه خاوند دې هم ووژل شي. ۳۰ خو که چېرې خاوند دا اجازه ولري چې د خپل ژوند د ژغورلو دپاره تاوان ورکړي، نو هغه باید پوره بیه ورکړي. ۳۱ که چېرې هغه غویی د چا زوی یا لور ووهي، همدا قانون عملي کیږي. ۳۲ که چېرې هغه غویی یو غلام یا وینځه ووهي، د هغه خاوند باید د سپینو زرو دېرش سکې د غلام بادار ته ورکړي او غویی باید سنګسار شي.

۳۳ که چېرې یو سړی د یوې څاه سر لوڅ پرېږدي یا یوه کنده وکیني او هغه پټه نه کړي او یو غویی یا یو خر په کې وغورځیږي، ۳۴ د څاه خاوند باید د حیوان خاوند ته تاوان ورکړي او مړ حیوان به د څاه د خاوند شي. ۳۵ که چېرې د یو سړي غویی د بل چا غویی زخمي کړي او هغه مړ شي، هغوی دې ژوندی حیوان خرڅ کړي او پیسې او مړ حیوان دواړه دې په خپل منځ کې سره مساوي ووېشي. ۳۶ خو که چېرې دا معلومه شي چې هغه غویي د وهلو عادت درلود او بیاهم د هغه خاوند هغه تړلی نه ؤ ساتلی، هغه خاوند باید د حیوان په بدل کې حیوان ورکړي او مړ حیوان به د هغه خپل شي.