د حزقیال نبي کتاب

درویشتم فصل

ګناهکارې خویندې

۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، یوه مور وه چې دوه لورګانې یې درلودلې. ۳ کله چې هغوی ځوانې وې او په مصر کې اوسېدلې، هغوی خلک پرېښودل چې د دوی د سینو سره لوبې وکړي، په دې ډول یې خپل پېغلتوب له لاسه ورکړ او بدلمنې شوې. ۴ د مشرې نوم یې اهوله وه چې د سامرې معنی ورکوي او د کشرې نوم یې اهولیبه وه چې د اورشلیم معنی ورکوي. ما د هغو دواړو سره واده وکړ او د هغوی نه مې زامن او لورګانې پیدا شوې.

۵ که څه هم اهوله زما ښځه وه، خو هغې خپل بدلمنتوب کاوه او شوق یې درلود چې د خپلو عاشقانو یعنې آشوري جنګیالیانو سره شهواني اړیکې ولري. ۶ هغوی عسکر وو او بانجاني کالي یې اغوستي وو، والیان او لوړ‌رتبه مامورین وو، دا ټول ښکلي ځوانان او اس سپاره وو. ۷ هغې د آشوريانو سره بدلمني کوله چې ټول یې منصبداران وو او د هغې شهوت پرستي د دې سبب شوه چې خپل ځان د آشوریانو بتانو ته په عبادت کولو سره ناپاکه کړي. ۸ هغې چې کوم بدلمنتوب په مصر کې پیل کړی ؤ، د هغې نه یې لاس وانخیست. هلته یې خپل پېغلتوب له لاسه ورکړی ؤ. د ځوانۍ د وخت نه به خلکو د هغې د سینو سره لوبې کولې او د هغې سره یې شهواني اړیکې لرلې. ۹ نو هغه مې خپل آشوري عاشقانو ته چې د هغوی سره یې زیاتې شهواني اړیکې غوښتلې، ورتسلیمه کړه. ۱۰ هغوی هغه لوڅه کړه، د هغې زامن او لورګانې یې ونیولې او هغه یې په توره باندې ووژله. په هرځای کې به ښځو د هغې د سرنوشت او سزا په هکله خبرې کولې.

۱۱ که څه هم د هغې خور اهولیبه دا هرڅه ولیدل، خو بیاهم هغه په خپل شهوت او بدلمنتوب کې د خپلې خور اهولې نه هم زیاته فاسده شوه. ۱۲ هغې هم د آشوریانو په هغو والیانو، لوړ‌رتبه مامورینو او عسکرو چې ښکلي کالي یې اغوستي وو او په اسونو سپاره وو، غوښتل چې د هغوی سره شهواني اړیکې ولري. دا ټول زړه وړونکي ځوانان وو. ۱۳ ما ولیدل چې هغه بیخي بد‌اخلاقه شوه او دوهمه خور یې هم د اولنۍ خور لاره غوره کړه.

۱۴‏-۱۵ هغه د خپلې خور نه هم زیاته بد‌اخلاقه شوه. هغه د بابلیانو د منصبدارانو د هغو تصویرونو لېواله شوه چې په دېوالونو باندې ویستل شوي وو او هغو ته تک سره رنګونه ورکړل شوي وو. د هغوی د ملاګانو نه پټۍ تاوې شوې وې او ښایسته لونګۍ‌ګانې یې په سر وې. ۱۶ څنګه چې هغې دا ولیدل، نو هغې غوښتل چې د هغوی سره شهواني اړیکې ولري او هغوی پسې یې قاصدان بابل ته ولېږل. ۱۷ بابلیان راغلل او د هغې سره یې زنا وکړه. هغه یې په خپل شهوت ناپاکه کړه او وروسته هغه ورڅخه بېزاره شوه او د هغوی نه یې مخ واړاوه. ۱۸ هغې په ښکاره ځان لوڅاوه او بدلمنتوب یې کاوه. نو زه د هغې نه دومره بېزاره شوم چې خپل مخ مې ترې واړاوه، لکه څنګه چې د هغې د خور نه بېزاره شوی وم او خپل مخ مې ترې اړولی ؤ. ۱۹ هغه د بل هر وخت نه هم زیاته بدلمنه شوه او داسې بدلمنتوب یې کاوه، لکه څنګه چې هغې د خپلې ځوانۍ د دوران په ياد په مصر کې کاوه. ۲۰ هغې د هغو شهوت پرسته خلکو هوس کاوه چې د هغوی تناسلي الې د خره او انزال یې د اس په شان زیات ؤ. ۲۱ نو ای اهولیبې، تا غوښتل چې خپله هغه بد‌اخلاقي تکرار کړې چې په پېغلتوب کې دې په مصر کې کاوه یعنې چېرته چې سړیو ستا د سینو سره لوبې کولې.»

د کشرې خور اهولیبه په هکله د څښتن قضاوت

۲۲ «نو ای اهولیبې، زه څښتن تعالی تاته داسې وایم: ‹ګوره، ستا په وړاندې به هغه عاشقان راپورته کړم چې ورڅخه بېزاره شوې یې او مخ دې ورڅخه اړولی دی. هغوی به د هرې خوا نه په تا باندې راولم. ۲۳ زه به بابلیان، کلدانیان او د فقود، شوع او قوع سړي او ورسره ټول آشوریان راولم. دا به ټول ښکلي ځوانان وي، دا به والیان، لوړ‌رتبه مامورین او منصبداران وي، هغوی به ټول په اسونو سپاره وي. ۲۴ هغوی به د یو لوی لښکر، جنګي او د سامان وړلو ګاډیو سره د شمال له خوا په تا باندې حمله وکړي. هغوی به تا کلابند کړي او د وړو او لویو سپرونو او د زغرو د خولیو په وسیله به د خپل ځان ساتنه وکړي. زه به تا هغوی ته په لاس ورکړم او تاته به د خپل قانون له مخې سزا درکړي. ۲۵ په دې خاطر چې زما غیرت راپارېدلی دی، نو زه به هغوی پرېږدم چې ستا سره د ډېر قهر نه کار واخلي. هغوی به ستا پوزه او غوږونه پرې کړي او ستا اولادونه به ووژني. هو، هغوی به ستا زامن او لورګانې بوځي او هغوی به ژوندي وسوځوي. ۲۶ هغوی به ستا نه کالي وباسي او ستا ښکلي زېورات به درڅخه واخلي. ۲۷ نو زه به ستا شهوت پرستي او بدلمنتوب چې د مصر نه دې له ځان سره راوړی دی، پای ته ورسوم. ته به نور بتانو ته نه ګورې او نه به د مصر په هکله فکر کوې.›

۲۸ زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹زه به تا هغو خلکو ته په لاس ورکړم چې ورڅخه کرکه کوې، ورڅخه بېزاره شوې او د هغوی نه دې مخ واړاوه. ۲۹ په دې خاطر چې هغوی ستا نه کرکه کوي، نو هغوی به ستا نه هغه ټول شیان واخلي چې د هغو دپاره دې زحمت ویستلی دی او هغوی به د یوې بدلمنې په شان تا لوڅه پرېږدي. دا هرڅه ستا شهوت او ستا بدلمنتوب ۳۰ په تا باندې راوستلي دي. ته د ټولو قومونو دپاره بدلمنه یې او د هغوی په بتانو باندې دې خپل ځان ناپاکه کړی دی. ۳۱ ته د خپلې خور په لاره باندې روانه شوې، نو زه به د سزا هماغه پیاله تاته درکړم چې ویې څښې.›»

۳۲ «څښتن تعالی داسې وایي:

‹ته به وڅښې د خپلې خور له پیالې

هغه ده غټه او ژوره

هرڅوک به تا پسې کوي خندا

او وهي ملنډې به په تا باندې

ځکه چې ډکه ده هغه پیاله

۳۳ هغه به تا کاندي غمجن او نشه

د وحشت او نابودۍ هغه پیاله

ستا د خور سامرې پیاله

۳۴ هغه به وڅښې او خالي به یې کړې

وبه ژوې د هغې ماتې ټوټې

او پرې به کړې خپله سینه›

ما څښتن تعالی داسې ویلي دي.

۳۵ نو څښتن تعالی داسې وایي: ‹په دې خاطر چې تا زه هېر کړی یم او ماته دې شا اړولې ده، نو ته به د خپلې شهوت پرستۍ او خپل بدلمنتوب په سبب کړېږې.›»

د دواړو خویندو په هکله د څښتن قضاوت

۳۶ څښتن ماته وویل: «ای فاني انسانه، اهوله او اهولیبه محاکمه کړه. هغوی د هغو کرکې وړ کارونو په سبب چې کړي یې دي، ملامته کړه. ۳۷ هغوی زنا کړې ده او لاسونه یې د خلکو په وینو باندې سره دي. هغوی د بتانو په عبادت کولو سره زما په وړاندې زنا کړې ده. هغه زامن یې قتل کړي دي چې ماته یې زېږولي وو او هغوی یې د خوړو په توګه بتانو ته قرباني کړل. ۳۸ هغوی نور کارونه هم کړي دي. په هماغه وخت کې هغوی زما د عبادت ځای ناپاکه کړ او د سبت د ورځې بې‌عزتي یې وکړه. ۳۹ په هماغه ورځ چې هغوی زما اولادونه خپلو بتانو ته د قربانۍ دپاره ووژل، هغوی زما عبادتځای ته راغلل او د هغه سپکاوی یې وکړ. دا هغه څه دي چې هغوی زما په کور کې وکړل.

۴۰ حتی هغوی استازي ولېږل چې د لېرې لېرې ځایونو نه سړي راوبولي او کله چې هغوی راغلل، دواړو خویندو خپل ځانونه ووینځل، سترګې یې تورې کړلې او ګاڼې یې واچولې. ۴۱ هغوی په ښایسته کوچونو باندې کښېناستلې او د کوچونو په مخکې یو مېز تیار شوی ؤ چې په مېز باندې خوشبویي او د زیتونو تېل چې ما ورته ورکړي وو، ایښي وو. ۴۲ د هغوی شاوخوا نه د عیاشو خلکو د ډلې اواز اورېدل کېده، دا د هغو سړیو ډله وه چې د دښتې نه یې راوستلي وو. هغوی ښځو ته بنګړي په لاس کړل او ښکلي تاجونه یې ورته په سرونو باندې کېښودل. ۴۳ نو ما د خپل ځان سره وویل سره له دې چې هغه ښځې د زنا کولو نه ستړې شوې دي، خو بیاهم هغه سړي ورڅخه د بدلمنې په توګه کار اخلي. ۴۴ هغوی دې دوه بدلمنو یعنې اهوله او اهولیبه ته ورغلل چې شهوت پرسته ښځې وې. ۴۵ خو نېک خلک به هغوی د زناکارۍ او قتلونو له امله محکوم کړي، ځکه چې هغوی زنا کوي او لاسونه یې په وینو باندې سره دي.

۴۶ نو څښتن تعالی داسې وایي: یو لښکر راولئ چې هغوی سخت ووېروي او لوټ یې کړي. ۴۷ هغه ډله به هغوی سنګسار کړي او په خپلو تورو باندې به د هغوی بدنونه ټوټې ټوټې کړي. د هغوی زامن او لورګانې به ووژني او کورونه به یې وسوځوي. ۴۸ نو زه به ټول وطن کې شهوت پرستي پای ته ورسوم او دا به ټولو ښځو ته یو خبرداری وي چې د هغوی په شان شهوت پرستي ونه کړي. ۴۹ ای دواړو خویندو، زه به تاسو ته ستاسو د شهوت پرستۍ او بتانو ته د عبادت کولو د ګناه په خاطر سزا درکړم. بیا به تاسو پوه شئ چې زه څښتن تعالی یم.»