چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ زمونږ د جلاوطنۍ د نهم کال د لسمې میاشتې په لسمه ورځ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، نننۍ نېټه ولیکه. هو همدا ورځ، ځکه چې د بابل پاچا نن ورځ د اورشلیم په کلابند کولو باندې پیل کړی دی. ۳ دې سرکښه قوم ته دا مثال ووایه چې زه څښتن تعالی یې هغوی ته بیانوم:
‹دېګی کېږدئ په اور باندې
او په کې واچوئ اوبه
۴ په کې واچوئ د غوښې ښې ټوټې
د ورانه او د اوږو غوښه
هغه کړئ ډک د ډېرو ښو غوښو نه
چې لري هډوکي
۵ واخلئ رمې نه ډېر ښه پسه
کېږدئ لرګي د دېګي لاندې
پرېږدئ چې ښه جوش شي اوبه
کړئ پاخه غوښه او هډوکي›
۶ څښتن تعالی داسې وایي: ‹افسوس د خونړي ښار په حال! دا د داسې زنګ وهلي دېګي په شان دی چې هېڅکله نه پاکیږي. ټوټه ټوټه غوښه ورڅخه وباسئ چې یوه ټوټه هم په کې پاتې نه شي. ۷ ځکه د اورشلیم خلکو په ښار کې بېګناه خلک ووژل، خو وینه یې په ځمکې باندې تویه نه شوه چې په خاورو کې پټه شوې وای، هغه په ګټ باندې تویه شوه چې ټول یې وویني. ۸ د دې دپاره چې زه په قهر شم او بدل واخلم، نو هغه وینه مې په هغه ګټ باندې پرېښودله چې پټه نه شي.›»
۹ نو څښتن تعالی داسې وایي: «افسوس د خونړي ښار په حال! زه به هم د هغه لاندې د سوځولو دپاره د لرګيو ډېرۍ جوړه کړم. ۱۰ نو ډېر لرګي راوړئ او اور بل کړئ! غوښه ښه پخه کړئ، مساله په کې واچوئ او تر هغې پورې يې وخوټوئ چې اوبه یې وچې شي او هډوکي وسوځي. ۱۱ بیا هغه د برنجو خالي دېګی د سکارو په اور باندې کېږدئ او هغه پرېږدئ چې تک سور شي. بیا به د هغه زنګ وسوځي او هغه به بېرته پاک شي. ۱۲ خو ما بېګټې ځان ستړی کړ، ځکه دېګی لا پاک شوی نه دی. هغه چټلي په اور کې بیا واچوئ چې پاکه شي. ۱۳ ای اورشلیمه، ته خپلې شهوت پرستۍ ناپاکه کړی یې. سره له دې ما هڅه وکړه چې تا پاک کړم، خو ته هماغسې ناپاکه پاتې شوې. ترڅو پورې چې تا زما د قهر زور نه وي لیدلی، ته به بېرته پاک نه شې. ۱۴ ما څښتن داسې وویل. د عمل وخت رارسېدلی دی. زه به د سزا ورکولو څخه ډډه ونه کړم، نه به درباندې زړه وسوځوم او نه به درباندې رحم وکړم. بلکې تاسو چې کوم کارونه کړي دي، د هغو له امله به تاسو محاکمه کړم. زه څښتن داسې وایم.»
۱۵ څښتن ماته وویل: ۱۶ «ای فاني انسانه، زه به د سترګو په رپ کې ستا ښځه چې په تا باندې ډېره ګرانه او د سترګو تور دی، ستا نه واخلم. خو ته ویر مه کوه، مه ژاړه او اوښکې مه تویوه. ۱۷ ستا اسوېلي باید ونه اورېدل شي. له غمه سرتور سر او لوڅې پښې مه ګرځه. له غمه خپل مخ مه پټوه او د مړي د کور ډوډۍ مه خوره.»
۱۸ نو بیا مې د سهار په وخت د خلکو سره خبرې وکړې او ماښام زما ښځه مړه شوه. بله ورځ مې هماغسې وکړل لکه څنګه چې څښتن راته ویلي وو. ۱۹ خلکو زما نه پوښتنه وکړه: «دا کارونه مونږ ته څه معنی لري او ولې مونږ ته نه وایې؟»
۲۰ نو ما هغوی ته وویل: «څښتن زما سره خبرې وکړې او راته ویې ویل ۲۱ چې څښتن تعالی تاسو اسراییلیانو ته دا پیغام لري: ‹زه اوس د خپل سپېڅلي عبادت ځای سپکاوی کوم او هغه د قوت مقام چې تاسو ورباندې ویاړ کاوه، ورانوم. ستاسو د سترګو تور او د مینې د پام وړ ځای تباه کوم. ستاسو زامن او لورګانې چې په اورشلیم کې پاتې شوي دي، هغوی ټول به په جنګ کې ووژل شي. ۲۲ بیا به تاسو زما په شان هماغسې وکړئ. له غمه به خپل مخ نه پټوئ او نه به د مړي د کور ډوډۍ خورئ. ۲۳ تاسو به سرتور سر او لوڅې پښې نه ګرځئ او نه به ویر او ژړا کوئ. تاسو به یو بل ته فریادونه کوئ او د خپلو ګناهونو له امله به کمزوري کېږئ، ترڅو له منځه لاړ شئ. ۲۴ بیا به حزقیال ستاسو دپاره یو مثال وي چې پیروي ورڅخه وکړئ، هغه چې څه کوي تاسو به هم هماغسې کوئ. څښتن وایي چې کله داسې وشي، نو تاسو به پوه شئ چې زه څښتن تعالی یم.›»
۲۵ څښتن وویل: «ای فاني انسانه، زه به د هغوی نه هغه قوي کلا چې هغوی ورباندې ویاړ او خوشحالي کوي او د هغه په لیدلو خوند اخلي، واخلم او د هغوی نه به زامن او لورګانې هم واخلم. ۲۶ په هغه ورځ چې زه دا کار کوم، نو څوک چې د دې تباهۍ نه تښتېدلی وي، هغه به راشي او په دې هکله به خبر ورکړي. ۲۷ په هماغه ورځ به ته بیا خبرې وکولای شې او نور به ګونګی پاتې نه شې. نو کوم څه چې ستا سره پېښیږي، هغه به د خلکو دپاره یوه نښه شې او هغوی به په دې پوه شي چې زه څښتن یم.»