د حزقیال نبي کتاب

شپږدېرشم فصل

د اسراییلو بیا ودانول

۱ څښتن وویل: «نو ته، ای فاني انسانه، د اسراییلو غرونو ته نبوت وکړه او ورته ووایه چې هغه پیغام ته غوږ ونیسي ۲ چې زه څښتن تعالی یې هغوی ته ورکوم: ‹د اسراییلو دښمنانو خوشحالي کوله او ویل یې چې هغه پخواني د اسراییلو لوړ ځایونه اوس زمونږ دي! ۳ نو نبوت وکړه او څه چې زه څښتن تعالی وایم هغه اعلان کړه. کله چې شاوخوا قومونو د اسراییلو غرونه ونیول او هغه یې وران او تر پښو لاندې کړل، نو هغوی ټولو په اسراییلو باندې ملنډې ووهلې. ۴ نو ای د اسراییلو غرونو، هغه څه چې زه څښتن تعالی یې تاسو ته وایم، واورئ. هو، غرونو، غونډیو، تنګیو، درو، وران شویو ځایونو او هغو ویجاړ شویو ښارونو ته وایم چې تاسو د شاوخوا قومونو ته د تالا کولو او سپکاوي موقعه برابره کړه.› ۵ نو په دې خاطر څښتن تعالی داسې وایي: ‹ما د خپل سخت قهر په وخت کې د شاوخوا قومونو او په ځانګړې توګه د ادوم په ضد خبرې کړې دي. هغوی په خوشحالۍ او کینې زما وطن او د هغه څړځایونه د غنیمت په توګه ونیول.›

۶ د اسراییلو د هېواد په هکله نبوت وکړه او غرونو، غونډیو، تنګیو او درو ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹ګورئ، زه د سخت قهر په حالت کې خبرې کوم، ځکه چې تاسو د نورو قومونو سپکاوی زغملی دی. ۷ نو زه څښتن تعالی قسم خورم چې شاوخوا قومونه به په خپله سپک شي.

۸ خو ای د اسراییلو غرونو، ستاسو ونې به يوځل بیا پاڼې وکړي او زما د خلکو یعنې اسراییلو دپاره به مېوه ونیسي. هغوی به ډېر زر خپل وطن ته بېرته راستانه شي. ۹ ګورئ، زه ستاسو په خوا یم او تاسو ته ډاډ درکوم چې ستاسو ځمکه به بیا قلبه شي او تخمونه به په کې وکرل شي. ۱۰ زه به ستاسو یعنې د اسراییلو د ټول قوم نفوس زیات کړم. خلک به ستاسو په ښارونو کې واوسیږي او هغه څه چې په کنډوالو بدل شوي دي، هغه به بیا ودان شي. ۱۱ زه به ستاسو د انسانانو او څارويو شمېر ډېر کړم. هغوی به د مخکې نه زیات شي او د هغوی نسل به هم زیات شي. زه به هغوی پرېږدم چې په هغه ځای کې چې مخکې اوسېدل، هم هلته واوسېږي او د مخکې نه به یې زیات سوکاله کړم. بیا به تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم. ۱۲ زه به خپل خلک اسراییل پرېږدم چې په خپل وطن کې واوسیږي. دا به د اسراییلو خپل وطن شي او نور به تاسو پرېنږدئ چې د هغوی اولادونه له لوږې مړه شي.›

۱۳ زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹نور قومونه تاسو ته پېغور درکوي او وایي چې تاسو د اسراییلو وطن تباه کوئ او خپل قوم بې‌اولاده کوئ. ۱۴ خو نور به تاسو خلک نه تباه کوئ او خپل قوم به نه بې‌اولاده کوئ. ما څښتن تعالی داسې ویلي دي. ۱۵ زه به تاسو نور پرېنږدم چې د نورو قومونو سپکاوی واورئ او نه به هغوی په تاسو باندې ملنډې وهي. دا وطن به نور خپل قوم نه بې‌اولاده کوي. ما څښتن تعالی داسې ویلي دي.›»

د څښتن د نوم سپېڅلتوب

۱۶ څښتن ماته وویل: ۱۷ «ای فاني انسانه، کله چې اسراییلیان په خپل وطن کې اوسېدل، نو هغوی چې په کوم ډول خپل ژوند تېراوه، په خپلو عملونو باندې یې هغه وطن ناپاک کړ. زما په نظر د هغوی کړه وړه داسې ناپاک وو لکه ښځه چې د میاشتیني عادت په وخت کې ناپاکه وي. ۱۸ په دې خاطر چې هغوی په دې وطن کې وینه تویه کړې وه او بتانو ته په عبادت کولو سره یې هغه وطن ناپاکه کړی ؤ، نو ما په هغوی باندې خپل قهر نازل کړ. ۱۹ ما هغوی د هغوی د چلند او عملونو په سبب محاکمه او هغوی ته مې سزا ورکړه او هغوی مې په پردیو وطنونو کې خواره واره کړل. ۲۰ هغوی چې هر‌چېرته تلل نو زما سپېڅلی نوم یې سپکاوه، ځکه چې خلکو به ویل چې دا د څښتن قوم دی، خو هغوی مجبور شول چې د هغه د وطن نه لاړ شي. ۲۱ نو زه د خپل سپېڅلي نوم په خاطر اندېښمن شوم، ځکه اسراییلیان چې هر‌چېرته تلل، نو زما سپکاوی به یې کاوه.

۲۲ نو اوس اسراییلیانو ته دا پیغام چې زه څښتن تعالی یې د هغوی دپاره لرم، ورسوه: ‹زه چې کوم کار کوم هغه ستاسو په خاطر نه، بلکې د خپل سپېڅلي نوم په خاطر یې کوم چې تاسو هغه په هر وطن کې چې ورته تللي یئ، هغه مو سپک کړی دی. ۲۳ کله چې زه د خپل لوی نوم سپېڅلتوب نورو قومونو ته وښایم، کوم چې تاسو په هغوی کې سپک کړی دی، نو بیا به هغوی پوه شي چې زه څښتن یم. ما څښتن تعالی داسې ویلي دي. هغه وخت به زه ستاسو په وسیله قومونو ته دا وښایم چې زه سپېڅلی یم. ۲۴ زه به تاسو د ټولو قومونو او وطنونو نه راټول کړم او بېرته به مو خپل وطن ته راولم. ۲۵ زه به په تاسو باندې پاکې اوبه وشیندم او تاسو به د ټولو بت‌پرستیو او ناپاکیو نه پاک کړم. ۲۶ زه به تاسو ته نوی زړه او تازه روح درکړم. زه به ستاسو نه هغه د تیږې په شان کلک زړه لېرې کړم او یو نرم زړه به درکړم. ۲۷ زه به په تاسو کې خپل روح واچوم او دا به د دې سبب شي چې تاسو زما په قوانینو او حکمونو باندې عمل وکړئ. ۲۸ نو بیا به تاسو په هغه وطن کې واوسېږئ چې ستاسو نیکونو ته مې درکړی دی. تاسو به زما قوم یئ او زه به ستاسو خدای یم. ۲۹ زه به تاسو د ټولو ناپاکیو نه وژغورم. ستاسو غلې دانې به ډېرې زیاتې کړم، ترڅو تاسو نور د قحطیو سره مخامخ نه شئ. ۳۰ زه به ستاسو د مېوو د ونو او د ځمکو حاصلات زیات کړم، ترڅو د قحطۍ له امله په نورو قومونو کې ونه شرمېږئ. ۳۱ نو تاسو ته به خپل بد‌چلند او غلط کارونه چې کړي مو دي، در په یاد شي او د خپلو ګناهونو او د کرکې وړ کارونو له امله به تاسو د خپلو ځانونو نه بېزاره او پښېمانه شئ. ۳۲ ای اسراییلو، زه غواړم چې تاسو په دې پوه شئ چې زه دا ټول کارونه ستاسو په خاطر نه کوم. زه غواړم چې تاسو د خپلو کارونو له امله وشرمېږئ او چاته کتلی نه شئ. ما څښتن تعالی داسې ویلي دي.›

۳۳ څښتن تعالی داسې وایي: ‹کله چې تاسو د ټولو ګناهونو نه پاک کړم، نو تاسو به پرېږدم چې بېرته په خپلو ښارونو کې واوسېږئ او کنډوالې بېرته ودانې کړئ. ۳۴ هرڅوک به چې ستاسو په ځمکو باندې تېرېده، نو هغوی به لیدل چې هغه ځمکې څنګه شاړې او خوشې پاتې وې، خو زه به پرېږدم هغه ځمکه چې مخکې شاړه وه، بېرته قلبه شي. ۳۵ نو هغوی به ووایي چې دا ځمکه چې یو وخت شاړه وه، اوس ورڅخه د عدن باغ جوړ شوی دی او هغه ښارونه چې وران او په کنډوالو باندې بدل شوي وو، اوس قوي شوي او خلک په کې اوسیږي. ۳۶ نو ستاسو شاوخوا کوم قومونه چې ژوندي پاتې دي، هغوی به پوه شي چې ما څښتن هغه وران شوي ښارونه بېرته ودان کړل او هغه شاړې ځمکې مې بېرته راشنې کړلې. ما څښتن دا وعده کړې وه چې زه به دا کار وکړم.›

۳۷ څښتن تعالی داسې وایي: ‹زه به یوځل بیا د اسراییلیانو دعاګانې قبولې کړم او د هغوی شمېر به د پسونو د رمې په شان زیات کړم. ۳۸ لکه څنګه چې په یو وخت کې د اورشلیم ښار د اختر په ورځو کې د قربانۍ د پسونو نه ډک ؤ، نو همداسې به هغه ښارونه چې اوس وران او ویجاړ پراته دي، د خلکو نه ډک شي. بیا به هغوی پوه شي چې زه څښتن یم.›»